د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

امریکايي بحري ځواکونو ته د ایراني کښتیو د له‌منځه وړلو په اړه د ټرمپ سپارښتنه


د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د دې هېواد سمندري ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې که ایراني کښتۍ په فارس خلیج کې دوی ته مزاحمت کوي، له‌منځه‌یې یوسي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۲۲» په یوه ټویټ کې ویلي چې امریکایي کښتیو ته د مزاحمت په صورت کې دې هر ډول او ټولې ایراني کښتۍ په نښه او له‌منځه دې یوسي.

که څه هم د امریکا ولسمشر په دې ټویټ کې کومې ځانګړي پېښې ته اشاره نه‌ده کړې، خو دا سپارښتنه وروسته له هغه شوې چې د امریکا سمندري ځواکونو څو ورځې وړاندې خبر ورکړ چې ایراني تېز رفتاره کښتیو په فارس خلیج کې د امریکا سمندري ځواکونو ته مزاحمت کړی دی.

د ایران نیمه رسمي خبري اژانس ایسنا د دې هېواد د پوځ د یوه ویاند له قوله ویلي چې د ولسمشر ټرمپ د پروني ټویټ په ځواب کې یې ویلي، امریکا باید له کرونا ویروس څخه د خپلو وسله‌والو ځواکونو پر خوندیتوب تمرکز وکړي.

امریکا د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سپاه پاسداران ۱۱ کښتیو د فارس خلیج په شمال کې د امریکا جنګي کښتیو ته مزاحمت کړی.

په بحرین کې مېشت امریکایې سمندري ځواکونو د ایراني کښتیو دا حرکت بې‌باکه او غیر مسلکي بللی دی. د ایران سپاه پاسداران بیا د امریکا تر دې راپور دوه ورځې وروسته دا یو جعلي او هالیوودی روایت وباله او په عین حال کې یې ومنله چې ایراني ځواکونه په تېرو دوو اوونیو کې درې ځلې په سیمه کې له امریکایي سمندري ځواکونو سره مخامخ شوي دي.

فارس خلیج کې د متحده ایالاتو بحري کښتۍ ته د ایراني کښتیو د نږدې کېدو عکس
فارس خلیج کې د متحده ایالاتو بحري کښتۍ ته د ایراني کښتیو د نږدې کېدو عکس

سپاه پاسداران خبرداری وکړی چې هر ډول ناسمه محاسبه به له غوڅ ځواب سره مخامخ شي.

تر دې وړاندې هم په فارس خلیج کې د ایران او امریکا سمندري ځواکونه سره مخامخ شوي دي چې په ځینو مواردو کې امریکایي ځواکونو هغه مهال چې ایراني کښتۍ ډېرې نږدې ورغلې وې، د خبرداري ډزې هم کړې دي.

د امریکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ لانجې د تېرې جنورۍ په میاشت کې وروسته له هغه ډېرې شوې چې د ایران د سپاه پاسداران قدس قوماندان قاسم سلیماني د بغداد هوایي ډګر ته څېرمه د امریکا د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG