د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۳۷

نړۍ

امریکا: سپاه پاسداران د ۲ امریکایي بیړیو ساحه تنګه کړې وه

ارشیف

د امریکا د متحد ایالاتونو سمندري ځواکونه وایي، د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو په فارس خلیج کې د دې میاشتې په لومړیو کې د دوو امریکایي بیړیو ساحه تنګه کړې وه او ځورولي یې وه چې د دې کال دا ډول لومړۍ پېښه ده.

د امریکا سمندري ځواکونو نن سې شنبه (د غويي ۷مه) وویل چې دا پېښه د اپریل په دوهمه شوې ده، نه په کې څوک ټپیان شوي او نه هم څه زیان اوښتی دی.

تهران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پوتین: کازان کې پر ښوونځي برید دې وڅیړل شي

ولسمشر ولادیمیر پوتین

ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې د کازان ښار په یوه ښوونځي کې د ډزو پېښې روسیې ته ټکان ورکړی دی.

د سې شنبې ورځې په سهار یو وسله وال کس د روسیې د تاتارستان جمهوریت د مرکز کازان ښار په یوه ښوونځي کې ډزې وکړې، ۷ زده کوونکي او د ښوونځي ۲ کار کوونکي یې ووژل او له ۲۰ زیات کسان یې چې اکثر زده کوونکي ماشومان وو، ټپیان کړل.

چارواکو د دې پېښې د علت په اړه څه نه دي ویلي، خو ولسمشر پوتین د ویډیو کنفرانس له لارې په پرونۍ وینا کې په دې اړه د تحقیقاتو امر وکړ: "د تحقیقاتو کمېټه به هرو مرو هر اړخیز تحقیقات وکړي او د دې تراژیدۍ ټول عوامل به روښانه کړو. په عین حال کې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره باید ملکي وګړو ته، د وسلو د وېش په مقرراتو کې بدلون راشي."

په دې برید تورن ۱۹ کلن ایلناز ګالیاویېف چې د برید په پای کې ونیول شو، د چهارشنبې په ورځ د قتل په تور په محاکمه کې حاضر شو.

چارواکو ویلي چې نوموړي بې جوازه وسله لرله. پوتین د روسیې د ملي ګارډ مشر ته دنده وسپارله چې د وسلو د جواز د وېش د بدلون په اړه یوه نوې طرح جوړه کړي.

ارمنستان: اذربایجاني ځواکونه له جنوبي سرحده اوښتي

اذري ځواکونه

د ارمنستان سرپرست صدراعظم نیکول پاشینیان چې پر اذربایجاني ځواکونو تور لګولی له جنوبي سرحد څخه اوښتي او د ارضي دعوې هڅه کوي.

دواړو هېوادونو تېرکال د ناګورناقره باغ د بېلتونپالې سیمې پرسره جګړه وکړه چې په نتیجه کې یې زرګونه کسان ووژل شول. دا جګړه د مسکو په منځګړتوب په اوربند سره پای ته ورسېده.

پاشینیان پرون د مې په ۱۳مه نېټه د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې پر باکو د نوي یرغل تور ولګاوه. هغه د ارمنستان په جنوب ختیځ ولایت سیونیک کې چې د راپورونو له مخې د اذربایجان پوځ د ارمنستان په خاوره کې څو کیلومتره پرمختګ کړی دی، د ډېر حساس وضعیت یادونه وکړه.

له دې وروسته د ارمنستان دفاع وزیر وویل چې اذري ځواکونو د ارمنستان او آذربایجان په ګډ سرحد کې دوه نورې سیمې هم لاندې کړې دي.

پاشینیان تېره میاشت وروسته له هغه استعفا وکړه چې خلکو له اذربایجان سره د دې جګړې د څرنګوالي پر وړاندې پراخ اعتراضونه وکړل.

نوموړی اوس د جون د شلمې تر انتخاباتو پورې د سرپرست صدراعظم په توګه کار کوي.

فلسطینۍ حماس ډلې بیا د اسراییلو پر قلمرو توغندي وویشتل

ارشیف

فلسطینۍ حماس ډلې پرون پنجشنبې یو ځل بیا د اسراییلو پر قلمرو توغندي وویشتل او اسراییلي الوتکو هم د حماس تر ولکې لاندې غزه کې نورې هوايي حملې وکړې.

دا د هغه تشدد لړۍ ده چې د جمعې په ورځ په بیت المقدس کې پیل شو او له دواړو خواوو سره د مصري منځګړو له خبرو سره سره یې تراوسه نتیجه نه ده ورکړې.

د حماس له خوا ویشتل شوي یو شمېر توغندي تر تل ابیب پورې ورسېدل او د اسراییلو په بمباریو کې درې لوړې ودانۍ چې د اسراییلي چارواکو په وینا د حماس غړي پکې دېره وو، ونړېدلې.

د دې تشدد لمن په اسراییلو کې دننه د عربانو او یهودانو ترمنځ نښتو ته هم ورسېده چې په نتیجه کې یې صدراعظم بنیامین نتانیاهو خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د نظم د راوستو لپاره به د اړتیا په صورت کې له زوره هم کار واخلي.

عربان د اسراییلو د نهه میلیون وګړو په سلو کې شل نفوس جوړوي.

په غزه کې د اسراییلي الوتکو د تېرو دوو ورځو په حملو کې لږترلږه ۸۳ تنه فلسطینیان او د حماس په راکټي حملو کې اوه تنه اسراییلیان وژل شوي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: ایران دې د کردي خبریالانو بندي کول ودروي

د ایران بیرغ

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) پر ایران غږ کړی چې د کردي خبریالانو بندي کول او تاوتریخوالی دې ودروي.

دا هغه څه دي چې د بشري حقونو ډلې یې د کردي اقلیت ځپل ګڼي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې پرون په یوې اعلامیه کې د خبري راپورونو او پېښو ته د نږدې کسانو په حواله ویلي چې ایراني چارواکو د ۲۰۲۰ کال له مې میاشتې راهیسې لږترلږه ۸ تنه کردي خبریالان نیولي دي.

له دې کسانو څخه درې تنه‌یې لا هم د ایراني چارواکو په بند کې دي.

یو مدافع وکیل چې د ډېری بندي خبریالانو استازیتوب کوي، دغې کمېټې ته ویلي چې د ایران سپاه پاسداران د هغو کردي خبریالانو او د هغوی د لیکنو په اړه حساس دي چې په ځانګړي ډول د ایران، عراق او ترکي کردانو پر یووالي او دغه‌راز د کردانو پر نورو سیمه‌ییزو موضوعاتو یې کوي.

دغه وکیل د نوم نه‌ښودلو په شرط ویلي ایراني چارواکي هغه وخت حساسیت ښیي چې کردي خبریالان د اربیل په څېر د عراق کردي مېشتو سیمو ته سفر کوي.

د ازبکستان ولسمشر د کوچني اختر په مناسبت ۱۰۰ بندیان وبخښل

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د کوچني اختر په مناسبت ۱۰۰ تنو بندیانو ته د بخښنې فرمان ورکړ.

د ازبکستان دولتي رسنیو ویلي، د ولسمشر میرضیایف د هغه فرمان له مخې چې د مې پر ۱۲مه لاسلیک شو، درې بندیان په بشپړ ډول خوشې شول، ۴۳ تنه په ضمانت خوشې شوي، د ۱۰ محکومینو په سزا کې نرموالی راغلی او د ۴۴ زندانیانو د بند موده راکمه شوې ده.

په دغو کسانو کې ۱۲ بهرني اتباع، څلور نارینه چې عمرونه‌یې تر ۶۰ کلونو ډېر دي، ۶ ښځې او ۵۲ تنه داسې کسان شامل دي چې د منع شویو ډلو په فعالیتونو کې په برخه اخیستنې تورن ول.

د اسرائیل پوځ د ځمکني عملیاتو د پیل لپاره چمتووالی نیسي

ارشیف، اسرائیلي ځواکونه

د اسرائیل پوځ وایي، ځواکونه‌یې د ځمکني عملیاتو د پیل لپاره چمتووالی نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د حماس فلسطیني ډلې ملېشې په غزې تړانګه کې پر اسرائیلو راکټي بریدونو ته دوام ورکوي.

د حماس تر واک لاندې غزې تړانګه کې د روغتیا وزارت نن وویل چې پر دې سیمه کې د اسرائیل په دوو ورځنیو بریدونو کې تر ۷۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

روغتیایي چارواکو په اسرائیل کې هم د ۷ تنو وژل کېدل تأیید کړل.

د اسرائیل هوایي حملې وروسته له هغه پیل شوې چې حماس ډلې د بیت‌المقدس په ګډون د اسرائیل پر څو سیمو توغندي وویشتل.

اورست غره کې دوه غر ختونکي مړه شوي

اورست غرونو کې د امریکا غر ختونکې ډله

دوه غر ختونکي په اورست غره کې مړه شوي دي.

په نیپال کې د غر ختنې چارو تنظیموونکو نن وویل چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ شوې ده.

دوی د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل چې ۵۵ کلن امریکایي او ۴۰ کلن سویسي غر ختونکي د ستړیا له کبله مړه شوي دي.

هر کال په منځني ډول پنځه غر ختونکي په اورست غره کې چې د نړۍ تر ټولو لوړه څوکه ده، مړه کېږي.

د نړۍ مسلمانان د دوهم کال لپاره اختر د کرونا ویروس پر مهال لمانځي

فلسطین کې یو شمېر مسلمانان د اختر لمانځه پر مهال

د نړۍ مسلمانانو د دوهم کال لپاره کوچنی اختر په داسې حال کې لمانځي چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغي په ټولې نړۍ کې خوره ده.

کوچنی اختر په ډېری مسلمانو هېوادونو کې نن پیل او درې ورځې به دوام ولري، خو د افغانستان په ګډون ډېری هېوادونه د کرونا ویروس د خطر د کمېدو په هدف د رامنځته شویو محدودیتونو سره لمانځي.

دا اندېښنې هم شته چې خلک به ښایي روغتیایي سپارښتنې سمې رعایت نه‌کړي.

په اندونیزیا کې چې د نړۍ یو له ګڼ مېشتو اسلامي هېوادونو څخه دی، حکومت خلک خپلو اصلي ټاټوبو ته له ورتلو منع کړي دي.

دا اقدام کولای شي لسګونه ملیونه کسان د خپلو کورنیو له لیدو څخه محروم کړي.

قزاقستان کې بهرنیو اتباعو ته د کرنیزو ځمکو د پلور او کرایې ورکولو مخنیوی

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف یوه حساسه لایحه لاسلیک کړه او په قانون‌یې واړوله چې له ډېرې مودې راهیسې بحث ورباندې کېده.

دغه قانون په قزاقستان کې بهرنیو اتباعو ته د کرنیزو ځمکو د پلور او کرایې ورکولو مخه نیسي.

قزاقستان په منځنۍ اسیا کې د تېلو له اړخه بډای هېواد دی.

توکایف په فبرورۍ میاشت کې د پنځه کلن قانوني مهلت په نامه یوه لایحه بهرني اتباعو ته وړاندې کړې وه.

هغه وروسته له دې دا اقدام وکړ چې زرګونه کسانو په قزاقستان کې په بې‌ساري لاریونونو سره د کرنې په برخه کې د بهرنۍ پانګونې د جلبولو په تړاو د حکومت د ۲۰۱۶ کال پر طرحې سخت انتقاد کړی وو.

حماس ډلې نن پر اسرائیل سلګونه توغندي وویشتل

د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ نښته

حماس ډلې نن سهار پر تل‌ابیب او د اسرائیل پر نورو برخو په سلګونه توغندي وایشتل او اسرائیل ژمنه وکړه چې پر غزې به هوایي بریدونو ته دوام ورکړي.

په عین حال کې نړیوالو په سیمه کې د رامنځته شوي کړکېچ چې په وروستیو څو کلونو کې یې ساری نه‌دی لیدل شوی، د کمېدو غوښتنه کړې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې د اسرائیل د امنیت او له ځان څخه د دفاع د حق کلک ملاتړ کړی او له غزې یې توغندویي بریدونه غندلي دي.

د سپینې ماڼۍ په وینا بایډن ویلي چې دی هیله‌من دی دغه حالت هر څومره ژر چې کېدای شي ختم شي، خو اسرائیل حق لري چې له خپل ځانه دفاع وکړي.

د اسرائیل صدراعظم داسې کومه نښه نه‌ده ښودلې چې ګواکې نوموړی دې اوربند ته بېړه ولري.

نتانیاهو ژمنه کړې چې په غزه کې به د حماس او نورو سخت دریځو ډلو د پوځي وړتیاوو د کمزوري کولو لپاره اقداماتو ته دوام ورکړي.

حماس ډلې هم د جګړې دوام ته لېوالتیا ښکاره کړې او د دې ډلې د سیاسي چارو مشر اسماعیل هنیه ویلي چې له دښمن سره مقابله پای نه‌لري.

د غزې د روغتیایي چارواکو په وینا د مې له ۱۰مې راهیسې چې د دواړو لورو ترمنځ نښتې پیل شوي، په غزه کې لږترلږه ۵۶ فلسطینیان وژل شوي دي.

په وژل شویو کې ۱۴ ماشومان هم شامل دي.

د اسرائیل روغتیایي چارواکو خپل لور ته د ۷ کسانو د وژل کېدو خبره کړې ده.

امریکا، چین د اویغور مسلمانانو او نورو مذهبي لږکیو په ډلوژنې تورن کړ

د امریکا او چین ملي بیرغونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چین د اویغور مسلمانانو او نورو مذهبي لږکیو په جینوسایډ یا ډلوژنې تورن کړ.

دې وزارت په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه په کلني راپور کې چې پرون چهارشنبه‌یې خپور کړی، دغه‌راز ایران او روسیه په نړۍ کې له مذهبي ازادیو ستر سرغړوونکي بللي دي.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه د دغه کلني راپور څخه په استفادې غواړي د هغو هېوادونو نومونه په ډاګه کړي او هغوی وشرموي چې نوموړی یې له مذهبي ازادیو ستر تېري کوونکي بولي.

ښاغلی بلېنکن په نړۍ کې مذهبي ازادۍ نړیوال بشري حق بولي.

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې په تېره جنوري میاشت کې ویلي و چې په شینجن ایالت کې د چین سیاستونه د بشریت ضد جنایت او نسل وژنه ګڼل کېږي، هغه دریځ چې د بلېنکن په خبره د بایډن اداره هم وسره موافقه ده.

بلېنکن وویل، چین په پراخه پیمانه مذهبي بیانونه جرم بولي او د اویغور مسلمانانو او نورو مذهبي او نورو لږکیو په وړاندې د بشریت ضد اعمال سر ته رسوي.

په دغه کلني راپور کې ایران، برما، روسیه، نایجریا او سعودي عربستان هم په نړۍ کې پر مذهبي ازادیو ستر تېري کوونکي په نښه شوي دي.

لاوروف ته د بلېنکن خبرداری: د بایډن اداره به د مسکو تجاوز بې‌غبرګونه پرېنږدي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن خپل روسي سیال سرګي لاوروف ته ویلي چې د ولسمشر جو بایډن اداره به پر متحده ایالاتو او یا بل هر ځای د مسکو تجاوز بې‌غبرګونه پرېنږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس وویل چې بلېنکن او لاوروف پرون چهارشنبه پر ټیلیفون خبرې وکړې او زیاته‌یې کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ولسمشر بایډن هغه پرېکړه بیا تکرار کړه چې وایي امریکایي وګړي به خوندي کوي او د روسیې د هر هغه اقدام په وړاندې چې امریکا او یا یې متحدین زیانمن کړي، د خپلو ګټو دفاع کوي.

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې په اوکراین کې دننه او شاوخوا ته د روسي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په ګډون پر یو شمېر مسایلو د واشنګټن او مسکو ترمنځ اړیکې ترینګلې دي.

تمه ده بلېنکن او لاوروف راتلونکې اوونۍ د ایسلند په ریکاویک ښار کې د یوې سرمشریزې په څنډو کې مخامخ سره وګوري.

انوشکا او کوهلي هند کې له کرونا ځپلو سره د مرستې د پیسو اندازه لوړه کړه

د بالیوود وتلې ستوري انوشکا شرما او مېړه‌یې ویرات کوهلي

د بالیوود وتلې ستوري انوشکا شرما او مېړه‌یې ویرات کوهلي له کرونا ځپلو سره د مرستې لپاره د راټولېدونکو پیسو اندازه لوړه کړه.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې دغې جوړې مخکې د ۷ کروړه هندي روپیو د راټولېدو ژمنه کړې وه، خو اوس‌یې هدف ۱۱ کروړه ته لوړ کړ څو په خپل هېواد کې د کرونا ځپلو د ژغورنې لپاره وکارول شي.

انوشکا او مېړه‌یې د چهارشنبې په ورځ دا اعلان وکړ. دوی د دې کار لپاره له وړاندې کمپاین پیل کړی دی.

هند دا مهال د کرونا ویروس سخت ځپلی دی چې د وروستیو راپورونو له مخې په دې هېواد کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو شمېر تر ۲۳ ملیون او ۳۴۰ زرو اوښتی دی. څه باندې ۲۵۴ زره کسان له همدې ناروغۍ په هند کې مړه شوي دي.

تاجکستان کې د سختو بارانونو له امله ځمکې ښویېدو ۹ تنه مړه کړي

د تاجکستان کولاب ښار کې د بارانونو له امله د ځمکې ښویېدل

د تاجکستان چارواکي وایي، د دې هېواد په لوېدیځ کې د سختو بارانونو له امله د ځمکې د ښویېدو په پېښو کې ۹ تنه مړه شوي دي.

د تاجکستان د بېړنیو حالاتو کمېټې نن په یوه بیان کې وویل چې د ځمکې ښویېدو له امله اته تنه د خاتلون سیمې په کولاب ښار او شمس‌الدین شاهین، واخش او کوشانیان سیمو کې مړه شوي او یو تن هم د دوشنبې په ۱۵ کیلومترۍ د حصار په ښارګوټي کې مړ شوی دی.

د بیان له مخې پرون دغو بارانونو په ځپل شویو سیمو کې د خلکو ډېرو کورونو، پلونو او نورو تأسیساتو او هم دولتي ودانیو ته زیان رسولی دی.

دغې کمېټې دغه‌راز په سیمه کې بل سبا د جمعې په ورځ د نورو بارانونو د اورېدو خبرداری هم ورکړی او له اوسېدونکو یې غوښتي چې په غرنیو سیمو کې دې د موټرو له تګ څخه ډډه وکړي.

د ناپیلیون کمیس او یو لیک بلجیم کې نندارې ته ایښودل شوی

د ناپیلیون بناپارټ

د ناپیلیون بناپارټ یو کمیس او یو لیک په بلجیم کې نندارې ته ایښودل شوی.

د راپورونو له مخې ناپیلون بناپارټ چې په ۱۹مه پیړۍ کې د فرانسې امپراطور و، دغه سپین رنګه او بې لستوڼو کمیس هغه مهال اغوست چې د اتلانتیک جنوب د سینټ ایلینا ټاپو کې یې په جلاوطنۍ کې ژوند کاوه.

هغه لیک هم چې نندارې ته وړاندې شوی د هغو څو محدودو لیکونو څخه یو دی چې ناپیلیون په لاس په انګریزي لیکلی.

تمه ده چې دغه لیک به د اکتوبر په ۲۷مه په لندن کې د خرڅلاو لپاره داوطلبي ته وړاندې شي.

د بریتانیا د واترلوی موزیم مسوولین وایي، د ناپیلیون بناپارټ لیک ښایي په ډېره لوړه بیه چې په تاریخ کې به یې ساری نه وي لیدل شوی، وپلورل شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG