د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

اروپا ته د تلو په نیت ترکیې سره پر پوله، ایران کې دوه افغانان مړه شوي


له افغانستان ایران ته تلونکي‌افغان کډوال، انځور - ارشيف
له افغانستان ایران ته تلونکي‌افغان کډوال، انځور - ارشيف

د هغو دوو افغانانو د برخلیک کیسه چې، اروپا ته د تلو په نیت ایران کې مړه شوي دي.

مطیع‌الله شهاب هغه څوک دی، چې د دې دوو افغانانو په جسدونو پسې د دوی د کورنیو په غوښتنه د ایران چالدارن ته تللی، هغه سیمه چې ترکیې سره پر پوله پرته ده.

نوموړی وايي، مړه شوي افغانان یو یې د کونړ او بل یې د لوګر اوسېدونکی دی چې، د روانې فبروري میاشتې په ۹مه مړه شوي، خو لا یې جسدونه افغانستان ته نه‌دي انتقال شوي.

څو سلګۍ یې وکړې او مړ شو.

له دې دوو افغانانو سره دوه تنه نور هم مله وو چې هغوی ژغورل شوي او د خولې کیسه یې مطیع‌الله شهاب ازادي راډیو ته کوي.

ښاغلی شهاب وايي: "له غره چې را ښکته کېدو، د عبدالخالق پښه ډېره خُوږه شوې وه او مزل یې نه‌شو کولای. موږ د هغه په غم کې و چې په دې وخت کې مو بل ملګری چې د لوګر و، له ګړنګ ولوېد، خو تر هغه چې موږ ور ښکته کېدو، مړ شوی و. دې ۱۲ کلن ماشوم چې له دوی سره ملګری و، راته کیسه کوله چې عبدالخالق راته ډېر ټینګار وکړ چې ته نور ځه، زه نه‌شم تللای، خو کله چې د هغه له ډېر ټینګار وروسته را وانېدم، څو سلګۍ یې وکړې او مړ شو."

له افغانستان ایران ته تلونکي کډوال، انځور - ارشيف
له افغانستان ایران ته تلونکي کډوال، انځور - ارشيف

د ایران او ترکیې پر پوله د دې دوو مړو شویو افغانانو له ډلې مو د عبدالخالق د کورنۍ شمېره پیدا کړه او د اړیکو له نیولو وروسته یې ورور ازادي راډیو ته وویل، لا هم د عبدالخالق جسد افغانستان ته نه‌دی را انتقال شوی.

وروستیو کې اروپا او نورو هېوادونو ته د تلو په نیت د سفر پر مهال د افغان کډوالو د مړینې راپورونه زیات شوي.

تر ټولو تازه یې د ایټالیا په سواحلو کې د ډوبې شوۍ کښتۍ خبر دی چې تر اوسه ترې د ۶۲ تنو جسدونه موندل شوي دي.

د ایټالیا RAI ټلوېزیون نن سهار راپور ورکړ چې په مړو شویو کې ۱۴ ماشومان او ۳۳ ښځې دي چې افغانان هم په‌کې شته.

تر اوسه ۸۱ تنه ژغورل شوي، خو دې رسنۍ د ایټالوي چارواکو له قوله لیکلي، احتمال شته چې د مړو شمېر تر ۱۰۰ ورسيږي.

په دې پېښه کې د مړو شویو افغانانو د دقیق شمېر په اړه مو په ایټالیا کې د افغانستان له سفیر سره اړیکه ونیوه، خو ځواب یې را نه‌کړ.

له دې وړاندې د فبرورۍ په ۱۸مه په بلغاریا کې هم د یوې لارۍ دننه د ۱۸ افغانانو جسدونه موندل شوي وو چې لا یې مړي افغانستان ته نه‌دي را انتقال شوي.

له افغانستان ایران ته تلونکي افغان کډوال
له افغانستان ایران ته تلونکي افغان کډوال

د افغانانو د غیر قانوني کډوالۍ د زیاتېدو د مخنیوي او افغانستان ته د مړو شویو هغو د جسدونو د انتقال په اړه مو د طالبانو د حکومت ویاند هم وپوښت.

ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې ټول جسدونه افغانستان ته را ولېږدول شي او په خبره یې افغانان باید له غیرقانوني لارو له سفر ځان وساتي.

نوموړي وويل: "داسې یو جریان دی چې له وړاندې و او لا هم نه‌دی متوقف شوی. موږ په ځلونو افغانانو ته ویلي چې، باید په خپل هېواد کې د اوسېدو هڅه وکړو، زمینه برابره کړو او د خپل هېواد اقتصاد ښه وکړو، څو بل هېواد ته د تلو لپاره اړ نه‌شو."

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د بې‌روزګارۍ، امنیتي ګواښونو او په نجونو د زده‌کړو د بندیز له امله، ډېر شمېر افغانان اروپايي او نورو هېوادونو ته په غیرقانوني لارو کډوال شول چې دا ډول زړه بوږونکي پېښې په کې ډېرې راپور شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG