د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

سرچینې: په ترکیه کې د زلزلې له امله ۱۲۰ افغانان مړه شوي


ترکیه کې د زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
ترکیه کې د زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

ترکیه کې یو شمېر افغان کډوال وایي چې په زلزله کې یې کورونه وران شوي او عزیزان یې لا هم د خاورو د امبارونو لاندې دي.

برهان الدین ازون یو له افغان کډوالو څخه دی چې د ترکیې د هایتای ولایت په اواکنت په سیمه کي ژوند کوي.

هغه وایي، زلزلې د افغانانو کورونه وران کړي.

دی وایي چې هوا ډېره سړه ده او ټوله شپه له کور بهر پاتې دي او اوس یې خپله کورنۍ انقرې ته انتقال کړې، خو په خبره یې ځینو افغانو کورنیو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

ده ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "زموږ له لاسه چې څه کار کېده ومو کړ، خو د ځینو کورنیو د کورنۍ غړي لا هم د امبار لاندې دي. موږ خپل د کورنۍ څلور غړي همدغه د خاورو له امبارونو راویستل."

نوموړی زیاتوي چې د واورې د ورښت او د انټرنېټ د بندېدو له امله له زیانمنو شويو خلکو سره اړیکه ټینګول ستونزمن شوي، خو په اواکنت سیمه کې د۱۲۰ افغانانو د مړه کېدو خبره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دغه زلزله کې یوازې د ۱۰۰ افغانانو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر تایيدوي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل ازادي راډیو ته وویل: "د هغه راپورونو پر بنسټ چې تر اوسه موږ ته رسېدلي، شاوخوا ۱۰۰ تنه افغانان د شدیدې زلزلي له امله مړه او ټپیان شوي او کورونه یې هم وران شوي. که څه هم دا نسبي امار دي او موږ د امارو د بشپړولو په حالت کې یو."

په ورته وخت کې د ترکیه د هایتای په سیمه کې یو بل افغان چې ترکیه کې کډوال دي، وایي په دې پېښه کې یې څو لمسیان مړه شول او زوی یي هم ټپي حالت کې دی.

دی وایي، خلک هم د مرسته کوونکو ځواکونو تر څنګ د قربانیانو د ژغورنې په موخه کار کوي، خو ټول خلک لالهانده او پرېشانه دي.

نوموړي ازادي راډيو ته په خبرو کې وویل: "دولت او زموږ وطنوال مرستې لپاره راغلل، دولت په یوازې توګه ټولو ته نه شي رسېدلای. ډېر خلک د خاورو د امبارونو لاندې دي. زموږ د سیمې ډېری خلک مړه او یا ټپیان دي."

په ترکیه کې د افغانستان سفارت بیا پرون ازادي راډيو ته ویلي وو چې تر اوسه د زلزلې له امله د وژل شویو افغانانو کره شمېره نه ده معلومه، خو دوی ورته د مرستې رسونې لپاره همغږي کوي.

ورته وخت کې په ترکیه کې ځينې افغان محصلان هم زلزله ځپلو ته د مرستې رسولو په موخه د زلزلو سیمو ته تللي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دغه هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی څو زلزله ځپلو ته د مرسته رسولو بهیر چټک شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه زلزله ځپله سیمه کې زیانمنو کورنیو سره د غمرازۍ پرمهال
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه زلزله ځپله سیمه کې زیانمنو کورنیو سره د غمرازۍ پرمهال

د دوشنبې په ورځ د ۷.۸ درجې په کچه زورورې زلزلې د ترکیې او سوریې څو ښارونه ولړځول چې په زرګونه کسان په کې مړه شول.

ترکي چارواکي وایي، په دغه هېواد کې تر ۸۵۰۰ څخه هم ډېر کسان مړه شوي او په سوریه کې ویل شوي چې له ۲۶۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG