د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

ترکيه کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۶۴۱ ته لوړ شو


ترکيه کې د زلزلې يو انځور
ترکيه کې د زلزلې يو انځور

په ترکیه او سوریه کې د نن سهار وختي زلزلې مرګ‌ژوبله د زیاتېدو په حال کې ده.

اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي، دواړو هېوادونو کې تر اوسه د لږ تر لږه ۶۴۱ کسانو مړينه تایید شوې ده.

ګمان کېږي چې سلګونه نور کسان ممکن د نړېدلو ودانیو لاندې ګیر پاتې وي.

په دواړو هېوادونو کې د زرګونو کسانو د ټپي کېدو خبره کېږي او ویل شوي چې سلګونه ودانۍ نړېدلي دي.

د ترکیې مرستیال ولسمشر فوات اوکتې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، د ژغورنې او پلټنې نژدې ۲۸۰۰ ډلو د زلزله ځپونکو مرستو ته ور دانګلي دي.

خبري اژانسونو ویلي چې دواړو هېوادونو کې سلګونه کسان مړه شوي او زرګونه نور هم ټپیان دي.

د سیمې او ګاونډ هېوادونو له هغې ډلې یونان او اسرایلو ترکیې سره د سم لاسي مرستو خبره کړې ده.

اسوشېټېډ پریس اژانس بیا راپور ورکړی، چې څه باندې ۹۹ کسان په سوریه کې مړه شوي او ۳۳۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

اټکل کېږي، چې د مړو شمېر به تر دې خورا زیات وي، ځکه په ترکیه او سوریه کې لا هم ګڼ کسان تر نړېدلو ودانیو لاندې راګیر پاتې دي.

د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي، دا زلزله د ریښتر په مقیاس اووه اعشاریه اته درجې وه.

د دې ادارې په وینا، د زلزلې مرکز د سوریې د پولې په ۹۰ کیلومترۍ کې د ترکیې په غازي عینتاب کې و.

د زلزلې ټکانونه، په لبنان او قبرس کې هم احساس شوي دي.

XS
SM
MD
LG