د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

په ترکیې او سوریې کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر ۱۲۰۰ کسانو ته رسېدلی


په سوریه کې ژغورونکې ډلې د نړېدلو ودانیو څخه خلک راباسي.
په سوریه کې ژغورونکې ډلې د نړېدلو ودانیو څخه خلک راباسي.

په ترکیې او سوریې کې د نن سهار وختي زلزلې د مړو شمېر ۱۲سوو کسانو ته پورته شو.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي، د ترکیې او سوریې پولې ته نږدې سیمه کې چې د زلزلې مرکز و، ۹۱۲ تنه د ترکیې او نږدې ۳۰۰ د سوریې لوري ته مړه شوي دي.

د ریښتر په کچه ۷ اعشاریه اته درجې زلزلې د دوشنبې په سهار وختي د ترکیې جنوب ختیځه او د سوریې شمال ختیځه سیمه وځپله.

په سوریه کې د دولت او مخالفانو تر کنټرول لاندې سیمو نه لا هم د مرګ ژوبلې نوې شمېرې په خپرېدو دي.

د مرګ ژوبلې شمېرې لا هم کره نه دي، خو ویل کېږي چې په ترکیه، سوریه او لبنان کې سلګونه ودانۍ نړېدلي او د ټپیانو شمېر هم زرګونه ښودل شوی دی.

ترکیه او سوریه کې د زلزلو د نورو ټکانونو خبرونه هم خپاره شوي دي.

د ترکیې دننه د چارواکو په خبره نږدې ۲۸۰۰ ټیمونه د زلزله ځپلو د پلټنې او ژغورنې پر چارو بوخت دي.

په همدې حال کې د سیمې او نړۍ لسګونه هېوادونو له زلزله ځپلو سره د مرستې او هلته د ژغورنې روانو عملیاتو ته د وردانګو خبره کړې ده.

اروپایي ټولنې ویلي، د دوی د پلټنې او ژغورنې لس ټیمونه ترکیې ته روان شوي دي.

د اروپایي ټولنې کمېشنر جوزف بوریل ویلي، په دغو کې د بلغاریا، کروشیا، چک جمهوریت، فرانسې، یونان، هالند، پولنډ، رومانیا، ایټالیا او هنګري هېوادونو ژغورنډلې شاملې دي.

XS
SM
MD
LG