د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۹

ترکيه او سوريه کې خونړۍ زلزله؛ د قربانيانو شمېر هره شېبه لوړيږي


ترکيه کې د وروستۍ زلزلې انځور
ترکيه کې د وروستۍ زلزلې انځور

په ترکیه او سوریه کې د پرونۍ زلزلې د مړو شمېره ۵۰۰۰ ته ورسېده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې په ترکیه کې د دې خونړۍ زلزلې د مړیو شمېر ۳۴۰۰ او د ټپیانو شمېر ۲۰ زرو ته رسېدلی.

په سوریه کې د مړو شمېر له ۱۶۰۰ اوښتی او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له‌مخې یوازې په ترکیه کې له ۶۰۰۰ زیاتې ودانۍ نړېدلي چې تر کنډوالو لاندې یې د پاتې کسانو د را ایستلو عملیات لاهم روان دي.

اژانس د ملګروملتونو په حواله ویلي دي چې، په سوریې کې هم ۲۲۴ ودانۍ نړېدلي او ۳۲۵ نورې زیانمنې شوي.

د دې زلزلې شدت د ریښتر په مقیاس ۷،۸ و، خو د چارواکو په وینا د ورځې په اوږدو کې ۲۸۵ ټکانونه هم ورپسې وو.

د ملګروملتونو اړوند د روغتیا نړیوال سازمان WHO وايي، د دې زلزلې له کبله ښايي تر ۲۳ میلیون پورې خلک زیانمن شوي وي.

ترکيه کې د زلزلې له امله زرګونه ودانۍ نړېدلي دي.
ترکيه کې د زلزلې له امله زرګونه ودانۍ نړېدلي دي.

د WHO د بېړنیو خدماتو جګپوړې چارواکې اډیلایډ مارسچانګ نن وویل، د زلزلې د جریان نقشو ته کتنه ښيي چې د پنځه میلیون زیانګالو خلکو په ګډون شاوخوا ۲۳ میلیون خلک د دې زلزلې له احتمالي زیانونو سره مخامخ دي.

ډېری سیمې چې مرستې نه‌دي ور رسېدلي په سوریه کې دي

مېرمن مارسچانګ په ژنیو کې د WHO اجراییه کمېټې ته په وینا کې وویل، ښايي تر ډېره په ترکیه او د سوریې د شمال لوېدیځ په زیانمنو سیمو کې ملکي تاسیسات او روغتیايي مرکزونه له‌منځه تللي وي.

د نوموړې په وینا ډېری سیمې چې مرستې نه‌دي ور رسېدلي په سوریه کې دي چې خلک یې سمدستي مرستو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق- یونېسف نن وویل پرونۍ زلزلې ښايي زرګونه ماشومان وژلي وي.

د یونېسف ویاند جېمز ایلډر په ژنیو کې خبریالانو ته د څرګندونو پر مهال دا هم وویل، چې د ترکیې په جنوب او د سوریې په شمال کې دې زلزلې او له هغه وروسته ټکانونو ښايي زرګونه ماشومان وژلي وي خو دا اداره نه‌شي کولای د دې مړینو دقیق شمېر وښيي.

ترکيه کې د زلزلې انځور
ترکيه کې د زلزلې انځور

په همدې حال کې د ژغورنې ډلې په زلزله ځپلو سیمو کې د نړېدلو ودانیو په کنډوالو کې په پاتې کسانو پسې ګرځي.

خو ساړه د ژغورنې د عملیاتو او خلکو ته د مرستو د رسولو په لاره کې لوی خنډ دی.

په ډېرو ځایونو کې تېل او برښنا هم نه‌شته.

د مرستو رسولو مسوول چارواکي وايي چې، دوی په سوریه کې د مرستو د نه رسېدو له کبله اندېښمن دي ځکه دا هېواد د دولس کلنې جګړې له کبله سخت ځپل شوی او هلته بشري بحران لا له مخکې شدید و.

پرونۍ زلزله د ۱۹۹۹ کال له زلزلې وروسته چې له ۱۷ زره زیات کسان یې ووژل، د ترکیې تر ټولو خونړۍ زلزله ده.

XS
SM
MD
LG