نړۍ
په ترکیه او سوریه کې د پرونۍ زلزلې د مړو شمېر ۵۰۰۰ کسانو ته ورسېد

په ترکیه او سوریه کې د پرونۍ زلزلې د مړو شمېر ۵۰۰۰ او د ټپیانو زرګونو ته ورسېد.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په ترکیه کې د دې خونړۍ زلزلې د مړیو شمېر ۳۴۰۰ او د ټپیانو شمېر ۲۰ زرو ته رسېدلی.
په سوریه کې د مړو شمېر له ۱۶۰۰ اوښتی او زرګونه نور ټپیان شوي دي.
د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې یوازې په ترکیه کې له ۶۰۰۰ زیاتې ودانۍ نړېدلي چې لا یې هم تر لاندې د پاتې کسانو د ژغورنې عملیات روان دي.
اژانس د ملګروملتونو په حواله ویلي چې په سوریې کې هم ۲۲۴ ودانۍ نړېدلي او ۳۲۵ نورې زیانمنې شوي دي.
پرونۍ زلزله د ۱۹۹۹ کال له زلزلې وروسته چې له ۱۷ زره زیات کسان یې ووژل، د ترکیې تر ټولو خونړۍ زلزله ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
تاجکستان کې زلزلې سلګونه کورونه ويجاړ کړي

په تاجکستان کې دوه زلزلو سلګونه کورونه ویجاړ کړي او تر سلو زیات پسونه او څاروي يې وژلي دي.
د تاجکستان د بېړنیو حالاتو کمېټې ویاندې امید یوسفي نن "د مارچ۲۳مه" په یوه بیان کې ویلي، د لومړۍ زلزلې مرکز د هېواد په شمال سغد کې مستچوه غرنۍ سیمه کې د پالدورک کلی و.
یوسفي په بیان کې زیاته کړې، لومړی زلزله د ریښتر په کچه ۵ یا ۶ درجې وه خو تر دې څو ساعته وروسته دویمه زلزله بیا د لومړی پرتله کمزورې وه.
د یوسفي په وینا زلزله کې چاته مرګژوبله نهده اوښتې.
د پالدورک کلی چارواکو ویلي، د زلزلې له کبله درې سوه کورونه ویجاړ شوي او له سلو زیات څاروي لهمنځه تللي دي.
یوسفي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، حکومت زلزله ځپلو ته د رسېدو په برخه کې ځانکړی کمېسون جوړ کړی دی.
د زلزلې دا ټکانونه په تاجکستان کې په داسې حال کې محسویږي چې وړمه ورځ د ریښتر په کچه ۶،۵ درجې یوې زلزلې د افغانستان په شمول د سیمې هېوادونه ولړزول چې مرګژوبله يې هم درلوده.
اروپايي ټولنې اوکراين ته د يو مليون توپچي مهماتو استولو پلان ته چمتووالی ښودلی

د اروپايي ټولنې مشرانو د پنجشنبې په ورځ په راتلونکي دولسو میاشتو کې اوکراین ته د یو ملیون توپچي مهماتو د استولو پلان ته چمتوالی وښوده، څو د روسیې د یرغل پر وړاندې جګړه کې د کییف مرسته وکړي.
نن د بلجیم په بروکسل کې د اروپايي هېوادونو مشرانو په سرمشریزه کې په دې اړه خبرې شوي دي.
دغې ناستې ته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي د ویډیو کنفراس له لارې وصل و.
له دې یوه اوونۍ وړاندې د اروپا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو اوکراین ته د وسلو د اخیستلو د چټکېدو پلان تصویب کړی و.
د اروپايي ټولنې مشران نن د ملګروملتونو له سرمنشي سره د اوکراين پر جګړه خبرې کوي

د اروپایي ټولنې مشران به نن د ملګروملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتېرش سره د اوکراین د جګړې په اړه خبرې وکړي.
دغه راز به د اروپايي ټولنې مشران هغه پلان تصویب کړي چې کییف ته د توپچي مهماتو لېږد زیاتوي.
ګوتېرش به نن په بروکسل کې د دې ټولنې د دوه ورځنۍ سرمشریزې مېلمه وي.
ګوتېرش داسې مهال په دې سرمشریزه کې چې د بحث یوه مهمه موضوع به یې پر اوکراین څرخي ګډون کوي چې، څو ورځې مخکې د ملګروملتونو او ترکیې په منځګړیتوب د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلو صادراتو موافقه لږ تر لږه شپېته ورځې تمدید شوه.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي به هم د ویډیو کنفرانس له لارې له دې سرمشریزې سره یو ځای شي.
بل پلو د اروپایي ډیپلوماټان هیلهمن دي چې په همدې سرمشریزه کې به مشران له دې ډډه وکړي چې، په دې ټولنه کې د کاربن ډای اکسایډ خپرېدونکو ماشینونو پر تولید د بندیز پر لانجمنې موضوع خبرې وکړي.
جرمني په وروستۍ شېبه کې د اروپایي ټولنې د هغه پلان مخه ډب کړه چې تر۲۰۳۵ کال پورې د ټولو هغو نویو موټرو پر تولید بندیز لګوي چې کاربن ډای اکساید خپروي.
په دې سره د اروپایي ټولنې د ستراتېژۍ هغه برخه چې غواړي تر۲۰۵۰ کال پورې پر کاربن ولاړ اقتصاد صفر ته ورسوي، په ټپه درول کېږي.
د بروکسل په سرمشریزه کې به اوکراین ته د مهماتو د ورکولو او د کډوالو په شمول پر مختلفو موضوعاتو خبرې وشي.
اوکرايني چارواکي: د روسي ځواکونو په بريدونو کې نهه کسان وژل شوي

اوکرایني چارواکي وایي، تېره شپه د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې نهه تنه د روسي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زلنسکي په حواله ویلي، دا بریدونه ښيي چې روسیه سولې ته لېوالتیا نهلري.
بل لورته د برېتانیا پوځي استخباراتو اعلان کړی چې، په بخموت ښار کې د روسیې د ماتېدو احتمال شته.
پر دغه ښار له تېرو څو میاشتو راهیسې د روسي او اوکرایني ځواکونو جګړه روانه ده او روسیه یې د لاندې کولو هڅه کوي.
د ايران او سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ژر ليدنې ژمنه کړې

د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو ژمنه وکړه چې ژر به ملاقات سره وکړي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور لهمخې دغه ژمنه نن سهار د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان او ایراني سیال یې حسین امیر عبدالهیان په ټیلفوني خبرو کې وکړه.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس (SPA) هم راپور ورکړی چې، دواړو وزیرانو یو بل ته د روژې مبارکي ورکړې او تهران او ریاض کې یې د دغو هېوادونو د سفارتونو د بیا پرانيستې په اړه خبرې کړي دي.
د سیمې دوو سیالانو سعودي او ایران تېره میاشت د چین په منځګړیتوب هوکړه وکړه چې ډيپلوماتیکې اړیکې به له سره جوړوي.
دغه دواړه هېوادونو له ۲۰۱۶ کال راهیسې مستقیمې ډيپلوماتیکې اړیکې نهلري.
برېتانيا کې د زرګونه څراغونو په بلېدو د روژې د راتګ هرکلی وشو

په لندن کې د لومړي ځل لپاره تېر ماښام د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو له کبله په واټونو کې دېرش زره څراغونه بل شول.
د برېتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د راپور لهمخې، دا لومړی ځل دی چې یوه اروپایي ښار کې د روژې په مناسبت داسې ننداره ترسره کېږي.
د لندن ښاروال صادق خان چې خپله هم مسلمان دی، تېر ماښام د دغو څراغونو بټن کېکاږله.
دا نوښت د یوه غیر انتفاعي سازمان (Ramadan Lights UK) لهخوا رهبري شوی دی او لګښت یې له خلکو اخیستل شوی.
نن د مارچ ۲۳مه په اسلامي نړۍ کې د روژې لومړۍ ورځ ده.
د چين ولسمشر روسيې ته خپل سفر پای ته ورساوه

د چین ولسمشر د روسیې درې ورځنی سفر د څو توافقنامو له لاسلیکولو سره پای ته ورساوه.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د شي جین پنګ سفر بریالی او ګټور وباله او ویې ویل چې، د ماسکو او پیکنګ تر منځ د همکاریو نوی فصل پيل شو.
په ورته وخت کې د امریکا د متحدهایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي دي چې، له روسیې څخه د چین سیاسي او ډیپلوماتیک ملاتړ د واشنګټن له ګټو سره په ټکر کې دی.
بلېنکن پرون د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل چې، د ده په اند له روسیې څخه د چین ملاتړ د اوکراین د جګړې د اوږدېدو سبب کېږي.
دا روسیې ته په تېرو څلورو کلونو کې د شي جین پینګ لومړی سفر و چې تېر ماښام بېرته خپل هېواد ته ستون شو.
يو شمېر نړيوال بنسټونه: د اوکراين بيارغونه ۴۱۱مليارده ډالرو ته اړتيا لري

د یو شمېر سترو نړیوالو بنسټونو موندنې ښیي چې، پر اوکراین د روسیې د څه باندې یو کلن برید له امله د اوکراین بیارغونه څلور سوه یولس ملیارډه ډالرو ته ضرورت لري.
نړیوال بانک، ملګرو ملتو، اروپایي کمېسیون او اوکراین د خپلو ارزونو نتیجه پرون خپره کړه.
نړیوال بانک وایي چې، د روسیې د تیري له امله د اوکراین زیربناوې، ودانۍ او د خلکو ټول ژوند ته سخت زیان اوښتی دی.
روسیې پروسږکال د فبرورۍ په څلرویشتمه پر اوکراین خپل غیر موجه برید پيل کړ چې لاهم روان دی.
اسټرالیا له هند د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله

د هندوستان په چینای ښار کې د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ ورستۍ لوبه د ۲۱ منډو به توپیر د اسټرالیا په ګټه پای ته ورسېده.
دغه لوبه چې د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۲۲مه نېټه ترسره شوه، اسټرالیا لومړی توپوهنه ترسره کړه او د ۲۷۰ منډو هدف یې وټاکه.
د دوی لپاره په توپوهنه کې میچل مارش ۴۷، او الیکس کیري ۳۸ منډې وکړې.
د هند په توپ اچونکو کې بیا هارډیک پانډیا او کولديپ یادو ۳ـ۳ او محمد سراج او اکشرپټیل ۲ـ۲ لوبغاړي وسوځول.
هندوستان د هدف په تعقیب د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۹.۱ اور کې ۲۴۸ منډې وکړې او دا لوبلړۍ یې ۱ـ۲ وبایلله.
د اسټرالیا لپاره په توپ اچونه کې ادم زمپا ۴ او اشټن اګر۲ هندي لوبغاړي وسوځول.
د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ادم زمپا ته ورکړل شوه، میچل مارش بیا د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو، هغه په ۳ لوبو کې ۱۹۴ منډې کړې وې.
زیلنسکي په باخموت کې د جګړې لومړۍ کرښې ته سفر کړی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي نن په باخموت کې د جګړې د لومړۍ کرښې لیدنې ته ورغلی و.
دا ښار چې په وروستیو څو میاشتو کې د سختو جګړو شاهد وو دواړو خواو ته په کې درانه تلفات اوښتي دي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې نن د اوکراین بېلابېلې سیمې د روسیې د هوايي بریدونو د یوې بلې څپې شاهدې وې چې د راپورونو پر بنسټ په کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.
زیلنسکي مسکو تورن کړی چې د ولسي خلکو پر وړاندې وحشیانه ظلم ترسره کوي.
پر اوکراین د روسیې تېری د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۲مه پیل شوی او تر اوسه دوام لري.