د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

ترکيه کې افغان سفارت: وروستۍ زلزلې يو شمېر افغانې کورنۍ هم اغېزمنې کړي دي


ترکيه کې د وروستۍ زلزلې يو انځور
ترکيه کې د وروستۍ زلزلې يو انځور

په ترکیه کې د افغانستان سفارت وايي، په دغه هېواد کې د یوې زورورې زلزلې له امله یو شمېر افغانې کورنۍ هم زیانمنې شوې دي.

د ترکيې په سفارت کې د افغانستان د جمهوري نظام سفير امير محمد رامين ازادي راډيو ته وويل، که څه هم افغانو کورنيو ته د دغې زلزلې له امله د اوښتو زيانونو کره شمېره تر اوسه معلومه نه‌ده، خو په خبره یې دغو کورنیو ته زیات زیانونه اوښتي دي.

نوموړي وويل: "موږ له پیل راهیسې د افغان کورنیو له استازو سره په تماس کې یو، که څه هم د زیانونو کره شمېره نه‌ده معلومه، خو یو شمېر افغانې کورنۍ چې په دریو یا څلورو ولایتونو کې زلزله شوې زیانمنې شوې دي."

په ورته وخت کې په ترکیه کې د افغان ځوانانو یو استازي سید حامد سادات ازادي راډيو ته وویل، چې د سه‌شنبې تر سهاره د ترلاسه شویو شمېرو له‌مخې په دې زلزله کې ۱۶ تنه افغانان مړه شوي دي.

ښاغلي سادات وويل: "تر اوسه پورې ۱۶ تنه مړه شوي او ۱۱۶ نور افغانان ټپیان شوي دي، که څه هم ممکنه ده چې دا شمېره نوره هم زیاته شي. موږ دغو کسانو ته د رسېدو لپاره مرستې راټولوو."

ترکيه کې د زلزلې له امله زرګونه ودانۍ ړنګې شوي دي.
ترکيه کې د زلزلې له امله زرګونه ودانۍ ړنګې شوي دي.

د دې زلزلې یو افغان زیانمن بابر دی.

هغه د خپل بد حالت له امله له موږ سره خبرو کولو ته حاضر نه‌شو خو د بابر یوه ملګري محسن انوري ازادي راډيو ته وویل، چې په دې زلزله کې د نوموړي د کورنۍ څو تنه غړي مړه شوي او مالي زیان هم ور اوښتی دی.

"زما یوه ملګري او خپلوان په دې زلزله کې خپله ناوې او لور له لاسه ورکړل.

نوموړي وويل: "زما یوه ملګري او خپلوان په دې زلزله کې خپله ناوې او لور له لاسه ورکړل. نن ویل کېږي چې حکومت د ترکیې په هاتای ښار کې مرستې کړې دي."

په همدې حال کې د ترکیې حکومت تېره شپه خبرداری ورکړی د هغو ښارونو اوسېدونکي چې د زلزلې له خطر سره مخامخ دي باید شپه له خپلو کورونو بهر تېره کړي.

دوه افغان کډوال نیلاب سعیدي او داود رضايي چې په ادانای ښار کې ژوند کوي ازادي راډیو ته یې وویل، یوه شپه او ورځ یې خوب نه‌دی کړی او ټوله شپه یې په پارکونو او جوماتونو کې تېره کړې.

لا هم ژغورونکې ډلې د پرېوتو ودانيو لاندې د خلکو د را ايستلو هڅې کوي.
لا هم ژغورونکې ډلې د پرېوتو ودانيو لاندې د خلکو د را ايستلو هڅې کوي.

ښاغلی نيلاب سعيدي وايي: "تېره شپه مې له کوره بهر له خپلو کوچنیانو سره په ویره کې تېره کړه، هوا ډېره سړه وه او تر سهاره پورې پارک کې و."

دغه راز داود رضايي وويل: "موږ د سهار تر پنځو بجو پورې په پارک کې وو. زما مور او پلار په تشویش کې وو او د سړو له امله ورته د بدن دردونه پیدا شوي."

موږ د سهار تر پنځو بجو پورې په پارک کې وو

دا په داسې حال کې ده چې په ترکیه کې د افغانستان سفارت وايي، دوی د اړیکو شمېرې په خپلو ټولنیزو پاڼو کې شریکې کړي او دوی دا کار د دې لپاره کړی چې اغېزمنې کورنۍ له سفارت سره اړیکه ونیسي.

د دوشنبې په ورځ د ریښتر په کچه ۷،۸ درجې یوې زورورې زلزلې د ترکیې او سوریې څو ښارونه ولړزول چې له امله یې تر ۵۰۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

وروستي شمېرې ښيي چې په ترکیه کې د دغې پېښې د وژل شویو شمېر ۳۴۰۰ او په سوریه کې تر ۱۶۰۰ ډېر شوی دی.

XS
SM
MD
LG