د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

پاکستان کې نورو هېوادونو ته د تګ په موخه مېشت يو شمېر افغانان پوليسو نيولي


نورو هېوادونو ته د تګ په موخه پاکستان کې مېشت افغانان، انځور - ارشيف
نورو هېوادونو ته د تګ په موخه پاکستان کې مېشت افغانان، انځور - ارشيف

د پاکستان پولیسو تېره شپه ناوخته یو شمېر هغه افغانان نیولي چې په دغه هېواد کې درېیم هېواد ته د تګ په موخه مېشت دي.

افغان خبريال فيروز ايثار، چې دا مهال په پاکستان کې اوسېږي د خپل نیول کېدو کيسه کوي.

نوموړی، چې له یوه کال راهیسې په پاکستان کې دی او بل هېواد ته د تګ په تمه دی، وايي، د پاکستان اسلام اباد په بهارکو سیمه کې پولیسو تېره شپه، دی او ۱۵ نور افغانان ونيول.

"زه د خبريالانو په همکارۍ له حوزې ووتم.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "زه د خبريالانو په همکارۍ له حوزې ووتم. د هغو وطنوالو شمېر چې تېره شپه نيول شوي وو، ١٥ تنه وو او يوازې زه د خپلو همکارانو او خبريالانو په همکارۍ خوشې شوم. دوه ساعته وروسته نور د پيسو په بدل کې خوشې شول."

د ښاغلي ايثار په خبره، شپږ میاشتنۍ ویزه یې درلوده او له ختمېدو وروسته یې بیا د ویزې د تمدید غوښتنه کړې وه، چې په خبره یې له نږدې ۹ میاشتو تېرېدو وروسته یې لا هم د تمديد یا رد کوم ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.

خو ښاغلی ایثار وايي، دوی له هغه اسنادو سره چې د پاکستان له حکومته يې ترلاسه کړي، کولی شي په قانوني توګه د ویزې تر تمدید پورې په پاکستان کې ژوند وکړي.

پاکستاني پوليسو وروستيو کې د قانوني اسنادو د نه‌لرلو له امله سلګونه افغانان نيولي دي.
پاکستاني پوليسو وروستيو کې د قانوني اسنادو د نه‌لرلو له امله سلګونه افغانان نيولي دي.

د ښاغلي ايثار مېرمن، د خپل مېړه د نيول کېدو په تړاو ازادي راډيو ته وويل، د پاکستاني پوليسو له تاوتريخوالي ډک چلند، د دوی ماشومان ویرولی وو، چې په خبره یې تر اوسه يې رواني حالت ښه نه‌دی.

"هغوی له تاوتريخوالي ډک او ډېر بد چلند کاوه، ماشومان یې ډېرو وویرول.

نوموړې وايي: "هغوی له تاوتريخوالي ډک او ډېر بد چلند کاوه، ماشومان یې ډېرو وویرول. لویان هم ویرېدلي وو، څلوېښت دقیقې وروسته له هغه چې نارینه يې يوړل، بیا کور ته ننوتل او له موږ څخه يې وپوښتل چې دلته څه اسناد لرئ،؟ په افغانستان کې مو څه کار کاوه؟ دلته څه کوئ؟ ځينې يې له کمپيوټرونو او اسنادو سره يوړل خو موږ اسناد او کمپيوټرونه په کور کې تر المارۍ لاندې پټ کړي وو، ماشومان له ډاره تر سهاره ويده نه شول او لا هم عادي حالت ته دي راغلي."

هڅه مو وکړه چې له هغو افغانانو سره هم خبرې وکړو چې د پیسو په بدل کې بېرته خوشې شوي دي، خو دوی وویل، چې د امنیتي ستونزو له امله خبرې نه‌شي کولی.

ومو غوښتل چې په دې اړه په پاکستان کې د طالبانو حکومت د سفارت او د دوی د بهرنیو چارو وزارت نظر هم واخلو، خو ځواب مو ترلاسه نه‌کړ.

يو شمېر افغانان چې پاکستاني زندان کې بنديان دي.
يو شمېر افغانان چې پاکستاني زندان کې بنديان دي.

د پاکستان په اسلام اباد او راولپنډۍ کې افغان کډوال په داسې حال کې د دغه هېواد د پولیسو له‌خوا نیول کېږي چې د دغه هېواد ته د درملنې لپاره تللي په سلګونه افغانان له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د کراچۍ په زندانونو کې شپې سبا کوي.

په دې موده کې د تاج محمد، عبدالخلیل او ولي خان په نومونو درې افغانان د سختې ناروغۍ او د روغتیايي اسانتیاوو ته د نه لاس‌رسي له امله مړه شوي او د کورنۍ غړي یې لا هم په زندان کې دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، چې د دغو افغانانو د خوشې کولو او افغانستان ته یې د بېرته ستنولو هڅې دوام لري او تر اوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۷۸۳ کسان د کراچۍ له زندانونو خوشې او افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG