د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

د پاکستان د کراچۍ په زندان کې درېیم افغان هم ومړ


د کراچۍ یو زندان
د کراچۍ یو زندان

ولي خان درې میاشتې وړاندې، له خپلې لور تور بي بي سره، د درملنې لپاره پاکستان ته تللی و، خو د د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د کراچۍ په لنډې زندان کې بندي او د سختې ناروغۍ او د طبي اسانتیاوو د نشتوالي له امله مړ شو.

د پاکستان د کراچۍ په زندان کې درېیم افغان هم ومړ.

له تاج محمد او عبدالخلیل وروسته ولي خان درېیم زنداني دی چې د پاکستان په زندان کې مري.

ولي خان درې میاشتې وړاندې، له خپلې لور تور بي بي سره، د درملنې لپاره پاکستان ته تللی و، خو د د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د کراچۍ په لنډې زندان کې بندي او د سختې ناروغۍ او د طبي اسانتیاوو د نشتوالي له امله مړ شو.

منزه کاکړ په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکيلې هم د ولي خان مړينه تاييد او ازادي راډيو ته يې وويل: "د ولي خان په نامه يو افغان د کراچۍ په لنډې زندان کې مړ شوی دی، چې لامل يې شديده ناروغي ښودل شوې. په زندان کې د دوی درملنه لکه څنګه چې بايد وشي، نه کېږي. اوس هم د کراچۍ په سنټرال او لنډې زندان کې سرطاني ناروغان او هغه ناروغان چې د پښتورګو او نورې ناروغۍ لري شته او مونږ بار بار د هغوی لپاره د عدالت غوښتنه کړې."

په همدې حال کې د عبدالخلیل په نوم د يوه افغان کډوال کورنۍ چې د سرطان ناروغۍ له امله له خپلې مېرمنې او د مېرمنې ورور او مېرمن سره يې پاکستان ته تللی و او د پاکستان په زندان کې مړ شو، وايي چې د پلار جسد یې د ښخولو لپاره ترلاسه کړی، خو د دوی مور چې هغه هم ناروغه ده او د خاوند له مړینې خبره نه ده، اوس هم د پاکستان په کراچۍ کې بندي ده.

د عبدالخليل زوی فواد زيارمل په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "همدا چې کراچۍ ته ورسېدل، ونیول شول او زندان ته ولېږدول شول. هر څومره مو چې هڅه وکړه ومو نه شو کولای چې کوم معلومات تر لاسه کړو. بلاخره د ټولنیزو رسنيو له لارې خبر شولو چې پلار مې وفات شوی. بیا د سفارت او سفیر صیب په مرسته مو وکولای شو چې جنازه انتقال کړو. مور، ماما او د ماما ښځه مې لا هم په زندان کې دي. مونږ جنازه دفن کړه، خیر و خیرات مو وکړ، خو مور مې لا هم نه ده خبره."

هغه د پاکستان له حکومت او طالبانو غواړي چې د هغه مور په خوشې کولو کې دې جدي مرسته وکړي، چې ناروغه ده او څلور ځله عمليات شوې.

د ازادي راډیو خبریال په دې اړه په پاکستان کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره خبرې وکړې، چې ولې د بندیانو خوشې کول او بېرته ستنېدل ډېر وخت نیسي؟

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو د حکومت قونسل جنرال سعید عبدالجبار تخاري ازادي راډیو ته په ځواب کې وویل چې د پاکستان حکومت له دوی سره لازمه همکاري نه کوي.

افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې له سختو شرایطو سره مخ دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:11 0:00

خو تخاري د ۱۵۰ بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکوي او وايي چې ډېر ژر به بېرته افغانستان ته ستانه شي.

هغه زیاتوي: "تر اوسه پورې په دې زندان کې ۱۰۰۱ تنه بندیان دي، چې ۱۳۸ یې ښځې، ۱۵۰ یې ماشومان او ۷۱۳ یې نارینه دي، چې له نېکه مرغه ۱۵۲ یې خوشې شوي او په راتلونکو دوو یا درېیو ورځو کې به هېواد ته ستانه شي. له ۱۵۰ تنو څخه ۲۴ تنه په سند ايالت کې او پاتې نور يې د کراچۍ په زندان کې دي."

د تخاري په وینا، په هغو کسانو کې چې خوشې شوي او افغانستان ته د ستنېدو په حال کې دي، بي بي پري ګل د عبدالخلیل مېرمن نه شته، هغه لا هم په زندان کې ده.

له دې مخکې د پاکستان له مرکزي او نورو زندانونو نه شاوخوا ۸۷۳ افغان بنديان خوشې شوي او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG