د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

په ترکیه کې د زلزلې له کبله د ۳۵ نورو افغان کډوالو مړینه تایید شوه


د ترکیې په یوه سیمه کې نړېدلې ودانۍ
د ترکیې په یوه سیمه کې نړېدلې ودانۍ

په انقره کې د افغانستان د سفارت قونسل پسرلي حکیمي ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي پیغام کې تایید کړه چې پرون په ادیامان ولایت کې د ۳۵ افغانانو مړینه تثبیت شوه.

په ترکیه کې د افغانستان سفارت تر زلزلې راوروسته د یو شمېر افغان کډوالو برخلیک ته اندېښنه لري.

په انقره کې د افغانستان د سفارت قونسل پسرلي حکیمي ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي پیغام کې تایید کړه چې پرون په ادیامان ولایت کې د ۳۵ افغانانو مړینه تثبیت شوه.

حکیمي وايي چې تر اوسه دا نه شي ویلای چې څومره افغانان به د دې زلزلې قرباني شوي وي.

ځینو رسنیو په ترکیه کې د افغان کډوالو د ټولنې په وینا خبر ورکړی دی چې ښایي د افغانانو تلفات د دې زلزلې له امله د دو سوو او درې سوو ترمنځ وي، خو په انقره کې د افغانستان قونسل حکیمي ازادي راډیو ته وویل چې دا شمېرې نه شي تاییدولای ځکه چې لاهم د ژغورنې هڅې روانې دي.

حکیمي وویل: "کله چې زموږ هیئت سیمې ته ولاړ شي او وضعیت وارزوي نو هغه مهال بیا ویلای شو چې څومره کسان تلف شوي دي، خو دا اوازې شته ځینې وایي دوه سوه، ځینې وایي درې سوه حتی ځینې تر درې سوه پورته شمېرې هم ښیي، خو موږ دا په بشپړه توګه نه شو تاییدولای، خو داسې اټکل کېږي چې د قربانیانو شمېرې به زیاتې شي."

د ترکې د تېر اوونۍ په زلزل کې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او زرګونه کورونه هم ویجاړ شوي دي.
د ترکې د تېر اوونۍ په زلزل کې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او زرګونه کورونه هم ویجاړ شوي دي.

په انقره کې د افغانستان قونسل وایي چې څو زلزله ځپلو ښارونو ته یې پلاوي تللي چې د قربانیانو دقیقې شمېرې راغونډې کړي.

تر دې مخکې په ترکیه کې د اتیا افغان کډوالو مړینه تایید شوې وه چې په ادیامان ولایت کې له پرونیو شمېرو سره تر دې دمه په دې زلزله کې د مړو شویو افغانانو شمېر ۱۵۰ ته ورسېد.

پسرلي حکیمي پرون ازادي راډیو ته ویلي و چې د ترکیې په زلزله کې د اتیا مړو شویو افغانانو مړي خاورو ته سپارل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د اټکل له مخې شاوخوا درې لکه افغان کډوال په ترکیه ژوند کوي چې نیمایي یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د دې کډوالو لویه برخه د ترکیې په خوارو ولایتونو کې ژوند کوي، دا هغه سیمې دي چې د دوشنبې د ورځې زلزلې ډېر ځپلې دي او په دې سیمو کې تر اوسه د وژل شویو، ټپي شویو او ورکو شویو شمېر لسګونو زرو ته رسېدلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG