د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

ترکيه او سوريه کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۰زره ته ورسېد


ترکيه کې د زلزلې له امله د قربانيانو انځور
ترکيه کې د زلزلې له امله د قربانيانو انځور

په داسې حال کې چې د ترکیې او سوریې د دوشنبې د ورځې د زلزلې د مرګ‌ژوبلو شمېر په زیاتېدو دی، ژغورونکو ډلو د دې لپاره هلې ځلې تېزې کړي چې د نورې واورې د ورېدو او همدا راز د اوبو د کمېدو او د برښنا د پرچاو کېدو له کبله د یوه بل ناورین خبرداری ورکول شوی دی.

د نقیب الله په نوم یوه افغان، چې په ترکیه کې کاروبار کوي، تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د هوا خرابوالي هم د مرستو رسولو چارې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

نوموړي وويل: "د افغانانو د مرګ‌ژوبلو شمېر دقیق معلوم نه‌دی ځکه چې افغانان تیت پرک اوسي خو ډېر د زلزله ځپلو سیمو په کرنیزو ولایتونو کې اوسي او هلته په کروندګرۍ بوخت دي."

د ترکیې د رسنیو د راپور له‌مخې، تر اوسه پورې نژدې ۸ زره تنه کسان د نړېدلیو ودانیو له کنډوالو را ایستل شوي دي.

ترکيه کې د زلزلې له امله د رامنځته شوې ويجاړۍ انځور
ترکيه کې د زلزلې له امله د رامنځته شوې ويجاړۍ انځور

په ترکیه او سوریه کې دې زلزلې زرګونه کورونه نړولي او لسګونه زره خلک په تېره بیا په جنګ ځپلې سوریه کې لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګروملتو یو کاروان پرون (پنجشنبه) بریالی شو چې په لومړي وار د سوریې د شمال لوېدیځ زلزله ځپلې سیمې ته واوړي.

د لوېدیځ بندیزونو په سوریه کې د بشري مرستو رسولو چارې ستونزمنې کړي او فعالان ویره لري چې د سوریې رژیم به د هغو مرستو مخه ونیسي چې د دغه رژیم د مخالفانو تر لاس لاندې زلزله ځپلو سیمو ته استول کېږي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان زلزله ځپلیو ته د حکومت په مرستو کې نیمګړتیاوې ومنلې خو ټینګار یې وکړ چې وضعیت اوس تر کنټرول لاندې دی.

ترکيه کې د زلزلې له امله د رامنځته شوې ويجاړۍ انځور
ترکيه کې د زلزلې له امله د رامنځته شوې ويجاړۍ انځور

په ترکیه کې د زلزلې له کبله د لسګونو افغانانو د مرګ‌ژوبلو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

نقیب الله وايي، د ترکیې په درو ولایتونو کې، چې زلزلې ډیر ځپلي، افغانان په کروندګرۍ بوخت دي.

نوموړی وايي: "هوا ډېره سړه ده، واورې دی او شدید یخ، له دې کبله د مرستو رسولو چارې ورو شوي او دې مسلې په ترکیه کې څه نا څه د خلکو انتقادونه هم پارلولي دي."

په همدې حال کې د ملګروملتو له لوري ۶ لارۍ، چې خیمې او خوراکي مواد په‌کې بار وو، د پنجشنبې په ورځ د ترکیې له خاورې د باب الحوا له سرحدي لارې د سوریې شمال لوېدیځ ته واوښتې.

"هوا ډېره سړه ده، واورې دی او شدید یخ، له دې کبله د مرستو رسولو چارې ورو شوي

دا د ترکیې او د سوریې ترمنځ د بشارلاسد د حکومت د مخالفانو تر کنټرول لاندې سیمو ته د بشري مرستو د لېږلو لپاره یوازینۍ لار ده.

د مرستې رسولو یوه مسوول سي این این ټلوېزیون ته وویل چې، د سوریې په زلزله ځپلیو سیمو کې خلکو ته د مرستو رسول خورا ستونزمن دي ځکه چې زلزلې په پوله کې تېرې شوې لارې ویجاړې کړي دي.

د ترکیې پارلمان پرون په خپلو رایو پرېکړه وکړه چې په لسو زلزله ځپلیو ولایتونو کې دې د درو میاشتو لپاره بېړنی حالت اعلان شي.

له بلې خوا د اروپايي اتحادیې ۲۷ مشرانو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په یوه لیک کې د دغه هېواد له ولس سره پیوستون اعلان کړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG