د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

ځینو ورځپاڼو د کابل هوايي ډګر کې د ګڼې ګوڼې په اړه مقالې خپرې کړي


طالبانو د کابل له نړیوال هوايي ډګره د خلکو لېږد دروغ وباله
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:49 0:00

پرون ماښام یو شمېر کسانو د کابل هوايي ډګر ته ځانونه ورسول چې ګنې ترکیې ته خلک وړل کېږي.

څو ورځپاڼو د کابل هوايي ډګر کې د لسګونه افغانانو د ګڼې ګوڼې په اړه مقالې خپرې کړي.

سټارز انډ سټرایپس:

سټارز انډ سټرایپس لیکلي ګڼو افغانانو تر هغو اوازو وروسته د کابل هوايي ډګر ته ځانونه ورسول چې د زلزله ځپلو ترکانو سره د مرستې لپاره له افغانستانه خلک بیايي.

د سټرایپس په لیکنه دې صحنې د ۲۰۲۱ کال د اګست وروستۍ ورځې تازه کړې چې هلته لسګونه زره کسان د کابل هوايي ډګر شاوخوا دېره وو او هر یوه هڅه کوله چې په الوتکو کې له افغانستانه ووځي.

ورځپاڼې د سیدعبدالغفار په نوم د یوه افغان ځوان خبرې راخیستي چې ویلي یې دي اوازې یې اورېدلې وې چې خلک د مرستې لپاره ترکیې ته بیایي نو ده هم په دې نیت ځان هوايي ډګر ته ورساوه.

سیدغفار زیاته کړې دا ښايي د ده لپاره یوه موقع هم وه چې له هېواده ووځي.

طالب چارواکو بیا دا اوازې رد کړې او ویې ویل داسې څه الوتنې نه ترسره کېږي او خلک دې هم هوايي ډګر سره ګڼه ګوڼه نه جوړوي.

انډېپنډنټ:

انډېپنډنټ ورځپاڼې هم د کابل د هوايي ډګر د ګڼې ګوڼې په پېښه باندې یوه مقاله خپره کړې.

انډېپنډنټ لیکلي ناهیلي افغانان د یوې ناسمې اوازې په خاطر په سړه هوا کې د کابل هوايي ډګر شاوخوا څو ساعته پاتې شول.

په مقاله کې راغلي چې سلګونه کسانو د کابل هوايي ډګر ته منډې ور وهلې او دې سیمې ته په غځېدلو لارو کې سخت رش جوړ وو.

ظاهراً دغو خلکو غوښتل په داوطلبانه توګه د ترکیې له خلکو سره د مرستې لپاره ودانګي.

دوی تر هغو اوازو وروسته د کابل هوايي ډګر ته ځانونه رسولي وو چې ګواکې د ترکیې سفارت غواړي افغانان د مرستې لپاره بوځي.

انډېپنډنټ لیکلي د کابل هوايي ډګر کې حیرانوونکي وضعیت وښوده چې د طالبانو د واکمنۍ د اتلسو میاشتو په تېرېدو افغانان څنګه لا هم د طالبانو له سختدریځیو د تېښتې په لټه کې دي.

د اروپايي خبریالانو فدراسیون:

د اروپايي خبریالانو فدراسیون د افغان – فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي په اړه یوه اعلامیه ورکړې.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې بهبودي باید سمدستي د طالبانو له قیده خوشې شي.

مرتضی بهبودي د جنوري په اوومه په کابل کې نیول شوی دی.

د اروپايي خبریالانو د فدراسیون په اعلامیه کې راغلي چې د فرانسوي خبریالانو پنځلسو ټولنو، د خبریالانو له نړیوالو او اروپايي بنسټونو سره په ګډه د بهبودي د خوشې کېدو لپاره غږ پورته کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG