د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

د ترکیې ولسمشر: د مرګونې زلزلې د وژل شویو شمېر څه باندې ۱۴ زرو ته رسېدلی


TURKEY-QUAKE/SYRIA
TURKEY-QUAKE/SYRIA

د ترکیې ولسمشر ویلي د مرګونې زلزلې د وژل شویو شمېر څه باندې ۱۴ زرو ته رسېدلی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پنجشنبې په ورځ غازي عین تیپ ښار ته تللی وو او هلته یې د زلزلې له امله ورانې شوې سیمې او زیانمن خلک وکتل.

اردوغان رسنیو ته وویل چې څه باندې څوارلس زره کسان تر دې دمه مړه شوي او د ټپيانو شمېر له ۶۳ زرو اوښتی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوې زلزله ځپلې سیمې څخه د لیدنې پرمهال
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوې زلزله ځپلې سیمې څخه د لیدنې پرمهال

د راپورونو له مخې په زرګونه وژل شویو خلکو کې لږ تر لږه دوه سوه افغانان هم شامل دي، خو په انقره کې افغان سفارت وايي چې دا شمېرې رسمي نه دي او یواځې هلته مېشتو افغانانو ورته راپور کړي.

په ترکیه کې د افغانستان د سفارت د معلوماتو له مخې افغانانو ته ډېر زیانونه په هاتای او غازي عین تیپ ښارونو کې رسېدلي ځکه ګڼ افغانان همدې دوو ښارونو کې مېشت دي.

د تېرې دوشنبې د ورځې زلزلې چې قدرت یې د ریښترپه کچه ۷،۸ ثبت شوی، په ترکیه او سوریه کې په سلګونو ودانۍ بشپړې ویجاړې کړې دي.

ساعت په ساعت د دې زلزلې له امله د مرګژوبلو شمېر په بدلېدو دي او وېره یې شته چې راتلونکو ورځو کې لا پسې ارقام لوړ لاړ شي ځکه ګڼ خلک لا هم د نړېدلو ودانیو ترخاورو خښتو لاندې دي.

ژغورونکي د ترکیې او سوریې په بیلابیلو ښارونو کې د مرګونې زلزلې له امله د ورانو ودانیو لاندې د احتمالي بند پاتې کسانو د ژغورنې هڅې کوي.

په ځینو سیمو کې بیا دا هڅې د سړې هوا له امله ټکنۍ شوې هم دي.

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره د مرستې ډاډ ورکړی او خپل مرستندویه ټیمونه یې ورلېږلي دي.

د اروپايي ټولنې ۲۷ غړیو هېوادونو د ترکیې او سوریې له زیانمنو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې چمتو دي مرستې ورسره وکړي.

د اروپايي ټولنې مشرانو هم په بروکسل کې د اروپايي ټولنې په سرمشریزه کې د ترکیې او سوریې د لویې زلزلې د قربانیانو لپاره د یوې دقیقې چوپتیا غوره کړه.

د اروپايي شورا مشر چارلس میشل له زیانمنو سره د مرستې چمتووالي ډاډ ورکړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG