د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

ترکیه کې د زلزلې له کبله د مړو شویو ۸۰ افغانانو مړي خاورو ته سپارل شوي


هاتای د عثمانیې او غازیان تېپ ترڅنګ د ترکیې د جنوب هغه سیمې دي چې د دوشنبې د ورځې ترټولو زیات تلفات لري.
هاتای د عثمانیې او غازیان تېپ ترڅنګ د ترکیې د جنوب هغه سیمې دي چې د دوشنبې د ورځې ترټولو زیات تلفات لري.

په ترکیه کې د افغانستان سفارت وايي، د ترکیې د جنوب له درېیو زلزله ځپلو سیمو څخه یوازې په یوه کې د مړو شویو اتیا افغانانو مړي خاورو ته سپارل شوي دي.

هاتای د عثمانیې او غازیان تېپ ترڅنګ د ترکیې د جنوب هغه سیمې دي چې د دوشنبې د ورځې تر ټولو زیات تلفات لري.

په انقره کې د افغانستان قونسلګري وايي چې د هاتای په یوه سیمه کې د زلزلې په نتیجه کې تراوسه د مړو شویو شاوخوا اتیا افغانانو مړي خاورو ته سپارل شوي دي.

د افغانستان قونسل پسرلي حکیمي نن ازادۍ راډیو ته وویل: "د سفارت له خوا یو ټیم د هاتای، عثمانیې او غازیان تېپ ښارونو ته استول شوی دی. اوسمهال دوی په هاتای کې دي. هلته ډېر شمېر افغانان ژوند کوي تازه او دقیق معلومات چې موږ ته رارسېدلي، یوازې د هاتای له یوه محل څخه چې هواکینت نومېږي له اویا تر اتیا پورې کسان خاورو ته سپارل شوي دي."

حکیمي زیاته کړه چې د افغانستان د سفارت مرستندوی ټیم په سیمه کې دی او هڅه کوي چې د زلزلې له کبله نورو اغېزمنو خلکو ته مرستې ورسوي.

په انقره کې د افغانستان قونسل پسرلی حکیمي
په انقره کې د افغانستان قونسل پسرلی حکیمي

هغه دې پوښتنې ته چې آیا دا مرستې له کابله رارسېدلې دي که نه په ځواب کې وویل چې دا مرستې د سفارت له خپلو امکاناتو او په ترکیه کې د دېره افغان کډوالو له بسپنو څخه ځانګړې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه: "دا مرستې د افغانستان سفارت او دلته مېشت د افغان مهاجرینو د ټولنو په هڅو او همغږۍ راټولې شوي، نو دا مرستې ډېری د هغو افغانانو له خوا چې دلته اوسېږي شوې دي."

هاتای د ترکیې د جنوب هغه سیمه ده چې د سوریې له زلزله ځپلي حلب ولایت سره په څنګ کې پرته ده. په انقره کې افغان قونسلګرۍ مخکې ویلي وو چې د ترکیې په زلزله کې ښايي تر ۲۰۰ پورې افغان وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.

په همدې حال کې د طالبانو سرچیني وايي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له خپل ترک سیال مولود چاووش اوغلو سره په ټیلفوني خبرو کې د دې زلزلې په اړه خبرې کړي.

د طالبانو حکومت د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د ۱۵ میلیون افغانیو مرسته مخکې اعلان کړې وه.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وايي چې متقي چاووش اوغلو ته له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د بېړنیو روغتیايي ټیمونو او د نورو مرستو استولو ته تیاري وښوده.

په ترکیه او سوریه کې د دوشنبې ورځې د زلزلې له کبله د مړینو ټول شمېر نن د چارواکو په وینا له ۲۱ زرو واوښت.

چارواکي وايي، د سړې هوا له کبله د نړېدلو ودانیو له کنډوالو څخه د خلکو د رااېستلو عملیات له ستونزو سره مخامخ دي.
چارواکي وايي، د سړې هوا له کبله د نړېدلو ودانیو له کنډوالو څخه د خلکو د رااېستلو عملیات له ستونزو سره مخامخ دي.

په دې ډله کې په ترکیه کې د شاوخوا ۱۸ زرو او په سوریه کې له دریو زرو د زیاتو کسانو مړینه تایید شوې ده.

چارواکي وايي، د سړې هوا له کبله د نړېدلو ودانیو له کنډوالو څخه د خلکو د رااېستلو عملیات له ستونزو سره مخامخ دي.

خو په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې ژغورونکو ډلو پر زلزلې د ۱۰۴ ساعتو له اوښتو وروسته د زینب په نوم یوه ۴۰ کلنه ښځه له کنډوالو لاندې ژوندۍ راواېسته.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG