د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د افغان نوښتګر هنرمند 'غفار ظلام' مړینه لویه ضایع وبلل شوه


د سینما او تیاتر افغان لوبغاړی غفار ظلام د دوشنبې په ورځ په جرمني کې مړ شو.
د سینما او تیاتر افغان لوبغاړی غفار ظلام د دوشنبې په ورځ په جرمني کې مړ شو.

د غفار ظلام یوه زوی صفي الله ازادي راډيو ته وویل، پلار یې چې د زړه له ناروغۍ رنځېده، غوښتل یې د جرمني په یوه روغتون کې عملیات وکړي، خو تر عملیاتو مخکې یې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه.

د سینما او تیاتر افغان لوبغاړی غفار ظلام د دوشنبې په ورځ په جرمني کې ومړ.

غفار ظلام د افغانستان مشهور هنرمند و.

د هغه د کورنۍ د غړو په وینا، نوموړی د دوشنبې په ورځ د زړه د حملې له امله په جرمني کې ومړ.

د غفار ظلام یوه زوی صفي الله ازادي راډيو ته وویل، پلار یې چې د زړه له ناروغۍ رنځېده، غوښتل یې د جرمني په یوه روغتون کې عملیات وکړي، خو تر عملیاتو مخکې یې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه.

هغه وویل: "درې ورځې مخکې یې چې معاینه وکړه، د زړه والونه یې بند شوي وو، په همدې خاطر پرون یې غوښتل چې د بن په یوه روغتون کې عملیات وکړي، خو له بده مرغه په روغتون عملیات ته ځای نه و. سهار نهه بجې یې له روغتون څخه زنګ وکړ چې حمله پرې راغلې ده او حمله یې جدي ده چې بلاخره یې لس بجې او ۱۷ دقیقې ځان حق ته وسپاره."

د صفي الله په وینا، پلار یې په ډېرو فلمونو او سریالونو کې رول لوبولی و چې ګڼ مینه وال یې درلودل.

د ظلام یو شمېر همکاران او هنرمندان د هغه مړینه د سینما او تیاتر په برخه کې لویه ضایع بولي.

د افغانستان د ملي تلوېزیون مخکېني مرستیال عبدالغني مدقق ازادي راډيو ته وویل چې غفار ظلام د ملي تلوېزیون په ګڼو سریالونو او تمثیلي ټوټو کې کامیابه رولونه لوبولي وو.

د افغانستان د ملي تلوېزیون مخکېنی مرستیال عبدالغني مدقق
د افغانستان د ملي تلوېزیون مخکېنی مرستیال عبدالغني مدقق

هغه وویل: "ښاغلي ظلام څلوېښت کاله د سینما، تیاتر او فلمونو په برخه کې کار وکړ او په ګڼو فلمونو او سریالونو کې یې برخه اخیستې وه چې مړینه یې لویه ضایع ده."

د افغانستان مشهورې هنرمندې یاسمین یارمل چې له ښاغلي غفار ظلام سره یې په عشق پیري سریال کې د هغه د مېرمنې رول لوبولی، ازادي راډيو ته وویل چې نوموړي یوازې د تیاتر په برخه کې نه، بلکې د سینما په برخه کې هم ارزښتمن کارونه کړي دي.

یارمل وویل: "هغه جملې چې هغه په سریال کې ویلې، د خلکو په ژبه وې او په خلکو ‌ډېر ګران و. رښتیا هم داسې هنرمند و چې نه شي کېدلای ځای یې ډک شي. په هنري کارونو کې یې چې کوم خلاقیت درلود، بې نظیره او بې بدیله و او په ډېره لوړه سطحه تمثیل یې کاوه چې په نورو ممثلانو یې هم ښه اغېز کاوه. هغه نه یوازې یو ښه لوبغاړی و، بلکې ښه لیکوال او لارښود هم و."

د اغلې یارمل په خبره، غفار ظلام ډېر کلونه د تیاتر په ملي ریاست کې تېر کړل او په ډېرو تمثیلي ټوټو کې یې رولونه ولوبول.

د غفار ظلام یو بل همکار او ممثل راتب ندیم وايي، نوموړی یو ټولنیز او صمیمي انسان و چې ټولو ته ګران و.

هغه وویل: "د افغانستان د تیاتر یو بې بدیله شخصیت، ډېر صمیمي او د ښه رویې څښتن لوبغاړی و، له ټولو همکارانو سره یې ښه چلند کاوه، ځکه ټولو ته ګران هم و. اوس چې زموږ په منځ کې نه شته، د سینما ټول لوبغاړی یې خفه کړي دي."

غفار ظلام چې د ممثل، لارښود او لیکوال په توګه د تیاتیر د ډېرو تمثیلي ټوټو په جوړولو کې ونډه درلوده، په ۲۰۲۱ کال د جمهوري نظام تر ړنګېدو ورسته جرمني ته کډوال شوی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG