د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

د موسيقۍ نړيوالې شورا د طالبانو له‌خوا پر موسيقۍ بنديز کلتور وژنه بللې


د افغانستان د موسيقۍ د ملي انستيتوت زده کوونکي
د افغانستان د موسيقۍ د ملي انستيتوت زده کوونکي

د موسیقۍ نړیوالې شورا په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر موسیقۍ بندیز غندلی او دا یې د کلتور او موسیقۍ نسل وژنه بللې ده.

افغان پېژندل شوې سندر غاړې زرڅانګه چې په پېښور کې اوسیږي، وایي د طالبانو له راتګ وروسته یې افغانستان ته د پروګرامونو لپاره سندرو ویلو ته څوک نه ورغواړي.

بیا به خلک وایي چې زرڅانګه مشهوره سندرغاړې وه، په خېمه کې مړه شوه.

هغه چې له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ ده ازادي راډیو ته یې وویل، د همدې سندرو ویلو له لارې یې د کورنۍ نفقه برابروله خو اوس یې ورځ تر بلې اقتصادي حالت خرابیږي.

نوموړې چې دم ګړۍ په پېښور کې تر خېمې لاندې د پردېسۍ شپې ورځې تېروي وايي: "مرګ خو شته بچیه، په دا خیمې کې چې مرګ راځي بیا به خلک وایي چې زرڅانګه مشهوره سندرغاړې وه، په خېمه کې مړه شوه. دا ارمان مې دی چې یوه کوټه مې وه."

دا یوازې زر څانګه نه‌ده چې له بد اقتصادي حالت سره مخ ده او وایي چې د سندرو ویلو ازادي یې ورنه اخیستل شوې ده، بلکې نور هنرمندان هم له ورته برخلیک سره مخ شوي دي.

طالبانو په افغانستان کې د واک بیاځلي تر لاسه کولو څخه وروسته په تېرو نږدې شپاړسو میاشتو کې د موسیقۍ په خپرولو او اورېدلو بندیز لګولی دی.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

یو شمېر افغان سندرغاړي چې له افغانستانه بهر دي وايي، د اوسني وضعیت دوام به په اوږد مهالي کې افغان موسیقۍ ته سخته ضربه ورکړي.

سندرغاړې فريده ترانه وايي، موسيقي د دې ترڅنګ چې په ټولنه کې د خوښۍ لامل کېږي، د نورو هېوادونو له خلکو سره مرسته کوي، چې د يوه هېواد له کلتور سره بلد شي.

هغه ټولنه چې متاسفانه په هغې کې د موسیقۍ هیڅ رنګ او بوی نه‌شته."

اغلې فريده وايي: "له بده مرغه دا خپله کولی شي چې یوه لویه ضربه هم د یوه هېواد او هم د ټولنې د خلکو اقتصاد ته وي او روح روان خو هسې هم شدیده ضربه لیدلې ده. ټولنه له تاوتریخوالي ډک حالت پر لور روانه ده، هغه ټولنه چې متاسفانه په هغې کې د موسیقۍ هیڅ رنګ او بوی نه‌شته."

دا په داسې حال کې ده چې د موسيقۍ نړيوالې شورا د سه‌شنبې په ورځ په افغانستان کې د موسيقۍ د حقونو د وضعيت په اړه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د موسيقي بندول او د موسيقۍ حق تر پښو لاندې کول په کلکه غندلي او د افغانانو د موسيقۍ د حقوقو د بیا پر ځای کېدو غوښتنه يې کړې ده.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې طالبانو نن هم د خپلې واکمنۍ د لومړۍ دورې په څېر یو ځل بیا افغانستان په یوه خاموشه هېواد بدل کړی او خلک یې د ماشومانو او لویانو په ګډون د موسیقۍ له حقونو بې برخې کړي دي.

د افغانستان د موسيقۍ د ملي انستيتوت زده‌کوونکي، انځور - ارشيف
د افغانستان د موسيقۍ د ملي انستيتوت زده‌کوونکي، انځور - ارشيف

د موسیقۍ د نړیوالې شورا په اعلامیه کې په افغانستان کې پر موسیقۍ بندیز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له نړیوالې اعلامیې ښکاره سرغړونه بلل شوې ده.

د اعلامیې پر بنسټ، د ملګرو ملتونو د حقونو نړیواله اعلامیه وايي: "هر څوک حق لري چې د ټولنې په کلتوري ژوند کې په ازاد ډول برخه واخلي او له هنرونو څخه خوند واخلي."

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو نوموړي د تېر کال په جدي میاشت کې ازادي راډیو ته ویلي، و، چې موسیقي د اسلام د دین له نظره حرام ده.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت مشر او بنسټګر احمد ناصر سرمست چې په دې وروستیو کې یې د موسیقۍ له نړیوالې شورا څخه د "د موسیقۍ د حقونو د اتل" لقب ترلاسه کړی، ازادي راډیو ته وویل، هغه افغان هنرمندان او سندرغاړي چې له افغانستانه بهر دي؛ د افغاني موسيقۍ د هنر د ساتنې مسووليت لري.

د عامه ذهنیت په وېښولو او خپرولو کې مرسته وکړي او نړۍ خبره کړي چې نن په افغانستان کې څه روان دي؟

نوموړی وايي: "د افغانستان هنرمندان او په ځانګړي ډول د موسیقۍ مینه‌وال دنده لري چې د افغاني موسیقۍ د مقام د ساتلو او له افغانستانه بهر د نوي نسل لپاره د شرایطو د برابرولو لپاره کار وکړي. د عامه ذهنیت په وېښولو او خپرولو کې مرسته وکړي او نړۍ خبره کړي چې نن په افغانستان کې څه روان دي؟ او د افغان هنرمندان په څه حالت کې دي. دوی دې خپل هر پروګرام او کنسرت دې د طالبان د کلتور او موسیقۍ ضد سیاست په وړاندې په یو احتجاج بدل کړي."

د موسيقۍ نړیواله شورا چې له ۱۵۰ هېوادونو له زرو زیات غړي سازمانونه لري، اعلان کړی، چې د موسيقۍ د پینځو حقونو د تطبیق او تضمین له‌پاره دې دا شورا هڅه او مبارزه وکړي.

د موسیقۍ نړیواله شورا له ۱۹۴۹کال راهیسې فعالیت کوي او په نړۍ کې د موسیقۍ د حقونو او هنرمندانو لپاره د عدالت غوښتنې تر ټولو لویه شبکه ده.

XS
SM
MD
LG