د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

په ابوظبي کمپ کې ځینې مېشت افغان کډوال له خپل نامعلوم برخلیکه سر ټکوي


د ابوظبي کمپ کې یو شمېر افغانان
د ابوظبي کمپ کې یو شمېر افغانان

د ابوظبي په کمپ کې یو شمېر مېشت افغان کډوال له خپل نامعلوم برخلیکه سر ټکوي.

د ابوظبۍ په کمپ کې پراته یو شمېر افغان کډوال چې امریکا ته د تګ په هیله دغلته شپې سبا کوي د خپل نامعلوم برخلیک معلومول غواړي.

د تېر جمهوري نظام پخوانۍ نظامي څارنواله سلطانه خاک نجات چې له تېر یو نیم کال راهیسې د ابوظبي په کمپ کې مېشته ده وايي، اته میاشتې وړاندې یې امریکا د تګ لپاره ټول کارونه بشپړ شوي، خو لا هم انتظار ده او دغه حالت یې ځوروي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "اته-نهه میاشتې کېږي چې د خپل کېس کارونه مې بشپړ شوي، خو یوازې انتظار راپاتې دی. که کله هم موږ غواړو د خپل کېس په اړه پوه شو نو آی او ایم ته ایمیل کوو او آی او ایم زموږ ایمیلونه نور ځایونو ته لېږي او وايي چې ستاسو کېس اپروف شوی نه دی. نو موږ دا اته میاشتې کېږي چې انتظار یو او دغه حالت موږ سخت ځوروي."

ارشیف، د ابوظبي کمپ کې یو شمېر افغانان
ارشیف، د ابوظبي کمپ کې یو شمېر افغانان

په دغه کمپ کې یوه بله کډوال شوې افغانه زینت هم له ورته حالته رنځ وړي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "موږ چې کله اړوند بنسټونو لکه یو ایس سي آی ایس USCIS، آی او ایم IOM او عربانو ته مراجعه کوو موږ ته واضح ځواب نه راکوي. په داسې حال کې چې دلته ځینې کسان نه کېسونه لري او که لري یې هم نو کارونه یې بشپړ شوي او امریکا ته لاړل، خو موږ تر اوسه امریکا ته نه یو انتقال شوي."

د ابوظبي په کمپ کې یوه بله افغان کډواله حریر احمدي چې د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې استاده وه له امریکا غواړي چې دوی ژر انتقال کړي.

احمدي وویل: "زموږ غوښتنه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د کډوالو له ادارې دا ده چې موږ ۱۵۰۰ کسان چې پې یو او پي ټو کېسونه لرو او کارونه مو بشپړ شوي دي، یوازې او یوازې ټکټونو ته په تمه یو موږ دې ژر تر ژره امریکا ته انتقال کړي."

له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول، هغه کسانو چې له امریکایانو سره یې به بېلابېلو ملکي او نظامي برخو کې کار کړی وو ډېرو افغانستان پرېښود او یا هم د سیمې بېلابېلو هېوادونو ته انتقال شول چې ډېر شمېر یې لا هم امریکا ته نه دي انتقال شوي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو هغه کسان چې له امریکا سره یې کار کړی د هغوی د ویستلو پروسه به دوام ولري.

XS
SM
MD
LG