د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

د ايټاليا په سواحلو کې د ډوبې شوې کښتۍ له امله د مړو شمېر زيات شوی


ايټاليا کې د ډوبې شوې بېړۍ له امله د مړو جسدونه
ايټاليا کې د ډوبې شوې بېړۍ له امله د مړو جسدونه

د ایټالیا په سواحلو کې د ډوبې شوي کښتۍ د مړو شمېر۶۰ تنو ته نږدې شوی دی.

ایټالوي چارواکو ویلي چې، تر اوسه په لسګونو کډوال چې اکثره یې د افغانستان وګړي ښودل شوي، ورک دي.

چارواکي اندېښنه ښیي چې ښایي د مړو شمېر له سلو کسانو واوړي، ځکه یو شمېر ژغورل شويو کسانو ویلي، له لرګیو جوړه په دغه کښتۍ کې شاوخوا دوه سوه تنه سپاره وو.

د ایټالیا ساحلي ګارډ ویلي، لږ تر لږه ۸۰ تنه ژغورل شوي او د اطفایي چارواکو د لمر له پرېوتو سره د ۱۲ ماشومانو په ګډون د ۵۹ مړو د موندلو خبر ورکړی.

چارواکو ویلي چې، د کډوالو دغه کښتۍ درې څلور ورځې مخکې د ترکیې له ایزمیر څخه حرکت کړی و چې د سمندر په طوفاني څپو کې له ډبرو سره لګېدلې او ډوبه شوې.

د دغې کښتۍ درې لویې ټوټې د ایټالیا سټیکاټو دي کوترو Steccato di Cutro ساحل ته نږدې لیدل شوي دي.

یو کوچنی ماشوم هم په مړو کې شامل دی.

د سره صلیب یوه رضا کار ایګنازیو منګیونې وویل، ټول ژوندي پاتې شوي لویان دي او زیاته یې کړه چې په خواشینۍ سره په کښتۍ کې سپاره ټول ماشومان په موندل شویو مړو او ورکو شویو کسانو کې دي.

دغه راز یو کوچنی ماشوم هم په مړو کې شامل دی.

د مهاجرت نړیوال سازمان یا IOM په یوه بیان کې ویلي، د اټکل له‌مخې له ۱۷۰ زیات کډوال په دغه کښتۍ کې سپاره و چې، ماشومان او بشپړې کورنۍ هم په‌کې وې.

دې ادارې ویلي، اکثره کډوال د افغانستان، پاکستان او سومالیا دي.

د دغو کډوالو د ژغورنې په عملیاتو کې چې پرون د ورځې تر ناوخته پورې یې دوام وکړ، هلي کوپټرې، د پولیسو الوتکې او همدارنګه د اطفایې د دولتي ادارې کښتۍ، ساحلي ګارډ او سرحدي پولیس شامل وو.

دې ادارې ویلي، اکثره کډوال د افغانستان، پاکستان او سومالیا دي.
دې ادارې ویلي، اکثره کډوال د افغانستان، پاکستان او سومالیا دي.

د اسوشیتید پريس اژانس د راپور له‌مخې مړي د نږدې ښار کروتونې یوه سپورټي لوبغالي ته او ژغورل شوي هم موقتي سرپناو ته لېږدول شوي دي.

د کروتونې ښاروال وینچینزو ووچې Vincenzo Voce دا یوه ستره غمیزه بللی او ویلي یې دي چې، د ښارپه هدیرو کې به د مړو لپاره ځایونه پیدا کړي چې ښخ شي.

په تېر۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۱۰۵ زره کډوال د ایټالیا سواحلو ته رسېدلي و چې، شمېر یې د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۳۸ زره زیات و.

هغه کډوال چې هڅه کوي اروپاته ځان ورسوي، د سمندر له لارې یوه مهمه لاره یې پر ایټالیا ورغلې ده.

خو د دې لپاره چې ایټالیا او له هغې وروسته نورو د شمالي اروپا شتمنو هېوادونو ته ځان ورسوي، باید دغه د نړۍ تر ټولو خطرناکه لاره ووهي.

د ملګروملتونو د ورکو شویو کډوالو پروژې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د مدیترانې په مرکزي برخه کې د له ۱۷ زرو زیاتو مړینو او د ورکوشویو شمېرې ثبت کړې دي.

د دې پروژې د اټکل له‌مخې له ۲۲۰ زیات مړي یا ورک شوي د روان کال په لومړیو دوو میاشتو پورې تړلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG