د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

ایټالیا کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۳ ته رسېدلی


د بې پولې ډاکټرانو خیریه موسسه وايي، د دې پیښې له یو شمېر هغو ژغورل شویو کسانو سره یې مرسته کړې چې په دې کښتۍ کې یې خپل عزیزان او خپلوان له لاسه ورکړي.
د بې پولې ډاکټرانو خیریه موسسه وايي، د دې پیښې له یو شمېر هغو ژغورل شویو کسانو سره یې مرسته کړې چې په دې کښتۍ کې یې خپل عزیزان او خپلوان له لاسه ورکړي.

د ایټالیا په جنوبي ساحل کې د پناه غوښتونکو د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۶۳ تنو ته لوړ شوی دی.

د بې پولې ډاکټرانو خیریه موسسه وايي، د دې پیښې له یو شمېر هغو ژغورل شویو کسانو سره یې مرسته کړې چې په دې کښتۍ کې یې خپل عزیزان او خپلوان له لاسه ورکړي.

د بې سرحده ډاکترانو یوه مشر سرجیو دي داتو له رسنیو سره په خبرو کې د څو هغو افغانانو یادونه کړې چې د ماشومانو په شمول یې د کورنۍ غړي مړه شوي.

په دې ډله کې دی د هغه ۱۶ کلن افغان تنکی ځوان یادونه کوي چې خپله ۲۸ کلنه خور یې له لاسه ورکړې ده.

هغه وویل: "پاتې ژوندي کسان په روغتون کې دي او تېره شپه یوازې یو تنکی ځوان د ماشومانو د ساتنې مرکز ته لېږدول شوی. یو هلک (یو ۱۶کلن افغان هلک) چې خپله خور یې له لاسه ورکړې وه."

ډاکتر سرجیو د یوه دولس کلن افغان هلک کیسه هم کړې چې وايي، خپله ټوله کورنۍ یې له لاسه ورکړه، د څلورو خویندو، مور او پلار او نورو نږدې خپلوانو په ګډون د نهو کسانو یوه کورنۍ چې په اوبو کې ډوبه شوې.

هغه ویلي، داسې یو افغان سړی یې ولېده چې د کښتۍ د ډوبېدو په دې پېښه کې یې درې ماشومان ۱۱، ۵ او ۹ کلن او خپله مېرمن له لاسه ورکړي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، لږ تر لږه اتیا کسان له دغې مرګونې پېښې ژغورل شوي دي.

خو ګومان کېږي چې له ترکیې څخه د راتلو پر مهال په کښتۍ کې له ۱۸۰ تر ۲۰۰ کسان سپاره وو.

دا په ګوته کوي چې د کښتۍ لوی شمیر مسافرین ممکن مړه یا ورک شوي وي.

ایټالوي چارواکو ویلي چې په کښتۍ کې د ایران، افغانستان او پاکستان اتباع وو.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، لږ تر لږه اتیا کسان له دغې مرګونې پېښې ژغورل شوي دي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، لږ تر لږه اتیا کسان له دغې مرګونې پېښې ژغورل شوي دي.

په همدې حال کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د دوشنبې په ورځ وویل چې ګومان کېږي په کښتۍ کې تر ۲۰ ډېر پاکستانیان سپاره وو.

دې تراژیدي په اروپا او ایټالیا کې د مهاجرت بحث بیا راپورته کړی، چیرې چې د ایټالیا د ښي اړخه منتخب حکومت د مهاجرو په اړه سختو مقرراتو د ملګرو ملتونو او نورو ادارو انتقادونه راپارولي دي.

د څو لسیزو راهیسې په سلګونو زره کډوال د بې وزلۍ او ناامنیو له امله خپل هېواد پرېښی او اروپا ته تللي دي.

په دې لارو کې، ډېری ډوب یا مړه شوي، او ځینې کلونه کېږي چې ورک دي.

په ۲۰۱۴ کال کې، ملګرو ملتونو د ورکو یا مړو کډوالو په نوم د پلټنې یوه پروژه پیل کړه.

د دې پروژې د وروستیو شمېرو له مخې تر دې دمه څه باندې ۲۶ زره کسان یواځې په مدیترانې سمندرګي کې اروپايي هېوادونو ته په لار مړه یا لادرکه شوي.

د ملګرو ملتونو د بې درکه کسانو پروژه وايي چې یواځې ۲۰۲۳ کال کې چې لا یې دوه میاشتې پورې شوي د ورکو یا مړو شمېر ۳۲۷ ته رسېدلی دی.

د ایټالیا جنوبي سواحلو کې ډوبه شوې شاوخوا څلور ورځې وړاندې د ترکیې په لوېدیځ کې د ازمیر له بندره وتلې وه او د شنبې په ورځ ناوخته له ساحله ۷۴ کیلومتره لرې د اروپايي ټولنې د سرحدي ادارې اړوند یوې الوتکې له خوا وموندل شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG