د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

نږدې ۳۰۰ روهینګیايان کښتۍ کې له ۷ میاشتو تېرولو وروسته اندونیزیا ته ورسېدل


هغه کښتۍ چې نږدې ۳۰۰ روهینګیایان‌یې لېږدول
هغه کښتۍ چې نږدې ۳۰۰ روهینګیایان‌یې لېږدول

نږدې ۳۰۰ روهینګیا پناه غوښتونکي چې وايي ۷ میاشتې یې پر سمندرګي په کښتۍ کې تېرې کړي د دوشنبې په ورځ اندونیزیا ته ورسېدل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره دا په تېرو څو کلونو کې د میانمار د دغه ځپل شوي اقلیت تر ټولو لویه جوپه ګڼي چې اندونیزیا ته رسېږي.

د روهینګیا دغه نږدې ۳۰۰ پناه غوښتونکي چې تر ۱۰ زیات ماشومان هم په‌کې دي، ادعا لري چې اووه میاشتې یې پر سمندرګي په لالهانده کښتۍ کې تېرې کړې دي.

چارواکي وايي، دوی له لرګیو په یوه جوړه شوې کښتۍ کې وو چې د اندونیزیا سوماترا ساحل ته نږدې د ځايي خلکو ورپام شو او مرسته‌یې ورسره وکړه چې ساحل ته ګام واخلي.

ارشیف، روهینګیايي پناه غوښتونکي
ارشیف، روهینګیايي پناه غوښتونکي

ملګري ملتونه وايي، پر سمندرګي د دغه خطرناک سفر پر مهال شااوخوا ۳۰ کسان مړه شوي دي.

د دې سازمان په حواله، د میانمار د دې ځپل شوي اقلیت دغه ډله پناه غوښتونکي په فبرورۍ میاشت کې د بنګله‌دېش له یوه ساحل څخه روان شوي وو.

د روهینګیا مسلمانانو شااوخوا یو میلیون وګړي په ګاونډي هېواد بنګله‌دېش کې په جوړو شویو کمپونو کې د جلاوطنۍ شپې ورځې سبا کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان له اندونیزیا غوښتنه کړې چې دغو پناه غوښتونکو ته سرپناه برابره کړي.

روهینګیا مسلمانان چې د میانمار د امنیتي ځواکونو له ظلمونو شکایتونه لري، په بنګله‌دېش کې هم د خوارۍ ژوند تېروي، ځکه نو انساني قاچاق وړونکي په نورو هېوادونو کې د ښه ژوند برابرولو غوړې ژمنې ورکوي او له دوی مالي ګټه ترلاسه کوي.

برما کې یو شمېر روهینګیایان
برما کې یو شمېر روهینګیایان

د روهینګیا زیات وګړي غواړي اندونیزیا او مالیزیا ته لاړ شي.

دغه اقلیت درې کاله مخکې د میانمار یا پخوانۍ برما د پوځ د فشارونو له کبله اړ شول چې نورو هېوادونو ته پناه یوسي.

XS
SM
MD
LG