د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

د کاتولیک مسیحیانو مشر په بنګله دېش کې د روهینګیا مسلمانانو پر وضعیت ژړلي


د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر وایي، په بنګله دېش کې یې د روهینګیا مسلمانانو پر وضعیت وژړل.

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس وايي، په بنګله دېش کې یې د روهنګیا د کډوالو پر وضعیت وژړل او پر خپل دغه دریځ کلک ولاړ دی چې باید د برما پوځ د خپل هېواد د مسلمان اقلیت د حقونو درناوی وکړي.

پاپ فرانسيس
پاپ فرانسيس

پاپ پرون یکشنبه د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۱۱ مه د بنګله دېش او برما له سفره په الوتکه کې روم ته د ستنېدو په لاره کې وویل:

"ما وژړل، په داسې بڼه چې هڅه مې وکړه ژړا مې څو ک ونه ویني."

پاپ د اګست له میاشتې را په دې خوا په ځلونو د برما له روهنګیا څخه بنګله دېش ته د شااوخوا ۶ لکه او ۲۰ زره مهاجرو شویو روهنګیایي مسلمانانو دفاع کړې ده.

ملګروملتونو او امریکا برما په قومي تصفیې تورنه کړې ده.

د میانمار یا برما په راخین ایالت کې د روهینګیایانو پرضد پوځي عملیات وروسته له هغې پیل شول چې د روهینګیا یاغیانو د پوځ پر ځینو پوستو بریدونه وکړل.

د برما پوځ هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې ملکیان یې په نښه کړي او ویلي یې دي چې اقدامات یې مستقیماً یاغیانو ته متوجه دي.

پر پاپ ځيني انتقادونه هم شوي چې د برما له ملکي مشرې د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې انګ سانسوچي ته په وینا کې یې ولې د ځپنې یا د روهینګیا نوم نه دی اخیستی.

پاپ فرانسیس او انګ سانسوچي
پاپ فرانسیس او انګ سانسوچي

په برما کې چې اکثریت وګړي یې بودایان دي، روهینګیانو ته د فتنې اچوونکو په سترګه کتل کېږي، د دې هېواد اتباع نه ګڼل کېږي او غیرقانوني کډوال بنګالیان بلل کېږي.

پاپ برماته له رسېدو سره سم د نومبر په ۲۷ مه د برما له پوځ سره کتلي و.

پاپ د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په دې کتنه کې یې د روهینګیا نوم اخیستی، وویل چې ده دغه کلمات دې هېواد ته له رسېدو سره سم په خپل پیغام کې اخیستي.

هغه خپل ځواب په "انټیلیجنټي پاوسه" لاتیني عبارت پای ته ورساوه.

په دې معنی چې یوازې څو کلمات د هغوی لپاره چې پوه دي، کافي دي.

XS
SM
MD
LG