د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

نړۍ

پاپ: هغه خلک چې برما خپل کور بولي باید حقونه‌یې تضمین شي

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو رهبر پاپ فرانسېس په میانمار کې ګواښ وکړ چې د میانمار «برما» راتلونکې د هر یوه قومي ګروپ ته په درناوي تړلې ده.

د هغه اشاره له روهینګیايي مسلمانانو ملاتړ ته وه چې له کلونو راهیسې له تاوتریخوالي سره مخ دي او په وروستیو کې د پوځي عملیاتو او تاوتریخوالي په سبب خپلې مېنې پرېښې دي.

پاپ خواشیني وښوده چې د میانمار خلکو کورنۍ جګړې او تاوتریخوالی زغملی دی او ټینګار یې وکړ ټول هغه خلک چې برما خپل کور بولي باید اساسي حقونه‌یې تضمین شي.

پاپ په داسې حال کې په پلازمېنه نیپیدو کې له مېرمن سوچي سره وکتل چې له روهینګیايي مسلمانانو سره د میانمار «برما» د پوځیانو د تاوتریخوالي او د هغوی د ځورونې په خاطر نړیوالو تُند غبرګونونه ښودلي دي.

د امریکا متحده ایالاتو په شمول نړیوالې ټولنې په میانمار کې په راخین ایالت کې د پوځیانو عملیاتو د اقلیت مسلمانانو قومي تصفیه بللې ده.

هغه په وار وار له هغو شپږ لکه او ۲۰ زره خلکو دفاع وکړه چې د برمايي پوځیانو د عملیاتو په سبب له راخین ایالت بنګله‌دېش ته تښتېدلي دي، خو د روهینګیا کلمه‌یې یاده نه‌کړه.

د برما پوځیان دا ردوي چې پوځي عملیات‌یې د قومي تصفیې لپاره کړې وي، خو نه‌یوازې مسلمانان بلکې په دغه هېواد کې د څه باندې شپږ نیم لکه کاتولیک عیسیویانو مشر هم وايي چې له مذهبي تبعیض سره مخ دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

تاجکستان له خپلو وګړو غوښتي چې روسیې ته سفر ونه کړي

د تاجکستان بیرغ
د تاجکستان بیرغ

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، له خپلو وګړو یې غوښتنه کړې چې له عاجلو اړتیاوو پرته دې د لنډ وخت لپاره روسیې ته له سفر کولو ډډه وکړي.

په مارچ میاشت کې د مسکو په یوه څنډه کې د کنسرټونو پر یوه سالون تر یوې وژونکې حملې وروسته روسیې ګڼ کسان چې ویل کېږي د تاجکستان وګړي دي، ونیول.

تاجکستان هم تېره میاشت ۹ کسان چې شک کېږي له هغې حملې سره یې ارتباط درلود، ونیول.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د غزې په اړه د سعودي چارواکو سره غږیږي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان نن یکشنبه او سبا دوشنبه په سعودي عربستان کې په غزه کې د اوربند د ټینګښت د هڅو په لړ کې خبرې کوي.

د ترکیې ډیپلوماتیکو سرچینو دا خبر پرون ورکړی او زیاته کړې یې ده چې فیدان به په ریاض کې د اسلامي همکاریو سازمان او د عرب لیګ له غړو سره هم وګوري.

یوې سرچینې پرون د نوم نه ښوولو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، هاکان فیدان به په سعودي عربستان کې د لوېدیځو هېوادونو له ګڼو بهرنیو چارو وزیرانو سره هم وګوري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مارچ میاشتې پر ۲۵مه یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې په غزه کې د فوري اوربند غوښتنه په کې شوې، خو دا اوربند لا نافذ شوی نه دی.

اسراییلي ځواکونو د جنین ښار ته نږدې دوه فلسطینیان ووژل

د غزې یوه څنډه کې اسراییلي ځواکونه د عملیاتو پر مهال
د غزې یوه څنډه کې اسراییلي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

اسراییلي ځواکونو نن په لوېدیځه غاړه کې د جنین ښار ته نږدې پر دوو فلسطینیانو ډزې وکړې او ویې وژل.

فرانس پرېس اژانس څرګندوي چې د دې پېښې خبر د اسراییل پوځ او فلسطیني چارواکو ورکړی دی.

د اسراییل پوځ په یوه بیان کې څرګنده کړه چې څو تنه وسله‌والو چې په یوه موټر کې سپاره وو، په یوه پوسته کې پر اسراییلي پوځیانو ډزې وکړې.

د فلسطین رسمي اژانس، وفا راپور ورکړ چې په دې پېښه کې دوه تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د الکسي‌ ناوالني ملاتړي د ده په یاد کنسرت جوړوي

ناوالني د روسیې په زندان کې د فبروري په میاشت کې مړ شو.
ناوالني د روسیې په زندان کې د فبروري په میاشت کې مړ شو.

د الکسي ناوالني ملاتړي غواړي چې د هغه په یاد په برلین کې کنسرت جوړ کړي.

ناوالني د روسیې په زندان کې د فبروري په میاشت کې مړ شو.

دا کنسرت د جون په څلورمه دی، دا هغه ورځ ده که ناوالني ژوندی وای نو ۴۸مه کلیزه به یې وه.

د ناوالني ملاتړیو د جمعې په ورځ په ټیلګرام کې د دې کنسرت خبر ورکړ او ویې ویل چې هدف یې دا دی چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې د ناوالني نوم او نظریات لا هم اورېدل کېږي.

دوی زیاته کړه، تر هغې چې د ناوالني یاد ژوندی وي روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به هغه ته ماتې ورنه کړي.

د یو شمېر نورو سندرغاړو ترڅنګ به په دې کنسرت کې د رپ سندرغاړی نوایز ایم سي او د ایګل په نوم د روسیې د هپ هاپ سندرو جوړه برخه واخلي.

جلال‌اباد ښار ته نږدې درونټه کې غر ښویېدنې پېښه؛ لږترلږه ۴ کسان مړه شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ننګرهار ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د ننګرهار ولایت موقعیت

جلال اباد ښار ته نږدې په درونټې سیمې کې د غره د ښویېدو په پېښه کې لږترلږه څلور کسان مړه شوي.

ځایي طالب چارواکو او د سیمې خلکو نن ویلي چې د سختو بارانو له امله له غره لویې ډبرې ښویېدلي او دوه مسافر وړونکي موټر یې لاندې کړي.

په ویډیوګانو کې هم چې په خواله رسنیو لاس په لاس کېږي سړک تړلی ښکاري او څو موټر د ډبرو لاندې شوي دي.

د راپورونو له مخې دمګړی د کابل-جلال اباد لار د ټرافیکو په مخ تړلې ده.

جلال اباد او شاوخوا سیمو کې سخت بارانونه شوي او له امله یې سېلابونه راوتلي دي.

د المپیک پر مشال بار کښتۍ له یونان څخه پاریس ته روانه شوې

د رویټرز اژانس د راپور له مخې د ۱۹مې پېړۍ دا بېړۍ نن سهار د پیریوس له بندره رهي شوه او وروسته له یولسو ورځو به د مې میاشتې په اتمه د فرانسې په لوېدیځ کې مارسي ښار ته ورسېږي.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې د ۱۹مې پېړۍ دا بېړۍ نن سهار د پیریوس له بندره رهي شوه او وروسته له یولسو ورځو به د مې میاشتې په اتمه د فرانسې په لوېدیځ کې مارسي ښار ته ورسېږي.

هغه کښتۍ چې د المپیک مشال په‌کې بار دی نن له یونان څخه د پاریس په لورې روانه شوه.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې د ۱۹مې پېړۍ دا بېړۍ نن سهار د پیریوس له بندره رهي شوه او وروسته له یولسو ورځو به د مې میاشتې په اتمه د فرانسې په لوېدیځ کې مارسي ښار ته ورسېږي.

د المپیک لوبو تنظیموونکو پرون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یونان په پلازمېنه اتن کې د پاناتینایکو په لوبغالي کې مشال ترلاسه کړ.

د المپیک لوبې د جولای په ۲۶مه په فرانسه کې پيلېږي.

په امریکا کې د اسراییل او حماس د جګړې ضد اعتراضونه دوام لري

د امریکا په جورج واشنګټن کې د اسراییل-حماس ترمنځ د روانې جګړې پر ضد د اعتراضونو یوه څنډه
د امریکا په جورج واشنګټن کې د اسراییل-حماس ترمنځ د روانې جګړې پر ضد د اعتراضونو یوه څنډه

د امریکا په متحد ایالتونو کې محصلانو د اسراییل-حماس د جګړې پر ضد اعتراضونو ته ادامه ورکړې او نن هم په ځینو پوهنتونونو کې محصلان له پولیسو سره په شخړو اوښتي دي.

محصلانو ویلي چې اعتراضونه به یې روان وي.

محصلانو په ځینو پوهنتونونو کې رییسان غندلي چې پولیسو ته یې خبر ورکړی چې د دوی د مظاهرو مخه ونیسي.

پولیسو تېره اوونۍ د مظاهرو د مخنیوي لپاره یوه هڅه وکړه چې په ترڅ کې یې تر سلو ډېر محصلان ونیول.

د ایران حکومت نیول شوې پرتګالۍ کښتۍ او عمله خوشې کوي

ارشیف: په هرمز تنګي کې ایراني ځواکونه د ګزمې پر مهال
ارشیف: په هرمز تنګي کې ایراني ځواکونه د ګزمې پر مهال

ایراني رسنیو نن د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت په وینا خبر ورکړ چې د نیول شوې کښتۍ عملې ته کونسلي خدمات وړاندې شوې او تمه ده چې خوشې شي.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د اسراییل مربوط یوه کښتۍ چې د پرتګال بیرغ پرې رپېده له ۲۵ عملې سره د اپرېل په دیارلسمه د هرمز په تنګي کې ونیوله.

دا بېړۍ یې وروسته تر دې وګرځوله چې تهران خبرداری ورکړ چې په دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ د برید غچ به واخلي.

ایران وایي چې په دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ اسراییلي ځواکونو برید کړی، خو اسراییل تر اوسه رسماً دا نه ده منلې چې دا حمله دوی کړې ده.

قطر او پاکستان ته د یوه امریکايي چارواکي سفر؛ د افغانستان په اړه له بېلابېلو چارواکو سره خبرې کوي

په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت موقت مرستیال وزیر جان بس
په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت موقت مرستیال وزیر جان بس

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سیاسي چارو کې د دې وزارت موقت مرستیال وزیر جان بس روانه اوونۍ قطر او پاکستان ته په سفر کې د افغانستان په اړه له بېلابېلو چارواکو سره خبرې کوي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، بس به د اپرېل له ۲۶مې تر ۳۰مې د قطر او پاکستان په سفر وي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، مرستیال وزیر به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو او د نورو هېوادونو له ډیپلوماټیکو ماموریتونو سره د افغانستان د ملاتړ او په سیمه کې د ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې د راغلیو معلوماتو پر بنسټ، جان بس به اسلام‌اباد ته په سفر کې د پاکستان له لوړو پوړو چارواکو سره د متحده‌ایالاتو او پاکستان په یو لړ سیمه‌ییزو او دوه اړخیزو مسایلو هم بحثونه ولري.

اسټین: امریکا اوکراین ته د هوايي مدافعې پاټریوټ ډوله توغندي ورکوي

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټین
د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټین

د امریکا د دفاع وزیر وايي، متحدایالات اوکراین ته د شپږ میلیارد ډالر په لګښت د هوايي مدافعې پاټریوټ ډوله توغندي ورکوي.

لوېډ اسټین دا څرګندونې پرون د اوکراین د دفاع د تماس له ډلې سره د کتنې پرمهال وکړې.

اسټین زیاته کړه چې دا توغندي به د هوايي مدافعې په هغه سیستم کې وکارول شي چې مخکې اوکراین ته سپارل شوي دي.

اسټین دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د اوکراین د دفاع د تماس ډلې له غړو هېوادونو وغوښتل چې د روسیې د نورو توغندويي بریدونو د مخنيوي لپاره اوکراین ته د هوايي مدافعې اړوند سیسټمونه ورکړي.

د شپږ میلیارد ډالرو په ارزښت د امریکا په دې اضافي مرسته کې له ځمکې څخه هوا ته د پرمختللي توغندويي سیستم مهمات او تجهیزات هم شامل دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG