د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

د امریکا د بهرنیو چارو پر وزیر د دغه وزارت د ځینو کارکوونکو انتقاد


د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په کم ساري توګه د خپلو ځینو کارکوونکو له لوري د قانون په ماتولو تورن شوی دی.

پر وزیر رکس ټېلرسن تور لګول شوی چې په جګړو کې د کم عمره سرتېرو کاروونکي هېوادونه‌یې د امریکا له یوه لېسته ایستلي دي.

دا تور د بهرنیو چارو وزارت شااوخوا ۱۲ کارکوونکو لګولی او ویلي یې دي رکس ټېلرسن د کم عمره سرتېرو په باب د امریکا فدرالي قانون مات کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوګو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوګو.

روېټرز خبري اژانس ته د بهرنیو چارو وزارت د یوه رسېدلي داخلي مکتوب پر اساس د ماشوم سرتېرو فدرالي قانون د پوځ په لیکو کې له ۱۸ کلنو د کم عمره کسانو د استخدام لپاره د بهرنیو ځواکونو مخه نیسي.

افغانستان، عراق او میانمار د هغو ۱۱ هېوادونو له ډلې ایستل شوي چې په‌کې د پوځ په لیکو یا د حکومت له ملاتړ پوځي ډلو له‌خوا کم عمره ځوانان خدمت ته نیول کېدل.

که څه هم رکس ټېلرسن د روان کال په جون میاشت کې دا هېوادونه له پاسني لېسته ایستلي، خو موضوع‌یې اوس د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو په اعتراض رابرسېره شوې ده.

د ټېلرسن پرېکړه په منځني ختیځ او اسیا کې د امریکا په سفارتونو کې د څارونکو مشرانو، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازي، د وزارت د بشري حقونو څانګې او د وزارت دننه وکیلانو له وړاندیزونو سره په ټکر کې راغلې ده.

د کم عمره سرتېرو د کارونې په سبب د عاملو هېوادونو له لېسته د افغانستان، عراق او میانمار ایستل دې ته لار هواروي چې دا هېوادونه په اسانۍ د امریکا له پوځي مرستو برخه‌مند شي.

افغان سیمه ییز پولیس.
افغان سیمه ییز پولیس.

عراق او افغانستان له ترهګرو سره په مبارزه کې د امریکا متحدین بلل شوي او میانمار ته هم د داسې یوه نوي متحد په سترګه کتل کېږي چې په جنوب ختیځه اسیا کې د چین د زیات نفوذ مخه نیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند بیا ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر ټول معلومات په دقیقه توګه څېړلي او خپله‌یې پرېکړه کړې چې وړاندې شوي معلومات د قانون په چوکاټ کې د تعقیب وړ دي که څنګه.

د بهرنیو چارو د وزیر رکس ټېلرسن یوه سلاکار براین هوک بیا منلې چې په افغانستان، عراق او میانمار کې کم عمره کسان پوځي خدمت ته نیول شوي و، خو دا مهمه ده چې د هغو حکومتونو تر منځ توپير هم قایل شي چې د دې ستونزې د هواري په خوا ګام اخلي.

سره له دې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د لوړپوړو ډپلوماتانو تر منځ په دې مسئلې لانجه روانه ده، خو افغانستان، عراق او میانمار وار له مخه د کم عمره سرتېرو د کارونې مسئله رد کړې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو په وار وار رد کړې چې په پوځي لیکو کې دې کم عمره سرتېري ګمارلې وي.

عراق او میانمار هم په خپل وار دا رد کړې چې کم عمره کسان‌یې په پوځي خدمت ګمارلي وي.

XS
SM
MD
LG