د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

یونان په سلګونه کډوال له لیسبوس ټاپو بل ځای ته لېږدوي


 لیسبوس ټاپو کې د کډوالو کمپ
لیسبوس ټاپو کې د کډوالو کمپ

د یونان حکومت په پام کې لري چې په سلګونه کډوال له لیسبوس ټاپو بل ځای ته ولېږدوي.

یونان په پام کې لري ۲۳۰۰ نور کسان چې د کډوالو په نامه پېژندل شوي، هم خپل عمده قلمرو ته ولېږدوي.

د لیسبوس په موریا کمپ تېره میاشت اور ولګېد او په زرګونو پناه غوښتونکي بې سرپناه شول.

د یونان دولتي راډیو- ټلویزیون ویلي، د دغه هېواد حکومت نن دوشنبه تر ۷۰۰ زیات کډوال له لیسبوس ټاپو او په اور له یوه سوځېدلي کمپ څخه خپل عمده قلمرو ته لېږدوي.

دغه کډوال چې په یونان کې یې پناه اخیستې، په پام کې ده ماښام مهال په یوه لویه کښتۍ کې ولېږدول شي.

راپور وايي، په عین حال کې یونان په پام کې لري، ۲۳۰۰ نور کسان هم چې کډوال معرفي شوي، د راروانې پنج شنبې یا هم بله دوشنبه خپل عمده قلمرو ته ولېږدوي.

د لیسبوس ټاپو په موریا کمپ کې تېره میاشت تر اورلګېدو وروسته د یونان د کډوالو وزیر نوتیس میتاراکیس د لیسبوس ټاپو مرکز ته څېرمه د کارا تیپي په نوم کمپ د تشولو پلان اعلان کړ.

تر اورلګېدو وروسته په دغه لنډمهاله کمپ کې تر ۱۰زرو ډېر کسان دېره وو.

د موریا کمپ تېره میاشت وروسته له هغې ویجاړ شو، چې لومړی په کې اور ولګېد.
د موریا کمپ تېره میاشت وروسته له هغې ویجاړ شو، چې لومړی په کې اور ولګېد.

کارا تیپي لنډمهاله کمپ د لیسبوس د مرکز په دوه نیم کیلومترۍ کې پروت دی.

موریا کمپ چې د اروپا په سطحه د کډوالو تر ټولو لوی کمپ ګڼل کېږي، په لیسبوس ټاپو کې له موریا کلي سره څېرمه پروت دی.

د اورلګېدو د پېښې په تړاو ۶ افغان کډوال هم د تحقیقاتو لپاره نیول شوي وو.

په دغه کمپ کې تر ۱۲ زرو ډېرو بې سرپناه کډوالو او پناه غوښتونکو ژوند کاوه، چې ډېری یې د افغانستان، افریقايي هېوادونو او سوریې وګړي ګڼل کېږي.

تېره میاشت ملګرو ملتونو د یونان له حکومته غوښتنه کړې وه، چې د موریا کمپ د بې سرپناه کډوالو او پناه غوښتونکو غم وخوري.

XS
SM
MD
LG