د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

ايټاليا کې د افغانستان سفارت: د کښتۍ له ډوبېدو وروسته د ٣٢ افغانانو مړي موندل شوي


په ایټالیا کې افغان سفیر خالد ذکریا د دې هېواد د چارواکو په بدرګه له هغې سیمې لیدنه کوي چې کښتۍ په کې ډوبه شوې ده.
په ایټالیا کې افغان سفیر خالد ذکریا د دې هېواد د چارواکو په بدرګه له هغې سیمې لیدنه کوي چې کښتۍ په کې ډوبه شوې ده.

په ايټاليا کې د افغانانو د ټولنې سلاکاره او په ايټاليا کې د افغانستان سفارت د څارنې کمېسيون غړې کبرا رحمتي وايي، د ايټاليا په اوبو کې د ډوبو شويو افغانانو د جسدونو لټون لا هم روان دی.

نوموړې، چې پرون د ایټالیا کروتون ښار ته چېرې چې د افغانانو او نورو کډوالو کښتۍ ډوبه شوې وه، ورغلې وه، وايي چې د دغې پېښې یو شمېر ژوندي پاتې شوي کسان د خپلو عزیزانو د جسدونو موندلو لپاره ان د سمندر شګې په لاسونو لټوي.

د اغلې رحمتي په وينا ډېری زيانمن شوي خلک افغانان دي.

رحمتي زياتوي: "ډېره دردونکې وه، د بېلګې په ډول يو ۹ کلن ماشوم و چې د کورنۍ ۷ غړي يې له لاسه ورکړي وو او يوازې پاتې و. هغه ماشوم ويل، زه څه وکړم؟ دلته یوازې يم، حتی نه پوهېده چې کورنۍ يې چېرې ده. يوه بله کورنۍ وه چې د يو نيم کلن ماشوم جسد یې پيدا شوی و او د کورنۍ د څلور تنو نورو جسدونه يې لا نه وو موندل شوي. لنډه دا چې د ايټاليا په سويل کې يوه لويه فاجعه وه. زه نه پوهېږم چې څنګه ووايم چې د دې پېښې تر ډېری زيانمن افغانان وو."

په ایټالیا کې د افغانستان سفیر خالد ذکریا له هغې سیمې څخه د لیدنې پرمهال چې کښتۍ په کې ډوبه شوې. ذکریا د قربانیانو د کورنیو غړو سره د خبرو پرمهال.
په ایټالیا کې د افغانستان سفیر خالد ذکریا له هغې سیمې څخه د لیدنې پرمهال چې کښتۍ په کې ډوبه شوې. ذکریا د قربانیانو د کورنیو غړو سره د خبرو پرمهال.

رحمتي زیاته کړه چې د ایټالیا په اوبو کې د ډوبې شوې کښتۍ د قربانیانو د جسدونو د انتقال او ښخولو مسوولیت ایټالیا پر غاړه اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې په ايټاليا کې د افغانستان سفارت په خپله فېسبوک پاڼه د يوې اعلاميې په خپرولو ویلي چې تر اوسه په دې پېښه کې د ٣٢ افغانانو مړي پېژندل شوي دي.

د دغې اعلامیې پر بنسټ ۵ تنه افغانان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او ۷۲ تنه چې له پېښې ژوندي پاتې وو د ایټالیا په کرتون ښار کې د کډوالو یوه مرکز ته لېږدول شوي دي.

د قربانیانو د کورنۍ یو غړې چې نه یې غوښتل ازادي راډیو سره مرکه وکړي، ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې یوازې دومره وویل چې د ایټالیا په کرتون کې د خپل ماما د جسد موندلو ته انتظار باسي چې د ډوب شویو کسانو په منځ کې دی.

په ایټالیا کې د ډوبې شوې کښتې وروسته د ورکو شویو کسانو لټون له هم روان دی.
په ایټالیا کې د ډوبې شوې کښتې وروسته د ورکو شویو کسانو لټون له هم روان دی.

د کډوالې نړیوال سازمان اجرایوي مسوول ایوجینیو امبروسي هم ویلي، هغه کسان چې له دې لارې کډوال کېږي، ډېری یې افغانان دي.

امبروسي وویل: "دا هغه لار ده چې اکثراً تګ راتګ له دې لارې کېږي. ډېری کډوال چې له دې لارې راځي، افغانان دي او د پاکستان، سوریې او ایران په ګډون، د یو شمېر نورو هېوادونو اتباع وي، خو د دوی اکثریت که زه تېروتنه ونه کړم، ۵۰ سلنه هغه کسان دي چې تېر کال له دې لارې راغلي وو، افغانان وو."

له دې پېښې وروسته د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت رسنيو ته يو ويډيويي پيغام ولېږه او د دغې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ په ترڅ کې یې وويل چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٨٠ افغانان وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په دې ویډیويي پیغام کې ویلي و: "په دې ډول یو ځل بیا له خپلو ټولو هېوادوالو څخه غواړو چې بهرنیو هېوادونو ته د قاچاقي، ناسمو او غیرقانوني لارو له تګ څخه ډډه وکړي. همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت له خیریه موسسو او په ځانګړې ډول د سره صلیب له نړیوالې ادارې څخه غواړي چې د ایټالیې په ساحلي ښار کې د افغانانو د جسدونو د موندلو او د دوی د انتقال په برخه کې د بشري مکلفیتونو پر بنسټ خپل مسوولیت ادا کړي."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې له خلکو غوښتي چې له غیرقانوني او قاچاقي لارو کډوال نه شي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د پاسپورټونو د وېش بهیر له میاشتو راهیسې بند شوی و.

دغه شان له ازادي راډيو سره په مرکو کې خلکو په ځو ځلي ويلي چې اقتصادي ناورین او امنيتي ننګونې هغه لاملونه دي چې د طالبانو له بيا ځلې واکمنېدو وروسته يې، دوی له هېواده وتلو ته اړ کړي دي.

د کډوالو دغه کښتۍ چې په کې افغانان هم وو او غوښتل یې په غیرقانوني ډول د ترکیې له ازمیر ښار څخه ایټالیا ته ځان ورسوي، د کب میاشتې په اتمه د ایټالیا په اوبو کې ډوبه شوه.

ویل کېږي دې کښتۍ چې د ۱۰۰ تنو سپرلیو ظرفیت یې درلود ۱۸۰ تنه په کې سپاره وو.

XS
SM
MD
LG