د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

د ايټاليا په سواحلو کې د ۸۰ افغانانو مړينه؛ طالبانو يې د جسدونو په رالېږد کې د مرستې غوښتنه کړې


د ايټاليا په سواحلو کې د ډوبې شوې کښتۍ له امله د قربانيانو جسدونه
د ايټاليا په سواحلو کې د ډوبې شوې کښتۍ له امله د قربانيانو جسدونه

په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایټالیا په سواحلو کې په ډوبې شوې کښتۍ کې د په لسګونو افغانانو د مړینې خبر ورکړی دی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په خپله ټویټرپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې، د ډوبې شوې کښتۍ له امله اتیا تنه افغانان چې ښځې او ماشومان هم په‌کې دي مړه شوي دي.

طالبان په داسې حال کې د اتیا تنو افغانانو د مړه کېدو خبره کوي چې، په ایټالیا کې ژغورونکو ویلي، تر اوسه یې د ډوبې شوې کښتۍ د لږ تر لږه ۶۵ تنو مړي موندلي دي.

شاوخوا ۱۴ یې ماشومان دي.

چارواکو همدارنګه ویلي چې، شاوخوا اتیا تنه ژغورل شوي او په لسګونو تنه تر اوسه ورک دي.

ویل کېږي په دغه کښتۍ کې چې د ایټالیا په جنوب د مدیترانې په سمندرګي کې د شنبې په ورځ ناوخته ډوبه شوې، تقریبا تر دوو سوو پورې کسان سپاره وو.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په بیان کې د افغانانو پر مړینې د ژور خفګان د څرګندولو تر څنګ له خلکو غوښتنه شوې چې، بهرنيو هېوادونو ته په ناقانونه او قاچاقي لارو له تګ څخه ډډه وکړي.

طالبانو همدارنګه د سره صليب پر نړيوالې کمېټې او مرسته کوونکو ادارو غږ کړی چې، د ډوبې شوې کښتۍ له امله د ورکو شویو افغانانو د جسدونو په موندلو او هم افغانستان ته د موندل شویو هغو په لېږد کې مرسته وکړي.

ایټالوي چارواکو د موندل شویو مړو له تابوتونو پلان شوې کتنه ځنډولې ترڅو د مړو د پېژندنې لپاره زیات وخت ولري.

په عین حال کې لا هم د قربانیانو یو شمیر خپلوان چې اکثره یې افغانان دي، د ایټالیا د کروتون ښار ته چې موندل شوي مړي یې په یوه سپورټي لوبغالي کې په یوه ساړه ځای کې ایښول شوي دي، ور روان دي چې خپل ورک عزیزان پیداکړي.

د ژغورنې عمليات
د ژغورنې عمليات

په جرمني کې مېشت افغان علاوالدین محب زاده اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي، د خپلې ترور او درې ماشومانو د څرک معلومولو په نیت یې له جرمني تر دې ځایه ۲۵ ساعته لار وهلې ده.

هغه ویلي، ورته معلومه شوې چې ترور او د هغې دوه ماشومان مړه شوي او یو پنځه کلن ماشوم یې ژغورل شوی چې، د کوچنیانو د ساتنې یوه مرکز ته بیول شوی دی.

ښاغلي محب زاده ویلي غواړې لارې چارې ولټوي چې په څه ډول کولای شي مړي افغانستان ته واستوي.

ایټالوي چارواکو همدارنګه د ډوبې شوې کښتۍ اړوند چې ویل کېږي د ترکیې د ازمیر ښار له بندره وتلې وه، د کډوالو د قاچاق په تور د درې تنو، یوه ترکي او دوو پاکستانیانو د نیولو خبر ورکړی دی.

د لومړنیو تحیقیاتو له‌مخې ویل شوي چې، هر کډوال شاوخوا اته زره ایرو چې څه کم اته نیم زره ډالره کېږي قاچاقبرانو ته ورکړي و.

د ژغورنې عمليات
د ژغورنې عمليات

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي، د هغو پناه غوښتونکو چې تېر کال یې له ترکیې د سمندرګي له لارې ایټالیا ته ځان رسولی، تقریباً نیمایي یې افغانان وو.

د ایټالیا صدراعظمې جورجیا میلوني د دوشنبې په ورځ وویل، دې د اروپایي ټولنې ادارو ته په یوه استولي مکتوب کې له هغوی غوښتنه کړې چې دا ټولنه دې سمدستي د کډوالو د کښتیو د تګ مخه ونیسي ترڅو د زیاتو مړینو مخنیوی وشي.

هغې ویلي هرڅومره ډېر خلک چې دغه سفر ته مخه کوي هغومره د مړینو خطرزیات دی او د دغې بشري ستونزې یوازینۍ حل لاره دا ده چې، د کښتیو د روانېدو مخه ونیول شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG