د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

د افغان متحدانو لېږد لپاره د امریکا له کانګرس د ځانګړې بودیجې غوښتنه شوې


په اسلام اباد کې د امریکا د کډوالۍ د پي۱ او پي۲ کېس لرونکو د اعتراضیه غونډې یو انځور. دغو معترضانو له امریکا غوښتنه کړې وه چې د دوی د لېږد پروسه دې چټکه کړي. February 26 2023
په اسلام اباد کې د امریکا د کډوالۍ د پي۱ او پي۲ کېس لرونکو د اعتراضیه غونډې یو انځور. دغو معترضانو له امریکا غوښتنه کړې وه چې د دوی د لېږد پروسه دې چټکه کړي. February 26 2023

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد له کانګرس غوښتي چې د خپلو افغانو متحدانو د لېږد د کارونو لپاره د دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال په بودیجه جلا مالي حساب ځانګړې کړي.

د سلګونو افغانانو له ډلې یو کس د خپل پي۲ کېس د مراحلو تېرولو لپاره پاکستان ته کډوال شوی.

دی چې نه غواړي په دې راپور کې یې نوم واخیستل شي، وایي، د یو کال راهیسې امریکا ته د تګ په هیله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

د ده په خبره تر اوسه خپل له کېس هېڅ کوم د خوښۍ خبر نه لري.

هغه زیاته کړه: "هغه کسان چې پي۱ او پي۲ کېسونه لري او له یوه کال ډېرې مودې راهیسې چې پاکستان ته راغلي نو زما په څېر یې ډېرې ستونزې تجربه کړي، اقتصادي، رواني، امنیتي او ټولنیزې ستونزې څوک چې دلته دي دوی ټول دا ترخې تجربې لري. په پاکستان کې یو کال یا له یو کال ډېر اوسېدل اسان کار نه دی او څنګه چې تاسو جریان کې یئ، بیې دلته ورځ تر بلې پورته ځي او د ژوند شرایط دلته له سخت هم ډېر سخت شوي دي."

دی له متحده ایالاتو غواړي چې د افغان متحدانو د لېږد بهیر چټک کړي.

یو بل کس چې ایس ای وي کېس لري او لا تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې ژوند کوی، په امریکا ورته نیوکه لري.

دی وایي، د طالبانو تر حاکمیت لاندې، امنیتي ستونزو د ده او د کورنۍ د غړو ژوند یې په یوه ویرونکي حالت بدل کړی.

نوموړي زیاته کړه: "پاسپورټ مو واخیسته، بایومیټریک یو، یا چېرې تللې یو. موږ د خارجیانو دفاترو ته چې کله تلو مونږ یې بایومیټریک کړلو. اوس هغه اسناد د دغه کسانو لاسته نه وي ورغلي. لنډه دا چې ژوند یې موږ ته تریخ کړی. هېڅ څه هم موږ ته نه دي راغلي، څوک ځواب ویونکي هم نه دي. وروسته له اووه میاشتو مو بیا له سره ایمیل واستاوه، همغه خبر یې چې موږ ته اووه میاشتې مخکې کړې وه چې دا وخت نیونکې پروسه ده او مونږ نه شو کولای چې تاسو ته ووايو چې څومره وخت به په بر کې ونیسي، همدا ځواب یې مونږ ته بیا راکړ. هېڅ کومه روښنایي نه شته څو مونږ پوه شو."

دا په داسې حال کې دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له کانګرس غوښتي چې د ۲۰۲۴ کال په مالي بودیجه کې د افغان متحدانو لپاره ځانګړی مالي حساب په پام کې ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان بس په یوې خبرې غونډې کې وویل: "له هغه ځایه چې د افغان متحدانو د انتقال پروسه له دفاع وزارت څخه بهرنیو چارو وزارت ته ورکړل شوې، زموږ غوښتنه له کانګرس دا ده چې د منلو لپاره دې یوه دومداره برنامه تایید کړي او د تمویل منبع رامنځته شي او مونږ وکولای شو له هغه په استفاده په راتلونکي میاشتو او کلونو کې هغه کسانو سره مو چې ژمنه کړې، عملي کړو، هغه کسان چې زمونږ تر څنګ یې په افغانستان کې خدمت کړی دی."

متحده ایالاتو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د خپلو افغان متحدانو د لېږد بهیر پيل کړ.

که څه هم تر اوسه زرګونه کسان د دې بهیر له لارې امریکا ته رسېدلي، خو سلګونه نور لا هم په افغانستان او نورو هېوادونو کې، امریکا ته خپل د لېږد ته په تمه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG