د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

له افغانستانه د برتانوي ځواکونو د وتلو په اړه راپور خپور شوی


د کابل له هوايي ډګره د نړیوالو ځواکونو د تخلیې پروګرام یو انځور. اګسټ ۱۸، ۲۰۲۱
د کابل له هوايي ډګره د نړیوالو ځواکونو د تخلیې پروګرام یو انځور. اګسټ ۱۸، ۲۰۲۱

د بريتانيا پارلمان دفاعي کمېټې پرون له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو راپور خپور کړ.

د بي بي سي راډيو یو پخوانی خبريال چې نه غواړي په راپور کې يې نوم واخيستل شي وايي، له ۲۱ کلونو څخه يې ډېر په دې رسنۍ کې کار کړی دی.

د ده په وينا، هغه په ۲۰۱۵ کال کې له بي بي سي څخه استعفا وکړه او د بریتانیا د سولې او جګړې انسټېټوټ سره يې همکاري پيل کړه او د ۲۰۱۵ کال په وروستيو کې یې د افغانستان په ملي راډيو تلوېزيون کې کار پيل او د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵مې نېټې پورې په همدې تلوېزیون کې خبريال پاتې شو.

د ده په وينا، د مخکېنۍ جمهوري نظام له سقوط وروسته، د دويم ځل لپاره له بي بي سي سره همکار شو، خو ده او د دغې رسنۍ يو شمېر نورو پخوانيو خبريالانو په دې اړه چې د تخلیې په بهير کې شامل شي، منفي ځواب ورکړل شوی دی.

دا وايي چې اوس په ګاونډي هېواد کې په سختو شرايطو کې ژوند کوي.

د بریتانیا له ملاتړ برخمنې رسنۍ سره همکار دغه کارکوونکی وايي، د دوی برخلیک اوس په هغه ځواب پورې تړلی چې د دوی وکیلانو له خوا به ورته ورکړل شي.

هغه زیاتوي: "۸ یا ۹ خبریالان چې نږدې ملګري وو او موږ ټولو له بي بي سي سره اړیکې پرې کړې وې، سره یو ځای شولو او یوه ډله مو جوړه کړه، په پای کې مو د بریتانیا ARAP دفتر ته یو ډله یيز غوښتنليک وروسپاره چې دوی زمونږ د ایستلو مسوولیت په غاړه درلود. لومړی يې زمونږ غوښتنليک رد کړ، هغوی وویل چې تاسو يې مستحق نه ياست، اوس موږ خپل وکیلان استخدام کړي دي. زموږ وکیلان اوس هم په محکمو کې سرګردانه دي."

امان الله نصرت هم وايي چې ۸ کاله يې د بریتانیا له ملاتړ برخمن د آی ډبلیو پي آر IWPR له دفتر سره کار کړی.

نوموړی اوس هم په افغانستان کې دی او له امنيتي ګواښونو سره لاس او ګرېوان دی.

نوموړی وايي چې د بریتانیا حکومت د ده د ايستلو په برخه کې همکاري نه ده کړې.

د نصرت په وینا، IWPR، هغه او څو نور همکاران یې د امریکا په پي ۲ پروسه کې شامل کړي، خو په خبره یې له يوه کال څخه زيات وخت وشو چې همکاران يې د کېس د پړاونو د بشپړولو په خاطر په درېيم هېواد دي او برخلیک کې نه دی معلوم.

نصرت وویل: "انګلستان هېواد ته مو ټیلفونونه وکړل او ایمیلونه مو ورلېږلي وو، له خپل دفتر څخه مو هېڅ ځواب تر لاسه نه کړ او دوی وویل چې تاسو پخپله د بریتانیا له حکومت سره کار نه دی کړی، دا یو انجیو ده او تاسو د انجیو سره کار کړی، نو ځکه تاسو د بریتانیا د حکومت کوم بهیر کې شامل نه یاست."

د کابل له هوايي ډګره د بهرنیو ځواکونو د تخلیې له پروګرام یو انځور - August 18, 2021
د کابل له هوايي ډګره د بهرنیو ځواکونو د تخلیې له پروګرام یو انځور - August 18, 2021

دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا د پارلمان دفاعي کمېټې له افغانستانه د وتلو په اړه په خپل راپور کې چې پرون یې خپور کړ ویلي چې څو زره په شرایطو برابر افغانان چې ویستلو ته اړتیا لري په افغانستان کې دي او له خطر سره مخ دي.

په دغه راپور کې په افغانستان کې د بریتانیا پر ماموریت هم خبرې شوي او ویل شوي چې ۱۵۰ زره برتانوي پوځیانو ۲۰ کاله په افغانستان کې دنده ترسره کړې چې له دې شمېر ۴۵۷ یې د دندې پر مهال وژل شوي دي.

د دې راپور پر بنسټ، بریتانیا له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې په خپل حضور کې ۲۷.۷ میلیارد پونډ لګولي دي.

دې کمېټې په خپل راپور کې دا اندېښنه هم څرګنده کړې چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره د یو مناسب ځای د بدلېدو په حال کې دی.

د بریتانیا پارلمان په داسې حال کې د هغو زرګونو افغانانو په اړه چې د انتقال په شرایطو برابر او لا هم په افغانستان کې دي اندېښنه څرګنده کړې چې تمه کېده، د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته د وتلو بهیر چټک شي، خو له یو کال او اوو میاشتو وروسته د ناټو د غړو هېوادونو زرګونه افغان متحدین لا هم په افغانستان او یا هم په نورو هېوادونو کې د احتمالي خطرونو له وېرې په بېوزلۍ او انتظار کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG