د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۸

نیویارک ټایمز: افغانستان کې به د متحده ایالاتو تر ټولو لوی سفارت هم بند شي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، دا امکان نه‌شته چې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به امریکايي ډيپلوماتان په افغانستان کې پاتې شي.

د مطلب لیکواله سارا جیکس په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن د شنبې ورځې د خبرو یادونه کوي چې ویلي یې و، په افغانستان کې د ۲۰ کلن مأموریت له ختمېدو وروسته به په نړۍ کې د متحده ایالاتو تر ټولو لوی سفارت هم بند شي.

ښاغلي بلېنکن د یکشنبې په ورځ «NBC» ټلوېزیون ته وویل دا امکان نه‌شته چې امریکا به د سپټمبر له لومړۍ نېټې وروسته په افغانستان کې سفارت ولري، خو ټینګار یې وکړ چې متحده ایالات به د هغو کسانو د ایستلو لپاره هڅو ته دوام ورکړي چې غواړي له افغانستانه ووځي.

د مطلب لیکواله د امریکايي چارواکو هغو ویناوو ته اشاره کوي چې وايي ښايي امریکا د هغو کسانو لپاره چې غواړي په متحده ایالاتو کې پناه واخلي د لازمو اسنادو د برابرولو لپاره د افغانستان لپاره ډيپلوماتیک مأموریت د سیمې په کوم بل هېواد کې پرانیزي.

چارواکو چې نیویارک ټایمز یې نومونه نه‌دي یاد کړي ویلي چې دا سفارت به یا په پاکستان کې وي یا په متحده عربي اماراتو کې، ځکه په دواړو هېوادونو کې ډېر افغان کډوال اوسېږي.

د نیویارک ټایمز د مطلب لیکواله زیاتوي طالبانو غوښتل چې امریکا او نور هېوادونه په کابل کې ډیپلوماتیک حضور ته دوام ورکړي څو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ لپاره مشروعیت وګټي. لیکواله زیاتوي چې د افغانستان د مأموریت پای به د متحده ایالاتو لپاره یوه لویه ډيپلوماتیکه ضربه وي.

  • ګارډین

بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې د هغو امریکايي سیاستوالو تبصرو ته کتنه کړې چې وايي، متحده ایالات باید بېرته افغانستان ته ولاړ شي.

ورځپاڼه لیکي، په امریکا کې ډېر تجربه‌کار ډیپلوماتان، سیاستوال او پخواني جنرالان پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته د راتلونکو احتمالاتو په اړه خبرداری ورکوي.

ګارډین لیکي، دا ډله سپارښتنه کوي چې حتی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په دې وروستي پړاو کې هم امریکا باید خپله پرېکړه بدله کړي او د وتلو پر ځای د طالبانو پر ضد د امریکا پوځي عملیات وکړي.

د امریکا پخواني دفاع وزیر لېون پنېتا په دې وروستیو ویلي و، په افغانستان کې د امریکا کار پای ته نه‌دی رسېدلی.

پنېتا وویل، د امریکا پوځ به هغه مهال افغانستان ته ولاړ شي چې القاعده شبکه بیا خپلې لیکې سره سمبال کړي. همداراز مخکښ سناتور لېندسي ګراهام ګواښ کړی و چې که ولسمشر جو بایډن د اګسټ په ۳۱مه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ کړي، نو دی به‌یې د استیضاح هڅه وکړي.

ګارډین همدې څرګندونو ته د اشارې په ترڅ کې لیکي چې د مخکښو امریکايي شخصیتونو څرګندونې په ډاګه ښيي چې څنګه امریکا په افغانستان کې داسې لویه ماتې وخوړه. په مطلب کې راغلي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ډېر غښتلي غږونه و چې جګړه د نړۍ د هر کړکېچ د حل لپاره یوازنۍ لاره ګڼي.

XS
SM
MD
LG