د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

کاناډا: د ۴۰ زره افغانانو د انتقال د پروسې په برخه کې له خپلې ژمنې نه‌تېرېږو


کاناډا ته یو شمېر انتقال شوي افغانان
کاناډا ته یو شمېر انتقال شوي افغانان

د کاناډا د کډوالو او اتباعو وزیر وایي د هغو ۴۰ زرو افغانانو د انتقال د پروسې په برخه کې له خپلې ژمنې نه‌تېرېږي چې له کاناډایانو سره‌یې اوږه په اوږه کار کړی دی.

شان فریزر په یوه مرکه کې زیاته کړه چې تر دې دمه ۱۰ زره افغان کډوال کاناډا ته رسول شوي او دا لړۍ لا هم په جدیت روانه ده.

دا اوونۍ په یوه پرواز کې له تاجکستانه شااوخوا ۳۰۰ افغانان کاناډا ته ورسول شول.

په دې سره د هغو افغانانو شمېر چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې کاناډا ته رسېدلي ۱۰ زرو ته ورسېد.

دا معلومات د کاناډا د کډوالۍ چارو وزیر شان فریزر په یوه ټلوېزیوني مرکه کې چې ده په خپل ټویټر هم خپره کړې ورکړل.

کاناډا کې یو افغان پلار او زوی
کاناډا کې یو افغان پلار او زوی

دی زیاتوي: "دمګړۍ څه باندې ۱۰ زره افغان کډوال په کاناډا کې په خوندي توګه مېشت شوي او اوسېږي. دا زما د ښار د خلکو له شمېر هم زیات دي. موږ پوهېږو چې لا هم ګڼ خلک پاتې دي چې باید راوستل شي. که سیاسي ملحوظات نه‌وی، وختي به مو ۴۰ زره افغانان راانتقال کړي وی، خو افغانستان کې یوه ننګونه دا ده چې موږ یوازې ۴۰ زره کسان نه‌راباسو، بلکې دا هغه ډله ځانګړي خلک دي چې یا یې خپله یا یې د کورنۍ غړي د کاناډا له عسکرو سره کار کړی دی."

شان فریزر کاناډا ته د افغانانو د انتقال په وړاندې د ځینو خنډونو یادونه وکړه چې په‌کې د پاسپورټونو نشتوالی، پاکستان ته د هغوی سفر یې لویې بېلګې دي.

کاناډا داسې وخت له افغانستانه د خلکو د وړلو ژمنه تکراروي چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې بهر ته د خلکو د تللو په وړاندې ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

د تېر کال د اګسټ نیمايي کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د امریکا په مشرۍ نړیوالې ټولنې څه باندې ۱۲۴ زره افغانان له دغه هېواده بهر یوړل.

له دې ډلې لویه برخه کې امریکا کې مېشت شول، خو لا هم زرګونه کسان د قطر، اماراتو او ترکیې په کمپونو کې دېره پاتې دي.

XS
SM
MD
LG