د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

په اسلام اباد کې د پي۱ او پي۲ کېس لرونکو افغانانو امریکا ته د ژر انتقال غوښتنه وکړه


په اسلام اباد د امریکا د «P1 او P2» کېس لرونکو افغانانو د اعتراضیه غونډې انځور
په اسلام اباد د امریکا د «P1 او P2» کېس لرونکو افغانانو د اعتراضیه غونډې انځور

د امریکا د P1 او P2 کېس لرونکو افغانانو په اسلام اباد کې په یوه اعتراضیه غونډه کې د امریکا لخوا د دوی د کېسونو د بهیر د ځنډېدو له امله نیوکه وکړه.

سلګونه افغانان چې د امریکا د پي۱ او پي۲ پروګرامونو لپاره په پاکستان کې مېشت دي، وايي چې دوی له ډېر انتظار ستړي شوي او د امریکا حکومت باید ژر تر ژره دوی هغه هېواد ته ولېږدوي.

دوی د یکشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد ښار کې یوه اعتراضیه غونډه وکړه او د امریکا له متحده ایالاتو یې وغوښتل، هغه کسان هېر نه کړي چې په سختو ورځو کې د دوی تر څنګ په افغانستان کې ولاړ وو.

د دې غونډې یو تنظیموونکي محمد باقر احمدي ازادي راډیو ته وویل: "د نننۍ غونډې هدف دا دی چې زموږ غږ امریکا متحده ایالات او USRAP موسسه واوري، له یو نیم کال وروسته هم زمونږ د تلو په کارونو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی او بې برخلیکه یو. موږ د امریکا متحده ایالاتو څخه د دې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې غواړو چې په پاکستان کې د RSC دفتر پرانیستل شي ترڅو زموږ دوسیې پرمخ بوځي."

د دې اعتراضیې غونډې یو شمېر ګډونوالو وویل، په ۱۸ میاشتو کې تر اوسه له دوی سره مرکه هم نه ده شوې.

د دوی په خبره، په پاکستان کې د یادو کېسونو لرونکي د ویزو د ختمېدو په ګډون له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي او ډېری افغانان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله په دغه هېواد کې بندیان شوي هم دي.

په اسلام اباد کې د دې اعتراضیه غونډې ګډونوال عبدالروف قاضي زاده د خپلو ستونزو په اړه وویل: "دلته ستونزې ډېرې دي. زمونږ ویزې په اسانۍ سره نه نوې کېږي. د نوي کولو لپاره ډېرې پیسې لګېږي. یو این ایچ سي آر UNHCR له موږ سره همکاري نه کوي، له ډېر انتظار سره سره بیا هم مونږ ته د راجسټرېشن کارتونه نه دي ورکړل شوي. هیله ده زموږ دوسیې ژر تر ژره وڅېړل شي."

د غونډې یو بله ګډنواله فرخنده عمري وایي، یو نیم کال کېږي په پاکستان کې اوسېږي.

هغې وویل: "زمونږ په کېسونو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی. مونږ ډېر ناهیلې شوي یوو. د اقتصادي او رواني لحاظه په سخت حالت کې یوو. له ملګرو ملتونو څخه مو هېڅ ځواب نه دی اورېدلی. له امریکا څخه مو غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره دې آر ایس سي RSC دفتر خلاص کړي څو زموږ کېسونه پر مخ بوځي."

د دې اعتراضیې غونډې یو شمېر ګډونوالو وویل، په ۱۸ میاشتو کې تر اوسه له دوی سره مرکه هم نه ده شوې.
د دې اعتراضیې غونډې یو شمېر ګډونوالو وویل، په ۱۸ میاشتو کې تر اوسه له دوی سره مرکه هم نه ده شوې.

دوی په پاکستان کې له خپلو اقتصادي ستونزو هم شکایت کوي او ټینګار کوي چې د دې ستونزې د هوارولو لپاره باید ژر تر ژره اقدام وشي.

د امریکا حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست په دویمه، له افغانستان څخه د دې هېواد د وتلو تر پریکړې وروسته، د هغو کسانو لپاره چې له امریکايي یا د امریکا تر ملاتړ لاندې بنسټونو سره یې کار کاوه، د دویم لومړیتوب د کډوالۍ ځانګړی پروګرام P2 اعلان کړ چې په زرګونه هغه افغانان چې د امریکا له حکومت سره یې همکاري درلوده، د دغه پروګرام له لارې په یاد هېواد کې د کډوالو په توګه مېشت شي.

په پاکستان کې د P1 او P2 کېسونو لرونکو په خبره، دوی د USRAP بنسټ لخوا د رسمي ایمیل له لارې درېیم هېواد ته بلل شوي او زیاتوي چې د دې سازمان په ایمیل کې په څرګند ډول ویل شوي چې د کېسونو د څېړلو بهیر به له ۱۲ څخه تر ۱۸ میاشتو وخت ونیسي.

په پاکستان کې د P1 او P2 کېسونو لرونکي وايي چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو کومه لاره نه لري او وېره لري، که بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، د طالبانو له خوا به ونیول شي، بندیان به شي او ان وبه وژل شي، هغه څه چې طالبانو تل رد کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG