د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

واشنګټن پوسټ: امریکا خپلو پخوانیو افغان همکارانو ته د پناه ورکونې هڅې چټکوي


ارشیف: په ۲۰۲۱ اګسټ کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د تخلیې له پروګرامه یو انځور
ارشیف: په ۲۰۲۱ اګسټ کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د تخلیې له پروګرامه یو انځور

لا سوسایټي ژورنال:

افغان ښځینه قاضیانې له ګونګ برخه لیک سره مخامخې دي، دا د استرالیا د یوې انلاین خپرونې لا سوسایټي ژورنال د مقالې سرلیک دی.

مقاله کې راغلي، کله چې طالبان د تېر کال په اوړي کې بیا واک ته ورسېدل، زرګونه هغه زندانیان یې ازاد کړل چې د ځینو د حبس حکم د ښځینه قاضیانو له خوا ورکړل شوی و.

وړاندې راغلي، د زندانیانو له خوشې کېدو سره ښځینه قاضیانې د غچ اخیستنې له ګواښ سره مخامخې شوې.

خپرونه لیکي، افغانستان کې پاتې هغو کسانو چې ژوند یې له خطر سره مخامخ و، بهرنیو هېوادونو ته د پنا غوښتنلیکونه ورکړي، خو ډېر هغه تراوسه بې پایلې پاتې دي.

لیکوال د استرالیا د کډوالو چارو وزارت په حواله لیکلي، د تېر کال له اوړي راهیسې شاوخوا دوه لکه افغانانو یوازې استرالیا ته د پنا غوښتنې لېږلي، خو په باور یې نږدې نیمایي هغه یې تراوسه کتل شوي نه دي.

مقاله کې د افغانستان د یوې پخوانۍ قاضۍ نیلاب هوتکي تلاش چې اوس استرالیا کې کې ده، خبرې را اخیستل شوي.

هغې ویلي، له دې سره بخت یارې وکړه چې استرالیا کې یې پناه ومنل شوه، خو زیاته کړې ده چې همکارانې یې لا هم په افغانستان کې پاتې دي او غواړي چې د ښځینه قاضیانو نړیواله ټولنه به یې له هېواده ایستلو کې مرسته وکړي.

نیلاب هوتکي تلاش خپرونې ته ویلي، ښځینه قاضیانو ان تېر جمهوري نظام کې پر تیلفون بیلابېل ګواښونه ترلاسه کول.

د افغانستان د ښځینه قاضیانو ټولنې مخکې ویلي، کابل او ولایتونو کې د دوی شمېر ۲۶۰ تنو ته رسېده.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا دننه د هغو هڅو چټکتیا ته کتنه کړې چې له مخې یې متحده ایالتونه د دوی پخوانيو افغان همکارانو ته پناه ورکوي.

ورځپاڼې لیکلي، د امریکا یو شمېر مشهور متقاعد جنرالان له هغه ولسي خوځښت سره یوځای شوي چې په دغه هېواد کې د امریکا د همکارو افغانانو د مېشتېدو د بهیر پیاوړتیا غواړي.

ورځپاڼې د امریکا دغه همکاران هغه افغانان یاد کړي چې افغانستان کې یې د امریکا له شل کلنې جګړې سره مرسته کړې ده.

مطلب کې راغلي، د امریکا دېرش تنو متقاعدو جنرالانو له کانګرسه غوښتي چې د دې ډله افغانانو د مېشتېدو د پیاوړتیا او چټکتیا لپاره ژر لاس په کار شي.

په دغو متقاعدو جنرالانو کې د جنرال جوزیف ډانفورډ نوم هم راغلی چې پخوا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان پاتې شوی دی.

پخوا تر دې ځینې دغو افغانانو چې په امریکا او یا هم درېیمو هېوادونو کې دي، شکایت کړی و چې د مېشتېدو بهیر یې ورو روان دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG