د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

په پاکستان کې افغان پناه غوښتونکي: امریکا دې زموږ برخلیک معلوم کړي


په اسلام اباد کې د تېرې فبرورۍ میاشتې د شپږمې د معترضو افغان پناه غوښتونکو د اعتراضیه غونډې انځور. دغه اعتراض کوونکي د امریکا د پي۱ او پي۲ کېسونو د ارزونې غوښتنه وکړه.
په اسلام اباد کې د تېرې فبرورۍ میاشتې د شپږمې د معترضو افغان پناه غوښتونکو د اعتراضیه غونډې انځور. دغه اعتراض کوونکي د امریکا د پي۱ او پي۲ کېسونو د ارزونې غوښتنه وکړه.

وروسته له هغې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د وضعېت په اړه له پاکستان سره خبرې کوي، په پاکستان کې مېشت افغان پناغوښتونکي د امریکا متحده ایالاتو له حکومته غواړي چې د ورته څرګندونو پر ځای دې د دوی ستونزه په اساسي ډول حل او برخلیک دې یې معلوم کړي.

نرګس عزیزي شهاب چې د ایس آی وي یا د کډوالۍ د ځانګړو ویزو د پناه غوښتنې قضیه لري او له څه باندې یو کال راهیسې په پاکستان کې ده، وايي، په دې هېواد کې په پاتې کېدلو سره یې ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږې.

نوموړې د امریکا له حکومته غواړي چې د دې او نورو پناه غوښتونکو برخلیک معلوم کړي.

هغې زیاته کړه: "د پاکستان حکومت ته وايي چې کار مه ورسره لرئ، خو حکومت اصلاً د دې خبرو په کیسه کې نه دی، هره شپه ځورول کېږي، ناوخته راځي او د افغانانو کورونه تالاشي کوي. دوی دې د پناه غوښتنې د قضیو غم وخوري چې له دې ځایه ووځو. زما د راتګ یو کال او څو میاشتې وشوې خو یو این ایچ سي آر UNHCR ته چې ورشم، وايي زنګ ته منتظر شئ، دلته یوازې افغانان تر پښو لاندې کېږي، ستونزې ورته جوړېږي، نور هېڅ هم نه شته."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د مارچ په دویمه په یوه خبري غونډه کې په پاکستان کې له افغانانو سره د نامناسبې رویې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې دوی په دې اړه له پاکستان سره خبرې کوي او د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادونو غواړي چې له افغانانو سره د کډوالۍ نړیوالو اصولو ته په کتو چلند وکړي او د دې پنا غوښتونکو له ځورولو دې لاس واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس

ډېری افغانان په وروستیو کې پاکستان ته په دې خاطر تللي چې د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي هېوادونو ته د پناه غوښتنې قضیې تعقیب کړي.

دوی د پاکستان له حکومته شکایت لري چې په بېلابېلو بهانو دوی ستونزې جوړوي.

یوه افغان خبریاله چې نه غواړي نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخیستل شي وايي، له تېر یو کال راهېسې په پاکستان کې ژوند کوي او په تمه ده چې په امریکا کې یې د پناه غوښتنه ومنل شي، خو په خبره یې لا هم کوم ځواب نه دی ورکړل شوی.

په اسلام اباد کې د امریکا د پي۱ او پي۲ کېس لرونکو افغانانو د اعتراضیه غونډې انځور. February 26 2023
په اسلام اباد کې د امریکا د پي۱ او پي۲ کېس لرونکو افغانانو د اعتراضیه غونډې انځور. February 26 2023

نوموړې وايي، د اقتصادي ستونزو ترڅنګ دې بې برخلیک حالت ناروغۍ ورته پیدا کړي دي.

دا خبریاله هم د امریکا متحده ایالاتو له حکومته غواړي چې په پاکستان کې د مېشتو افغان پناغوښتونکو برخلیک معلوم کړي.

زموږ ژوند او برخلیک نامعلوم دی.

هغې زیاته کړه: "کله مو چې له خپل وطن څخه بې ځایه کړو، اوس خو زموږ غم وخورئ، زموږ برخلیک باید معلوم شي، ځکه زموږ اولادونه له زده کړو لرې پاتې شول، زموږ ژوند او برخلیک نامعلوم دی. داسې کسان دلته شته چې دوه یا درې کورنۍ په یوه اتاق کې ژوند کوي، دا به نو تر کله داسې وي؟ دوی باید زموږ برخلیک یوه طرفه کړي، یا دې راته ووايي چې نه مو غواړو او یا مو که غواړي هم، زموږ کارونه دې خلاص کړي."

په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منزه کاکړ تېره ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې پاکستاني پولیس ان هغه افغانان هم ځوروي چې په قانوني اسنادو دې هېواد ته ورغلي دي.

اغلې کاکړ مخکې د کراچۍ په زندانونو کې د هغو سلګونو افغانانو په اړه هم څرګندونې کړې وې چې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله په بد وضعیت کې دي.

د نوموړې په خبره، دوی ډېری بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري او تر اوسه یې څلور کسه ترې په زندان کې مړه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG