د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۹

بلېنکن په ازبکستان کې د رسنیو او بشري حقونو د اساسي ازادیو د ساتنې غوښتنه کړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن منځنۍ اسیا ته په سفر کې نن د ازبکستان پر مشرانو فشار راوست چې د نویو اصلاحاتو د پلي کولو پر مهال بشري حقونو ته ډېر پام وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د ازبکستان پر مشرانو چې په دې هېواد کې نوي اصلاحات پلي کوي، فشار راوست چې د بشري حقونو ستونزو ته ځواب ووایي.

د فرانسپرس خبري د راپور له مخې بلېنکن یوه ورځ وروسته تر دې چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره په ګډه غونډه کې ګډون وکړ، د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې یې نن چهارشنبې له ازبک چارواکو سره خبرې وکړې.

د امریکایي چارواکو په خبره دواړه هېوادونه لېواله دي چې په خپلو کې اړیکې پیاوړې کړي.

بلېنکن د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره چې په ۲۰۱۶ کال یې د پخواني دیکتاتور ولسمشر اسلام کریموف تر مړینې وروسته د ولسمشر په توګه د دندې له پیلېدو سره د اقتصادي اصلاحاتو او د محدودې سیاسي پرانیستنې ژمنه کړې، وکتل.

بلېنکن له خبرو کې مخکې ویلي و چې دی به د میرضیاییف د اصلاحاتو په اړه خبرې وکړي او له ازبکستان سره یې اړیکې چې هغه خوزنده وبللې، وستایلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وویل چې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سیدوف سره په کتنه کې بلېنکن په دې هېواد کې د امریکا د پانګونې د زیاتوالي پر موضوع خبرې وکړې.

دواړو چارواکو همدارنګه د افغانستان په اړه چې ازبکستان په دې هېواد کې د تېرو دوو لسیزو جګړه کې د امریکا د متحدو ایالتونو ملاتړ کړی و، خبرې وکړې.

پرایس یې د خبرو نور جزییات نه دي په ډاګه کړي، خو ویلي یې دي چې بلېنکن همدارنګه په دې هېواد کې د رسنیو د ازادۍ او د شفافیت د خوندیتوب په شمول د بشري حقونو او د اساسي ازادیو د ساتنې غوښتنه وکړه.

د ازبکستان ولسمشر میرضیاییف تېره میاشت ویلي وو چې چارواکو پرې فشار راوستی چې د رسنیو مخه ونیسي، خو دی به هېڅکله هم دا کار ونه کړي.

خو د بشري حقونو ډلې وایي چې رسنۍ، سره له دې چې یو څه فشار پرې کم شوی، خو بیا هم تر سخت کنټرول لاندې دي او د حکومت مخالفان لاهم له زندان سره مخامخ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یوه ورځ مخکې پر روسیې د مرکزي اسیا د هېوادونو د اتکا د کمولو لپاره د نورو ۲۵ میلیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

دا سیمه چې له اوږدې مودې راهیسې د مسکو تر نفوذ لاندې ده، پر اوکراین د روسیې د یرغل له امله په کې اندېښنې زیاتې شوي دي.

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن به د جي شل د ډلې په غونډه کې د ګډون لپاره نن د هند په پلازمېنې، نوي ډیلي ته لاړ شي چېرې چې ټاکل شوې د هغه روسي سیال سرګي لاوروف به هم هلته وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د هند په کوربه توب دغه سبانۍ غونډه به چې هدف یې د نړۍ د سترو اقتصاد لرونکو ترمنځ د یووالي رامنځته کول دي، تر ډېره د اوکراین او له چین سره د کړکېچونو تر سیوري لاندې وي.

داسې نه ښکاري چې بلېنکن او لاوروف به جلا سره وګوري.

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو وروستی ځل د ۲۰۲۲ کال په جنوري کې څو اونۍ مخکې له دې چې روسیه پر اوکراین یرغل وکړي، مخامخ کتنه ترسره کړې وه.

XS
SM
MD
LG