د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا 'له ناورين د هېواد ژغورنې طرحه' خپره کړه


ارشيف
ارشيف

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا پرون ماښام په یوه غونډه کې اعلان وکړ چې "له ناورین د هېواد د ژغورنې طرحه" یې جوړه کړې ده.

د دې شورا غونډه چې په انلاین ډول خپرېده په‌کې تر ډېره د طالبانو مخالفو څېرو چې وړاندې یې سره وسله‌واله مبارزه هم کړې ګډون کړی و.

د دې شورا په طرحه کې د مذاکراتو او سیاسي ډیالوګ له لارې د بحران په حل، له مذاکراتو وروسته د انتقالي دولت په جوړېدو، د والیانو، ښاروالانو او ولسوالانو په انتخابي کېدو او د پارلماني غیر متمرکز نظام په جوړېدو ټینګار شوی و.

"افغانان نسبت بهرنیانو ته کولای شي خپلې ستونزې ښه درک کړي.

که څه هم د طرحې د وړاندې کولو پر مهال یو شمېر ګډون کوونکو په طالبانو او تر خوا یې په نړیوالې ټولنې سخت انتقادونه وکړل، خو ټینګار یې وکړ مخکې له دې چې فرصت له‌منځه ولاړ شي، باید د اوسني بحران لپاره یوه حل لار ولټول شي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا د رهبرۍ غړي عبدالرشید دوستم په مذاکراتو تاکید وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې له اوسني بحران څخه د افغانستان د ویستو لپاره مذاکرات پیل کړي.

نوموړي وويل: "افغانان نسبت بهرنیانو ته کولای شي خپلې ستونزې ښه درک کړي. طالبان یې هم درک کوي، له همدې امله موږ ښه کولای شو چې خپل‌منځي ستونزې خپله په ښه شکل حل کړو."

عبدالرشيد دوستم
عبدالرشيد دوستم

د دې شورا د رهبرۍ یو بل غړي عطامحمد نور بیا د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې په سیاست نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې نړیوالو طالبانو ته په قطر کې دفتر جوړ کړی و، خو اوس دوی ته د یوه رسمي دفتر د پرانستو اجازه ور نه‌کړه.

نوموړي ويلي: "ایا د دنیا دې ازادو او لویو ملتونو ته د شرم ځای نه‌دی چې یو فقیر ملت په داسې یو وضعیت کې پرېږدي چې ان له خپلو لومړنیو حقونو ته چې هغه ژوندي پاتې کېدل دي، همدا ډول ښوونځیو ته یې د لوڼو تلل او کار ته یې د ښځو تګ دی، لاس‌‌رسی و نه‌لري."

"تاسې ګورئ چې زموږ په هېواد کې قتل عام او د خلکو د کورونو سوځول روان دي.

دا په داسې حال کې ده، نړیوالو تل ویلي، چې د افغانستان د خلکو په خوا کې دي، دوی سره بشري مرستو ته ژمن دي او په هغه هېواد کې د ښځو له حقونو په ځانګړي ډول د دوی د زده‌کړې او کار له حقونو ملاتړ کوي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا د رهبرۍ یو بل غړي محمد محقق بیا نړیوالۍ ټولنې وغوښتل چې له طالبانو د خپل تعامل په اړه له سره غور وکړي.

نوموړي وويل: "تاسې ګورئ چې زموږ په هېواد کې قتل عام او د خلکو د کورونو سوځول روان دي. زموږ د ټولنې نیمه برخه له زده‌کړو بې برخې ده. د نړیوالو په مخ کې یې ښځې له زده‌کړو، کار او سیاست منع کړي چې دا کار نه په اسلام کې شته او نه په اوسنیو نړیوالو قوانینو کې. نو نړیواله ټولنه باید له دې "ناصالحه" او غیر مدني ډلې سره د خپلو اړیکو په اړه له سره غور وکړي."

د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد مو د دغو څرګندنو، د دې شورا د طرحې د منلو او نه منلو په اړه وپوښتل، خو ځواب یې را نه‌کړ.

مخکې بیا ښاغلي مجاهد د دغې شورا د بېلابېلو غړو د څرګندونو په اړه ویلي، چې دا ازمایل شوي څېرې دي او دوی اړتیا نه ویني، چې ورته ځواب ووايي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا شپږ میاشتې وړاندې له افغانستان بهر جوړه شوه.

په دې شورا کې د افغانستان یو شمېر سیاسیون او پخواني چارواکي شته چې په بېلابېل شکل په قدرت کې پاتې شوي او د جمهوري نظام له سقوط وروسته له افغانستان ووتل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG