د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

متقي: په افغانستان کې داعش نه‌شته او وروستي بریدونه له بهره واردو شویو کړي


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، په افغانستان کې داعش نه‌شته او وروستي بریدونه له بهره واردو شویو کړي.

داسې مهال چې په افغانستان کې د وروستیو اکثرو حملو مسوولیت د اسلامي دولت ډلې، داعش خراسان څانګې منلی، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، دا ډله په افغانستان کې له‌منځه وړل شوې ده.

هغه د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون سره مرکه چې پرون خپره شوې ادعا کړې چې په افغانستان هېڅ مخالفه وسله‌واله ډله او داعش نه‌شته.

متقي ویلي: "په افغانستان کې داعش نه‌شته. په افغانستان کې مخالفې ډلې نه‌شته، که دلته کومه پېښه کېږي دا له بهره را واردېږي. دا زموږ لپاره یو ښه زېری دی چې الحمد‌الله افغانان په خپل منځ کې مشکل نه‌لري."

طالب چارواکي په داسې وخت کې د داعش د له‌منځه وړو ادعا کوي چې تېرو نږدې دوو اوونیو دې ډلې په مزار شریف کې د طالبانو په والي د شوي ځانمرګي برید چې په پایله کې یې هغه ووژل شو مسوولیت ومانه او تر خوا دغې ډلې ومنله، چې د خبریالانو په یوې غونډه برید هم دوی کړی دی.

د دې تر څنګ، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته داعش ډلې په افغانستان کې د ډېرو نورو خونړیو حملو مسوولیت هم منلی چې په کې یې یو شمېر طالب چارواکي او د دوی نږدې پلویان هم په نښه کړي دي.

طالبانو هم وخت په وخت په افغانستان کې داعش ډلې په وړاندې د عملیاتو خبره کړې او ویلي چې د ان د دوی یو شمېر مشران یې په کې له منځه وړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د تېرې فبروري میاشتې په ۲۷مه په یوه اعلامیه کې وویل چې دوی په یو لړ عملیاتو کې، چې د کابل په خیرخانې سیمه کې کړي، د قاري فاتح په نوم د داعش ډلې د خراسان څانګې یو کلیدي غړی وژلی دی.

د یادونې ده چې په افغانستان کې دننه د طالبانو خلاف، درې نورې مخالفې جبهې (د مقاومت ملي جبهه، د ازادۍ جبهه او د ازادۍ ملي غورځنګ) هم شته چې وخت ناوخته په طالبانو د بریدونو مسوولیت مني، وسله‌واله مبارزه کوي.

د مقاومت جبهې غړي چې اوسمهال د طالبانو پر ضد په جګړه بوخت دي.
د مقاومت جبهې غړي چې اوسمهال د طالبانو پر ضد په جګړه بوخت دي.

په افغانستان کې د داعش دلې د خراسان څانګې د ګواښ په اړه د نړیوالو اندېښنې هم شته.

درې ورځې وړاندې په منځني ختیځ کې د امریکا جګپوړی قوماندان مایکل کوریلا وویل، په شپږو میاشتو کې به داعش خراسان څانګه چې په افغانستان کې ده، ښايي وتوانېږي د امریکا او د نورو لوېدیځو هېوادونو د ګټو لپاره له افغانستان بهر په نورو هېوادونو بریدونه وکړي.

تر خوا یې روانه میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل راپور کې په افغانستان کې د داعش ډلې د وسله‌والو او ګواښ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ.

خو له دې ټولو سره سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، له افغانستانه نړۍ ته هېڅ داسې ګواښ نه‌شته.

د امنیتي مسایلو پوه اسدالله ندیم بیا وايي ، د داعش په اړه د طالب چارواکو څرګندونې له حقیقته لېرې دي او زیاتوي، په افغانستان کې نه یوازې دا چې داعش ډله شته، بلکې اکثریت غړي یې خپله د طالبانو له لیکو جلا شوي وسله‌‌وال دي.

د امنیتي مسایلو پوه اسدالله ندیم
د امنیتي مسایلو پوه اسدالله ندیم

ندیم ووویل: "په حقیقت کې داعش له طالبانو جلا شوې، ځکه طالبان داعشي او داعش طالباني مفکوره لري. دوی توپیر نه‌لري، جګړه یې د قدرت او ګټو لپاره ده. البته د داعش په منځ کې بهرني اتباع شته له دې انکار نه‌شي کېدای، خو د طالبانو په لیکو کې هم بهرني ترهګر شته. لکه عربان، پاکستانیان او ان ترکان."

د مارچ په۱۴مه د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ د 'ترهګرۍ د نړیوال شاخص' په کلني راپور کې افغانستان د څلورم پرله پسې ځل لپاره د ترهګرۍ څخه د متضررو هېوادونو په سر کې راوست چې ښيي دا هېواد لا هم د ترهګریزو بریدونو له ګواښ سره مخ دی.

هغه ګواښ چې د داعش په څېر ډلو له‌خوا افغانستان متوجه دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG