د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

د سيمې يو شمېر هېوادونو ازبکستان کې د افغانستان په اړه غونډه کړې


ازبکستان کې د افغانستان په اړه د سيمې د هېوادونو غونډه
ازبکستان کې د افغانستان په اړه د سيمې د هېوادونو غونډه

د ازبکستان پلازمېنه تاشکند نن سه‌شنبه د افغانستان په اړه د سیمې د یو شمېر هېوادونو د استازو کوربه و.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، په دې ناسته کې د افغانستان په سیاسي وضیعت، تل پاتې سولې، د سیمې د هېوادونو په اندېښنو او افغانستان سره د بشري مرستو پر څرنګوالي بحث شوی.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ګډون کوونکو له افغانستان سره د ښو اړیکو په درلودو ټینګار کړی.

سره له دې چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې ناستې په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي خو ويل شوي چې، په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د چین، روسیې، ایران، پاکستان، تاجکستان او ترکمنستان هېوادونو ځانګړو استازو کډون کړی و.

په دې اړه مو د طالبانو نظر وغوښت خو ویاند یې ویاند ذبیح‌الله مجاهد د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

له بلې خوا بیا د چارو یو شمېر کتونکي د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو دغه ډول ناستې سره له‌دې چې ښه ګام بولي خو په باور یې زیات اغېز نه‌لري.

له ډلې یې خلیل احمد نادم وايي، د سیمې هېوادونه د دې لپاره د افغانستان په اړه غلي نه‌شي پاتې کېدلی چې دوی د افغانستان روان حالات د خپل ځان په وړاندې خنډ بولي.

نوموړی وايي: "دغه ۷ هېوادونه چې په تاشکند کې راټولیږي او د افغانستان په اړه دل‌چسپي ښیي د دې معنا دا ده چې په افغانستان کې حاکمان د اوس لپاره د دغه هېوادونو د پرمختګ مانع ګرځېدلي، افغانستان د وصل یو نقطه ده چې کولای شي جنوبي اسیا له منځنۍ اسیا، غرب او شرق له یو بل سره وصل کړي، دغه هېوادونه ټول د دې په تمه دي چې په افغانستان کې سوله راشي او دوی وشي کولای خپلې اقتصادي راکړې ورکړې ترسره او تامین یې کړي."

افغانستان کې حاکمان د اوس لپاره د دغه هېوادونو د پرمختګ مانع ګرځېدلي

دغه ناسته داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو وخت نا وخت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په موجودیت اندېښنه ښودلې ده.

که څه هم طالبانو په وار وار د سیمې او نړۍ په وړاندې د افغانستان د خاورې د نه استعمال ډاډ ورکړی خو د تېر لمریز کال په اوړي کې داعش ته منسوبو وسله‌والو د افغانستان له خاورې پر ازبکستان او تاجکستان توغندیز بریدونه وکړل چې، په دې اړه یې د دواړو هېوادونو اندېښنې زیاتې کړې.

طالبانو له دغو بریدونو څو ورځې وروسته وویل، دکندز په امام صاحب ولسوالۍ کې یې هغه ډله وسله‌وال نیولي چې دغو توغندیزو بریدونو کې یې لاس درلود.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG