د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

د امريکا کانګرس له افغانستان د امريکايي پوځيانو وتل څېړي


د امريکا کانګرس
د امريکا کانګرس

د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو کمېټې اعلان وکړ چې، په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د بې بندوبسته وتلو د څېړلو لپاره به راتلونکې اوونۍ استماعیه غونډه دایره کړي.

د امریکايي رسنیو د راپور له‌مخې، په دې غونډه کې به، چې راتلونکې چهارشنبه/ د مارچ په اتمه / جوړیږي، د هغو دوو ډلو مشران هم ګډون وکړي چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت له پرځېدو سمدستي وروسته یې د تخلیې لپاره د چارتر الوتکو تابیا وکړه.

وروسته یې د تخلیې لپاره د چارتر الوتکو تابیا وکړه.

د کمېټې له رسمي اعلان سره سم، چې پر خپله ویبپاڼه یې کړی دی، د استازو جرګې د بهرنیوچارو کمېټې رئیس مایکل مک‌کال ویلي، کمېټه به «د کابل د سقوط په لړ کې او وروسته» تر سرلیک لاندې استماعیه غونډه جوړه کړي او په ترڅ کې به یې له افغانستانه د بېړنۍ تخلیې په اړه د حکومت چارې و ارزوي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې دا پرېکړه وروسته له دې کړې چې د کانګرس جمهوري‌پالو استازو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د بې بندوبسته ایستلو په اړه څېړنې پیل کړې؛ هغه چاره چې له کبله یې طالبانو کابل ونیوه او زرګونه وارخطا افغانانو د کابل د هوايي ډګر لور ته مخه کړه.

د کانګرس د بهرنیو چارو کمېټې رئيس د سږ کال په جنورۍ کې وویل، د خپل هېواد له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن څخه یې په یوه لیک کې غوښتي چې له طالبانو سره له خبرو رانیولې تر استخباراتي ارزونو پورې د ټولو ریکارډ یا کاپي ورولېږي.

د کابل هوايي ډګر د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهال، ارشيف
د کابل هوايي ډګر د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهال، ارشيف

مک‌کال دا کار سم ونه باله چې، د ده په وینا د امریکا د ولسمشر جو بایډن حکومت د ځواکونو د ایستلو په اړه معلومات له ځان سره ساتي او دوی ته یې نه ورکوي.

د امریکايي رسنیو د مالوماتو پر اساس، تېر کال له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په لومړۍ کالیزه کې په یوه راپور کې ویل شوي وو چې، د بایډن حکومت او په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د بې قیدوشرطه وتلو په اړه کانګرس ته د ضروري معلوماتو له ورکولو ډډه کوي او دا کار د دې مسلې په بشپړه څېړنه کې د کمېټې کار له خنډ سره مخامخوي.

ځینو نورو ادارو هم دې ته ورته شکایتونه کړي دي.

په دغو ادارو کې یوه هم سیګار یا په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د ځانګړي سرمفتش اداره ده چې څو ځلې یې د کانګریس غړیو ته ویلي چې، د امریکا له باندنیو چارو وزارت، د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې او همدا راز دفاع وزارت څخه د معلوماتو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG