د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

ولسي جرګه: د کابل او واشنګټن ترمنځ دې پر امنیتي او دفاعي سند بیا کتنه وشي


د افغانستان ولسي جرګې پرېکړه وکړه چې باید له امریکا سره په امنیتي او دفاعي سند دې له سره کتنه وشي.

ولسي جرګې د هېواد د روان ناوړه وضعیت په اړه د اندېښنې ترڅنګ د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي او دفاعي سند د بیا کتنې پرېکړه هم وکړه.

د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې په عمومي ناسته کې تر ډېره په امنیتي مسایلو بحثونه وشول او د دې جرګې غړو وویل چې په هېواد کې ناامنۍ وروستي حد ته رسېدلي دي.

امنیتي تړون افغانستان ته هېڅ ډول ګټه نه‎ده رسولې.

د دوی په خبره، امریکا د امنیتي او دفاعي سند په چوکاټ کې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره لازم اقدامات نه‎دي کړي او په دغه سند باید له سره کتنه وشي.

د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون چې د دې جرګې د چهارشنبې د ورځې ناستې مشري کوله په‎دې اړه داسې وویل:

همایون همایون
همایون همایون

"دغه امنیتي تړون افغانستان ته هېڅ ډول ګټه نه‎ده رسولې، دا څه ډول چې موږ او تاسو روان یو او هره ورځ درې،څلور سوه تنه تلفات ورکوو، موږ يوه ډله وکیلان د ياد امنیتي سند د بیا کتنې غوښتونکي یو، زیاتره کارتونه شنه دي، نو باید بیا کتنه وشي."

د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې په عمومي ناسته کې د دې جرګې شاوخوا ۱۵۰ غړو ګډون درلود چې د رأیو په اکثریت یې د امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند د بیا کتنې پرېکړه وکړه.

د دوی په خبره په هېواد کې تر بل هر وخت د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي او هره ورځ له سلګونه افغانانو قرباني اخلي چې دې مسئلې نور د خلکو زغم پای ته رسولی.

د ولسي جرګې يو شمېر غړو د ننګرهار د مومند درې او د کابل ښار وروستیو پېښو ته په اشارې سره وویل چې متحده ایالات اوس‎مهال په افغانستان کې د يوه نندارچي رول لري.

د دې جرګې يوه غړي عبیدالله بارکزي په‎دې اړه وویل:

"پاکستان دې وژني، ایران دې وژني، روس دې وژني، طالب دې وژني، داعش دې وژني او نورې بلاوې دې وژني، مګر امریکا سیل بینه راته ناسته ده، همدا شان يې په دا تېرو ۱۷ کلونو کې یې زموږ پوځ ته سل هلیکوپټرې ورنه‎کړې، هغه څه چې يو پوځ ورته اړتیا لري هغه یې را نه کړ نو اصلي خبره دا ده چې په دغه تړون له سره غور وکړو او افغانستان له دغه عذابه خلاص کړو."

د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي او دفاعي سند د افغان سیاسیونو ترمنځ د ځېنو اختلافاتو سره ـ سره د ملي يووالي حکومت په لومړیو کې لاسلیک شو.

په هغه وخت کې ځينې په‎دې اند وو چې د دې سند په لاسلیک سره به د افغانستان په وضعیت کې ښه والی راشي، خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون بیا ځينې نور د دغه سند له لاسلیکولو سره مخالف وو.

په ورته وخت کې د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي بیا د امریکا سره شوی امنیتي او دفاعي تړون د افغانستان په ګټه بولي او وايي چې د دغه سند له مخې امریکا متحده ایالات د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرستې کوي.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

دی وايي:

"زموږ تمه دا ده چې د پارلمان وکیلان په‎داسې حال کې چې افغانستان له ګواښ سره مخ دی، داسې طرحې وړاندې کړي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه پیاوړي شي، نه دا چې حاشیوي طرحو سره د افغانستان دښمنانو سره مرسته وکړي."

دا په‎داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ له پیل راهیسې په ولسي جرګه کې له امریکا سره د شوي امنیتي تړون پرسر د وکیلانو بحثونه روان وو، خو اوس به ولیدل شي چې دوی کله په دغه سند بیا کتنه کوي؟ او په‎دې اړه به د دې جرګې وروستۍ پرېکړه څه وي؟

راپور: محمد واصل وصال

  • پخواني معلومات

د افغانستان ولسي جرګه وايي، له امریکا سره شوی امنیتي تړون بیا څېړي.

د دغې جرګې غړو د چهارشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د رأیو په اکثریت پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د ناامنیو د وروستیو پېښو په غبرګون کې به له متحده ایالاتو سره د شوي امنیتي تړون بیا کتنه وکړي.

د روانې اوونۍ له پیل راهیسې په ولسي جرګه کې له امریکا سره د شوي امنیتي تړون پر سر د وکیلانو بحثونه روان وو.

د ولسي جرګې وکیلان وايي، نه‌پوهېږي د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ شوی امنیتي تړون په څه معنی دی؟ ځکه د دوی په وینا تر بل هر وخت افغانستان په بد امنیتي حالاتو کې دی، خو په دې هېواد کې مېشت بهرني ځواکونه چپ دي او د حالاتو د بدلون لپاره هېڅ راز مرسته نه‌کوي.

د ولسي جرګې غړي وايي د غزني په جګړه کې د پاکستانیانو وژل کېدو دا وښوده چې د یاد هېواد پوځيان عملاً د افغانستان په جګړه کې برخه لري او د شوي امنیتي تړون له مخې باید امریکا د دې پوښتنه وکړي، خو د دوی د چپ کېدو په معنی نه‌پوهېږي.

دوی وايي په همدې خاطر يې د رأیو په اکثریت پرېکړه وکړه چې په نږدې وخت کې به په دې جرګه کې د امنیتي تړون په موادو د جرګې د غړو له‌خوا بحثونه پیل شي.

XS
SM
MD
LG