د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د ننګرهار چارواکي: د مومند درې د تېرې ورځې انتحاري حمله کې ۶۸ تنه وژل شوي


د ننګرهار په مومند درې کې د خلکو پر لاریون د پروني ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۶۸ ته رسېدلی دی.

دا خبره د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن ازادي راډيو ته تأیید کړه.

هغه وویل ۱۶۵ تنه نور په دې ځانمرګي برید کې ټپیان شوي هم دي.

تر دې مخکې د شپې تر ناوخته د ۳۲ کسانو د وژل کېدو او لسګونه نورو د ټپي کېدو خبره کېدله.

چارواکي اندېښنه ښيي چې ښايي د مړو شمېر تر دې هم زیات شي.

پرون د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کې د ډکې په سیمه کې د خلکو پر لاریون ځانمرګی برید وشو او ګڼې کورنۍ یې د ویر په ټغر کېنولې.

چا د دې برید مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی، خو په وروستیو کې په ننګرهار کې د ورته مرګونو بریدونو پړه داعش یا اسلامي دولت ډلې په غاړه اخیستې ده.

  • پخواني معلومات

ننګرهار کې د تېرې ورځې د انتحاري حملې د قربانیانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا چارواکي وايي، د وروستیو شمېرو له مخې د دې ولایت د مومند درې د تېرې ورځې په انتحاري حمله کې ۶۸ تنه وژل شوي او نږدې ۱۳۰ تنه ټپيان شوي دي.

د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام‌الله میاخېل ازادي راډيو ته وویل چې ۳۳ جسدونه روغتونونو ته انتقال شوي او ۳۵ نور د پېښې له سیمې خپلو کورونو ته وړل شوي دي.

نوموړی وايي چې د اته ټپيانو روغتیايي حالت هم د اندېښنې وړ دی چې د ښې روغتیا په هدف کابل ته انتقال شوي دي.

دغه انتحاري حمله تېره ورځ له غرمې وروسته د ننګرهار ولایت د مومند درې ولسوالۍ د ډکې په سیمه کې د تورخم-جلال‌اباد په لویه لار د هغه لاریون کوونکو په منځ کې وشوه چې د محلي پولیسو د یوه سیمه‌ییز قوماندان پر ضد راټول شوي وو.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې پېښې پړه نه‌ده منلې.

  • پخواني معلومات

په ننګرهار کې د پرونۍ ځانوژونکې حملې د تلفاتو د شمېر د زیاتېدو په اړه جدي اندېښنې موجودې دي.

ننګرهار پرون سې شنبه بیا د څو خونړیو بریدونو شاهد و چې لسګونه کورنۍ یې د غم په ټغر کېنولې.

په یوه ورځ څلور بریدونه وشول چې په‌کې څو ښوونځي او د مومند درې په ولسوالۍ کې د ولسي خلکو یو اعتراضي غونډه په نښه شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر یا یوناما دا بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو غوښتنه کړې چې پر ولسي خلکو د دا ډول حملو د ترسره کوونکي دې عدالت ته راښکل شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو

د یوناما په یوې اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي دي:

"د ښوونځیو د زده‌کوونکو په شمول د غیر نظامي خلکو وژل یو فجیع او کرکجن ترورېستي اقدام او له نړیوالو قوانینو څخه شدید سرغړاوی دی. د یوناما په اعلامیه کې په ننګرهار کې په ځانګړې توګه پر ولسي خلکو او ښوونځیو د پرله‌پسې بریدونو په اړه اندېښنه ښودل شوې ده."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د مومند درې په ولسوالۍ کې پر ولسي خلکو دا برید غندلی دی.

له ارګ څخه په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې د پېښې له قربانیانو سره په مرسته ټینګار شوی، خو د دا ډول پرله‌پسې بریدونو د مخنیوي لپاره د اقداماتو څه نه‌دي ویل شوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د مومند درې په ولسوالۍ کې پر ولسي خلکو برید غندلی دی.

​د ننګرهار د ولایتي شورا یو غړی سهراب قادري وايي، لږ تر لږه ۵۰ مړي او ۴۳ ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي چې تېره شپه‌یې ازادي راډیو سره خبرې کولې، د مرګ ژوبلې د شمېر په اړه وویل:

"د مومند درې ولسوالۍ په ډکې سیمه کې پر لاریون کوونکو برید کې ۳۲ کسان وژل شوي او ۱۲۸ نور ټپیان دي. پنځه ټپیان چې روغتیايي وضعیت‌یې ډېر خراب و د الوتکو په وسیله کابل ته انتقال شوي. د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه نه‌دی او ښايي د مړو شمېر تر دې زیات شي."

که څه هم د ننګرهار د وروستیو بریدونو مسؤلیت چا پر غاړه نه‌دی اخیستی. خو تر دې مخکې د دا ډول ډېرو بریدونو پړه تر ډېره د داعش وسله‌والې ډلې منلې.
که څه هم د ننګرهار د وروستیو بریدونو مسؤلیت چا پر غاړه نه‌دی اخیستی. خو تر دې مخکې د دا ډول ډېرو بریدونو پړه تر ډېره د داعش وسله‌والې ډلې منلې.

تر دې مخکې په جلال‌اباد ښار کې د نجونو یو ښوونځي ته نږدې دوه پرله‌پسې چاودنې وشوې چې یو تن‌یې وواژه او څلور تنه‌یې ټپیان کړل.

د بهسودو په ولسوالۍ کې هم د نجونو یو ښوونځی د چاودنې شاهد و چې چاته په‌کې زیان نه‌دی رسېدلی.

خو په ډکې سیمه کې چې خلک د سیمه‌ییزو پولیسو د یو ځايي قوماندان پر ضد د اعتراض په توګه لارې ته راوتلي او د جلال‌اباد-تورخم لویه لاره‌یې تړلې وه، ځانوژونکي برید درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د وسله‌والو طالبانو سربېره د دې ولایت څو ولسوالیو کې د داعش د وسله‌والې ډلې د خراسان څانګه فعاله ده.

د ننګرهار په څو ولسوالیو کې د داعش د وسله‌والې ډلې د خراسان څانګه فعاله ده.
د ننګرهار په څو ولسوالیو کې د داعش د وسله‌والې ډلې د خراسان څانګه فعاله ده.

د ننګرهار د ولایتي شورا یو غړي ناصر کامه‌وال ازادي راډیو ته وویل، تر هغې چې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د داعش او نورو وسله‌والو ډلو د مرکزونو پر ضد پراخ عملیات ونه‌شي، دا ډول بریدونه به دوام پیدا کړي.

ناصر کامه‌وال وویل چې ننګرهار ته د ولسمشر اشرف غني په سفرونو او په کابل کې له ولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکو سره په لیدنو کې یې وخت په وخت دا یادونه کړې ده، خو د نوموړي په وینا مرکزي چارواکي په بېلابېلو پلمو د ننګرهار خلک تېر باسي.

افغان او امریکايي چارواکو تل ټینګار کړی چې د داعش د وسله‌والې ډلې پر ضد اقدامات کوي.

​که څه هم د ننګرهار د وروستیو بریدونو مسؤلیت چا پر غاړه نه‌دی اخیستی، خو تر دې مخکې د دا ډول ډېرو بریدونو پړه تر ډېره د داعش وسله‌والې ډلې منلې ده.

افغان او امریکايي چارواکو تل ټینګار کړی چې د داعش د وسله‌والې ډلې پر ضد اقدامات کوي، خو داسې ښکاري چې تر اوسه پورې د دې وسله‌والې ډلې پر ضد داسې کوم د پام وړ پرمختګ نه‌دی شوی چې د دې ډلې ترورېستي فعالیتونه راکم کړي.

XS
SM
MD
LG