د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

مارک میلي: امریکايي پوځيان به تر راتلونکو څو کلونو پورې په افغانستان کې وي


په افغانستان کې امریکایي پوځیان
په افغانستان کې امریکایي پوځیان

د امریکا لوی درستیز ويلي چې د دوی پوځيان به تر راتلونکو څو کلونو پورې په افغانستان وي.

د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي د (اې بي سي) ټلویزیون سره په یوې مرکه کې ویلي چې افغانستان ته د امریکايي پوځيانو د تک دلیل د سپټمبر د ۱۱مې ڼېټې د پېښې د تکرار مخنیوی و.

د ده په خبره، دا ډاډ باید ترلاسه شوی وای چې افغانستان بیا ځلي د ترهګرو په پټنځایونو نه بدلېږي.

د امریکا لوی درستیز مارک میلي
د امریکا لوی درستیز مارک میلي

د نوموړي په خبره، دغه ماموریت تر اوسه پورې نه دی بشپړ شوی او د بشپړولو او بریا لپاره یې باید افغان ځواکونه د افغانستان د کورني امنیت د ټينګښت جوګه شي، تر څو له خاورې یې په استفادې سره ترهګر په نور هېوادونو په ځانګړي ډول امریکا بریدونه ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ میاشت وړاندې ویلي وو چې خپل پوځیان به له افغانستانه وباسي.

ښاغلي ټرمپ چې د مینه سوتا په ایالات کې خپلو پلویانو ته وینا کوله، ویلي وو چې انګېرنه دا وه چې د امریکايي پوځیانو حضور به په افغانستان کې د لنډې مودې لپاره وي، خو د دغو ځواکونو ۱۹ کاله په افغانستان کې تېږېږي، اوس یې وخت رارسېدلی چې دغه پوځيان خپلو کورنو ته ستانه شي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت شورا د دې ترڅنګ چې له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې ټینګار کوي، خو وايي چې افغان امنیتي ځواکونه اوس د دې توان لري چې له خپلې خاورې دفاع وکړي.

د افغانستان د امنیت شورا ویاند کبیر حقمل په دې اړه رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ويلي: "ترهګري یوه نړېواله پدیده او د ټولې نړۍ لپاره خطر دی، موږ په دې برخه کې له ګډې همکارۍ ملاتړ کوو، خو د دې لپاره هم چمتو یوو چې که بهرنۍ مرستې نه وي او یا هم بهرني عساکر حضور ونه لري، موږ په یوازې ځان کولی شو چې له خپلې خاور دفاع وکړو، اوس هم افغان امنیتي ځواک په مېړانه د دې خاورې د دښمنانو پر وړاندې جګړه او قرباني ورکوي."

د افغانستان د امنیت شورا ویاند کبیر حقمل
د افغانستان د امنیت شورا ویاند کبیر حقمل

خو طالبانو بیا د امریکا د لوی درستیز د څرګندونو په اړه متفاوت نظر ورکړی.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي پیغام کې دغه څرګندونې په کلکو ټکو غندلي دي.

هغه ويلي، امریکا په داشان څرګندونو سره نشي کولی چې په افغانستان کې د اوږد مهال لپاره پاتې شي، د ده په خبره، داشان څرګندونې یوازې جګړه پراخولی شي.

په ورته وخت کې پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وايي، امریکا اوس په افغانستان کې د داعش ډلې له فعالیتونو اندېښنه لري.

دی وایي: "په دې حساسو شرایطو کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي، له بلې خوا په تاجکستان کې د داعش ډلې برید حالت نور هم حساس کړی، نو له همدې کبله امریکا په وېره کې ده چې داعش خپل مرکزونه افغانستان ته انتقال نه کړي."

له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ ۹ پړاوه خبرې وشوې.

خو دامریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دغه مذاکرات هغه مهال لغوه کړي چې په تېره سپټمبر میاشت کې په کابل کې د طالبانو له خوا په یو ځانمرګي برید کې د یو امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG