د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

د بادغيس چارواکو د ۱۵۰ سرتېرو د اسير کېدو خبرونه رد کړل


ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال
ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د بادغيس چارواکي هغه راپورونه نه‌تأييدوي چې په‌کې ويل شوي، وسله‌والو طالبانو په بالامرغاب ولسوالۍ کې شااوخوا ١٥٠ سرتېري اسيران کړي دي.

امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز پرون د ځينو سرچينو په حواله راپور ورکړى چې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د دغو کسانو نيول کېدل د سرتېرو تر ټولو لوى شمېر دى چې د جګړې پر مهال اسيران کېږي.

د ورځپاڼې په ليکنه دغه سرتېري چې ګاونډي هېواد ترکمنستان ته اوښتي وو، د هغه هېواد له‌خوا بېرته د افغانستان خاورې ته اخراج او بيا د طالبانو په لاس اسيران شول چې له دې سره په بالامرغاب کې د جګړې پر مهال د نيول شويو سرتېرو شمېر ١٩٠ ته ورسېد.

خو د بادغيس د والي وياند وايي، د سلو په شااوخوا کې سرتېري تر جګړې وروسته له خپلو وسلو او تجهيزاتو سره ترکمنستان ته اوښتي.

جمشید شهابي پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل، د دې موضوع په باب د بهرنيو چارو وزارت د ترکمنستان له مقاماتو سره خبرې کړې دي.

نوموړي وویل:

"هڅه وشوه، د بالامرغاب موريچاق سيمې څخه د سرحدي پوليسو کنډک خوندي سيمې ته انتقال کړو. بالاخره زموږ د ١٠٠ په شااوخوا کې سرتېري د پرېکړې پر اساس د ترکمنستان سرحد ته ورسېدل، خو هلته هم له وسله‌والو مخالفانو سره په جګړه بوخت وو. تر دوو ورځو وروسته د بهرنيو چارو وزارت له‌خوا له ترکمنستان سره تماس ونيول شو، دوى «امنيتي ځواکونه» له خپلو تجهيزاتو او وسايلو سره د ترکمنستان هېواد ته واوښتل او ټاکل شوې د تورغونډۍ له لارې افغانستان ته داخل شي."

د والي وياند وايي، تر ٣٠ پورې نور سرتېري د قومي تړونونو پر اساس له خپلو پوستو څخه خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

خو د بادغيس د ولايتي شورا رئيس عبدالعزيز بېګ ازادي راډيو ته ويلي چې ترکمنستان خپلې خاورې ته د ۱۰۰ په شااوخوا کې د افغان سرتېرو د داخلېدو مخه نيولې ده او دې خوا ته وسله‌وال طالبان دوى ته په سنګر کې ناست دي.

د والي وياند په بالامرغاب کې د دولت د فعالو وسله‌والو مخالفانو شمېر ٢٠٠٠ ګڼي او وايي، د هغوى په منځ کې بهرني اتباع هم شته.

عبدالکريم نصرت چې په بادغيس کې مېشت دى وايي، په ټول ولايت کې وضعيت کړکېچن دى.

ښاغلی نصرت زیاتوي:

"پوځي حالت دى. که طالبان دي يا د دولت وسله‌وال مخالفان، د کمزوريو په ټکيو پسې ګرځي، کله چې په بادغيس کې کمزورۍ موجودې وي او امکانات لږ وي او بادغيس زيان منونکى وي، هر مخالف چې وي، دا کار کوي."

په بادغیس کې یو افغان سرتېری
په بادغیس کې یو افغان سرتېری

په هرات کې د ازادي راډيو خبريال وايي، په بالامرغاب کې دغه جګړه له ۱۲ ورځو راهيسې روانه ده چې په نتيجه کې يې د ولايتي شورا د غړو په خبره تر ۱۰۰ زيات افغان پوځيان وژل شوي دي.

د بادغيس د والي وياند جمشيد شهابي بيا وايي، په‌دې جګړه کې د افغان پوځيانو په پرتله د دولت وسله‌والو مخالفانو ته زياته مرګ ژوبله اوښتې ده.

قاري يوسف احمدي او د وسله‌والو طالبانو وياند معرفي کوي، ادعا کړې چې د الخندق عملياتو په لړ کې يې په بالامرغاب کې جنګياليو د ٤٨ ساعتونو په موده کې ٧٢ پوليس او سرتېري نيولي دي.

خو د والي وياند وايي، ډېر ژر به بالامرغاب ولسوالۍ د وسله‌والو له موجوديته تصفيه شي.

هڅه مو وکړه، د بادغيس د بالامرغاب د وروستي وضعيت په اړه د دفاع وزارت د وياند نظر هم واخلو، خو د هغه په موندلو بريالي نه‌شوو.

خو د دفاع وزارت وياند قيس منګل نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته پرون ويلي، هغه کسان چې وسله‌والو ته تسليم شوي، منظم سرتېري نه، بلکې غير منظم ملېشه پوځيان دي.

XS
SM
MD
LG