د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

نیویارک ټایمز: طالبانو د سولې د خبرو تر څنګ په دې وروستیو کې لوی بریدونه هم کړي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د دې سربېره چې طالبان د امریکا له متحده ایالاتو سره د سولې خبرې مخته وړي، دوی یو لړ لوی بریدونه په وروستیو کې کړي دي.

ورځپاڼه په دې ترڅ کې په بادغیس کې د روانې اوونۍ حملې ته اشاره کوي چې طالبانو د افغانستان د ملي اردو پر یوه مرکز برید وکړ.

د ازادي راډیو د خبر څانګه د بادغیس د والي د ویاند جمشید شهابي په وینا څرګندوي چې په دې حمله کې ۱۳ پوځیان وژل شوي او ۱۲ نور اسیران شوي دي.

نیویارک ټایمز د بادغیس د ولایتي شورا د مشر عبدالعزیز بېګ په وینا لیکي چې د طالبانو یوې لویې ډلې په بالامرغاب ولسوالۍ کې له څلور ساعتونو جګړې وروسته په دې مرکز کې شته پوځیان یا ووژل او یا یې ونیول.

ښاغلی بېګ زیاتوي چې د بالامرغاب ولسوالۍ له سقوط سره مخامخ ده او حکومت ورته پاملرنه نه‌کوي.

نیویارک ټایمز د دې پېښې په تړاو د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند قیس منګل خبره هم را اخیستې ده چې وایي، طالبانو څلور امنیتي پوستې لاندې کړې دي او زموږ ارتباط له دې ځواکونو سره قطع شوی دی، نو له دقیقو تلفاتو خبر نه‌یوو.

منګل زیاتوي چې سیمې ته کمانډو استول شوې او الوتکې لېږل شوې دي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د ژمي په لومړیو میاشتو کې چې هوا سړه وه، د طالبانو حملې لږې وې، خو اوس زیاتې شوې دي او تېره اوونۍ په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو پر مهال نږدې ۱۲۰ افغان پولیس، عسکر او حکومت پلوه وسله‌وال وژل شوي دي.

  • ګارډین

جګړې پر ځینو اوږدمهاله اغېز کوي.

ګارډین ورځپاڼې په دې لړ کې د افغانستان د باسکټبال د ښځینه معلولو لوبغاړو په وړاندې شته ستونزو ته پاملرنه کړې ده.

ورځپاڼې د بېلګې په ډول نیلوفر بیات یاده کړې ده او د دې په وینا لیکي چې کله ناکله د نا امنیو له امله د دوی تمرینات لغوه کېږي.

اغلې بیات زیاتوي چې د اکثرو لوبغاړو ملاتړ د دوی کورنۍ نه‌کوي.

ګارډین وړاندې لیکي، بیات خپله لومړۍ لوبه په یوه ازاد میدان کې په کابل کې ترسره کړه چې اکثرو نارینه لیدونکو دې ته بد رد وویل.

خو پر دې سربېره بیا هم اغلې بیات خپله لوبه کوي او لاس نه‌ترې اخلي.

ګارډین لیکي، نن دغه ۲۴ کلنه افغانه چې د باسکټبال د معلولانو د لوبډلې مشره ده، د لوبډلې له نورو لوبغاړو سره هڅې کوي چې راتلونکی کال د دوی ټیم د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د پارا المپیک په لوبو کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG