د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

روسیې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د کمېدو د اعلان هرکلی وکړ


ارشیف، امریکايي ځواکونه د خپل هېواد په لور روان دي.
ارشیف، امریکايي ځواکونه د خپل هېواد په لور روان دي.

څو ورځې وروسته له هغه چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د کمولو اعلان وکړ، روسیې دا اقدام ستایلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۵» په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د یوې برخې ایستل د دغه هېواد د سولې پروسې سره مرسته کولای شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا په مسکو کې د یوې خبري غونډې پر مهال
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا په مسکو کې د یوې خبري غونډې پر مهال

نوموړې وویل:

"موږ د امریکا د حکومت له لوري دا اعلان چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو نیمایي برخه باسي، غور کړی دی. موږ دا پر سمه لور یو ګام ګڼو چې کولای شي د سولې پروسه لا نوره هم رانږدې کړي، خو اوس به وکتل شي چې دا اعلان به په عمل کې څنګه ترسره کېږي."

زاخارووا د افغانستان د بحران د هواري لپاره د پوځي لارو پر ځای پر سیاسي او ډیپلوماتیکو هڅو ټینګار کړی دی.

په‌دې وروستیو کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له لوري هغه اعلان چې وایي، له افغانستانه به خپل اووه زره سرتېري وباسي، په نړیواله سطح بحثونه تاوده کړي دي.

  • پنټاګون

که څه هم پنټاګون په رسمي ډول د دغو سرتېرو د ایستلو په اړه څه نه‌دي ویلي او نه‌یې د ایستلو نېټه معلومه ده، خو ځینو د ولسمشر ټرمپ د دې پلان هرکلی او ځینو یې بیا د بدو عواقبو خبرداری ورکړی دی.

  • پاکستان

پاکستان چې د افغانستان ګاونډی دی او د دغه هېواد په بحران کې ښکېل هېواد بلل کېږي هم د امریکا د دې اعلان هرکلی کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ډسمبر پر ۲۲مه په ملتان کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د امریکا د دې احتمالي پلان هرکلی کوي.

  • چین

د چین د بهرنیو چارو وزارت د ډسمبر پر ۲۵مه وویل چې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې پر نویو بدلونونو خبرې وکړې، خو دا یې مشخصه نه‌کړه چې پر کومو بدلونونو؟

  • افغانستان

په‌خپله د افغانستان حکومت ویلي، که د امریکا دا پلان عملي شي، د افغانستان پر امنیت به منفي اغېز ونه‌کړي.

افغان چارواکي وایي، له تېرو څلور نیمو کلونو راهیسې د افغانستان امنیتي چارې په بشپړ ډول افغان امنیتي ځواکونه پر مخ وړي او بهرني سرتېري یوازې د روزنې او تخنیکي مرستو کې حمایوي رول لري.

اسوشیټېډ پرس خبري اژانس د ځینو پټو سرچینو په حواله ویلي چې د امریکا په دفاع وزارت کې له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د وتلو پر پلان خبرې کېږي او که تأیید شي، تر راتلونکي اوړي به د امریکایي سرتېرو نیمایي برخه له افغانستانه وایستل شي.

امریکا په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ عسکر لري.

  • وسله‌وال طالبان

وسله‌والو طالبانو هم تل په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او اوربند لپاره له‌دغه هېواده د بهرنیو پوځیانو وتل عمده شرط ګڼلی دی.

د دغې ډلې استازو په ابوظبي کې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره په خبرو کې پر دې شرط بیا ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG