د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

واشنګتن پوسټ د طالبانو له لورې د احتمالي اوربند مساله څیړلې ده


واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، له طالبانو سره د امریکا د خبرو له بې نتیجې پاتې کېدو سره سره په تېرې یوې اوونۍ کې داسې اوازې خپرې شوې دي چې طالبان به اوربند وکړي.

که څه هم طالبانو دا اوازې رد کړې دي، خو د واشنګتن پوسټ په باور دې ډلې د سولې یوې ناڅرګندې موافقې ته چمتوالی ښکاره کړی دی.

واشنګتن پوسټ بیا لیکي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې له کله واشنګتن ته ستون شوی، له طالبانو سره د سولې د خبرو او له پاکستاني چارواکو سره د خپلې لیدنې کتنې په برخو کې پټه خوله پاتې شوی دی.

افغان چارواکي وایي، د سولې د خبرو د پرمختګ په اړه یې نه له طالبانو او نه له امریکایانو څه نوي څه اوریدلي دي.

طالبانو تل دا خبره رد کړې ده چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې مخته یوسي، خو د واشنګتن پوسټ په وینا که چیرته اشرف غني له اټکلونو سره سم د سپټمبر میاشتې د انتخاباتو ګټونکی اعلان شي، نو دا فرصت به ترلاسه کړي چې د سولې د خبرو مشري وکړي.

د ورځپاڼې په باور د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې د اختر په ورځو کې د طالبانو له درې ورځني اوربند وروسته، په افغانستان کې جګړې په شدت له سره پیل شوې او تر هغه راوروسته د اتلسو میاشتو په ترڅ کې په زرګونو ملکیان او دولتي ځواکونه وژل شوې دي.

امریکا متحده ایالتونو هم په دې موده کې خپل څلوېښت پوځیان له لاسه ورکړي دي.

واشنګټن ایګزامنر:

بله امریکایۍ ورځپاڼه، واشنګتن ایګزامنر بیا لیکي، په تیرو پنځو کلونو کې تر بل هر کال په ۲۰۱۹ کې ډېر امریکایي پوځیان په افغانستان کې وژل شوې دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، تېرې ۱۲ میاشتې افغانستان د امریکایي سرتېرو لپاره له ۲۰۱۵ را په دې خوا تر بل هر کال خونړی و چې پکې د ټولو وژل شویو امریکایي عسکرو شمېر ۲۲ ته رسیږي.

ورځپاڼې د ډیموکراسۍ د دفاع په نوم د بنسټ د یوه جګپوړي چارواکي بیل روګ ګېو خبرې راخیستې دي چې وایي، طالبان په اوبو کې وینه بوی کوي او دوی په دې باور دي، که چیرته امریکایانو ته ډېر زیان واړوي هغوی به له افغانستانه ووځي.

د امریکا د متحد ایالتونو محارب ماموریت په ۲۰۱۴ کال کې هغه وخت پای ته ورسید چې ولسمشر بارک اوباما هغه وخت له افغانستانه د لسګونو زرو امریکایي پوځيانو د وتلو اعلان وکړ، په هغه کال ۵۵ امریکایي سرتیرې په افغانستان کې وژل شوي وو، خو یو کال مخکې په ۲۰۱۳ کې ۱۲۳ امریکایي سرتېرو په افغانستان کې ژوند له لاسه ورکړی و.

واشنګتن ایګزامینر لیکي، د دې سربیره چې تېر کال امریکایانو له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړې، د متحده ایالتونو د پوځیانو د تلفاتو شمېر په افغانستان کې لوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG