د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

"له افغانستانه د امریکایي ځواکونو بشپړه وتنه د پاکستان لپاره ګواښ"


د امریکا لپاره د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني
د امریکا لپاره د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني
د امریکا لپاره د پاکستان پخوانی سفیر "حسین حقاني" وايي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو بشپړه وتنه به د پاکستان لپاره خطرناک عواقب ولري.

حقاني چې ډیر کلونه یې ژورنالیستیکي کارونه کړي دي او د پاکستان د څلورو وزارتونو سلاکار پاتې شوی، په ۲۰۰۸ کال کې په امریکا کې د پاکستان د سفیر په توګه وټاکل شو.

حسین حقاني درې نیم کاله په امریکا کې د پاکستان سفیر و.

د خپل کار په موده کې د امریکا او پاکستان په اړیکو کې د لوړو ژورو سره تر مخامخ کېدو وروسته، حسین حقاني په ۲۰۱۱ کال کې استعفی وکړه.

ښاغلی حقاني اوسمهال د امریکا د باسټن پوهنتون د نړیوالو اړیکو د مرکز مشر دی.

دی وايي، چې د امریکا او پاکستان لپاره لازمه ده، چې د راتلونکو اوږدمهالو اړیکو ټینګولو لپاره کار وکړي.

حسین حقاني د ازادي راډیو خبریال "ریچار سولاش" ته په ځانګړې مره کې وویل؛ چې په بشپړ ډول د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل او په کړکیچن حالت کې د دې هیواد پریښودل به د پاکستان لپاره خطرناکې پایلې ولري.

د حسین حقانی په وینا، د ۲۰۱۴ کال تر پایه د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د پاکستان پر حالاتو منفي اغیز کولای شي.

ده وویل: "متحد ایالات نه شي کولای، چې افغانستان په کړکیچن وضعیت کې پریږدي. امریکا د دې کار تر عهده نه شي وتلای او که چیرې داسې وکړي؛ نو د پاکستان لپاره به یې پایلې د ناورین څخه ډکې وي.

د افغانستان ثبات د پاکستان په ګټه دی. هغه اختلاف چې موږ د افغانستان په ارتباط د پاکستان او امریکا په نظر کې وخت ناوخت مشاهده کوو؛ په دې کې دی، چې دواړه هېوادونه د یوه باثبات افغانستان څه ډول تعریف وړاندې کوي."


حسین حقاني زیاته کړه، چې متحدو ایالاتو او پاکستان ته ښايي چې د پوځي متحدینو په توګه نه بلکې د ملګرو هیوادونو په توګه د خپلو اړیکو پر راتلونکي فکر وکړي.

ده وویل، چې په تیرو څو لسیزو کې د امریکا او پاکستان روابط د (متحدینو) په توګه د یوې معاملې پر بنا ټينګ وو؛ خو دواړه هیوادونه د اوږدې مودې لپاره د اړیکو ټینګولو ته اړتیا لري.

د حقاني په وینا، هر اتحاد په حتمي ډول د یوه بل لوري سره په مخالفت کې واقع کیږي او تل د یوه ګډ تهدید د موجودیت په خاطر رامنځ ته کیږي.

د پاکستان د ملي امنیت ادارې او استخبارات د خپل هیواد د ملي ګټو لپاره موجودو ګواښونو ته په داسې نظر ګوري؛ چې د متحدو ایالاتو د لید لوري سره مطابقت نه لري، له دې امله دا دواړه هیوادونه متحدین نه شي پاتې کیدلای:

"زه وایم، که چیرې دواړه هیوادونه د تیرو ۶۵ کلونو شراکت څخه وروسته لا یوه ګډ تفاهم ته نه دي رسیدلي، نو دواړو ته ښايي چې د خپلو اړیکو بنسټ بدل کړي.

پاکستان او امریکا باید یوه بل ته د متحدینو په سترګه کتل بند کړي او د راتلونکې لپاره د ملګرتیا پر ټینګولو باندې غور وکړي.

د ملګرتیا دا اړیکي باید د دواړو هیوادونو د ولسونو ترمنځ وي؛ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو ملګرتیا باید رامنځ ته شي؛ نه پوځي اتحاد."

په متحدو ایالاتو کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني تل د دې هیواد په کورني سیاست، امنیتي چارو او بهرنۍ پالیسۍ کې د پوځ پر سیاسي رول د عمده منتقدینو څخه پاتې شوی دی.

د ده په وینا، پاکستان په تیرو کلونو کې د پوځ د سیاسي رول څخه ډير کړیدلی دی؛ ځکه پوځ نه یوازې دا چې د دې هیواد واکمني اخیستې، د پاکستان لپاره د ښه او بد سیاسي ټاکنې یې هم کړې او دا کار باید په اساسي ډول د پارلمان، مطبوعاتو او مدني ټولنې له خوا ترسره شي.

ښاغلي حقاني په پاکستان کې د سیاسي فعالیت لپاره د پوځ په دریځ کې د بدلون د امکان په اړه وویل:

"زما په باور د پاکستان پوځ په مستقیم ډول د سیاسي کنټرول ټينګولو څخه اوس لاس اخیستی دی؛ خو تر اوسه یې د دې هیواد پر سیاسي فضا خپل نفوذ ټینګ ساتلی دی.

زیات شمیر متقاعد پوځي جنرالان لا هم دا فکر کوي؛ چې یوازې دوی په دې پوهیږي، چې د پاکستان ګټې په څه شي کې نغښتي دي او هغه کسان چې د دوی سره مخالفت کوي؛ پاکستان ته وفادار نه دي.

خو دا غلط تحلیل دی. فکر کوم چې ملکي پاکستانیان باید میدان ته راشي او خپل نظر څرګند کړي. یوازې هغه وخت چې ملکي پاکستانیان خپل نظر او د هغه چوکاټ سره چې په دودیز ډول د پوځيانو له خوا رامنځ ته شوی؛ د خپل اختلاف ټکي څرګند کړي، پاکستان د پوځ د نفوذ څخه وتلای شي."


حسین حقانی هیله څرګنده کړه، چې په پاکستان کې د راتلونکو انتخاباتو نتایج که هر څه وي؛ په دې هیواد کې به د ډيموکراسي پراختیا دوام پیدا کړي او سیاست به داسې پاخه حالت ته ورسیږي؛ چې پاکستاني سیاست مداران به د پخوانیو مسایلو په اړه د جنګ جګړو پر ځای، د موجودو ستونزو او راتلونکو شرایطو په اړه غور پيل کړي.
XS
SM
MD
LG