د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

نیوزویک: ښايي ډونالډ ټرمپ د امریکا او طالبانو په هوکړه تېر ایستل شوی وي


ځینې بهرنۍ ورځپاڼې
ځینې بهرنۍ ورځپاڼې
  • نیوزویک

نیوزویک مجلې د امریکا او طالبانو تر منځ توافق ته پام کړی او د یوه ډیموکراټ سناتور له قوله یې لیکلي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښايي په دې توافق کې تېر ایستل شوی وي.

سناتور کریس مورفي د امریکا او طالبانو تر منځ د محرمو اسنادو د حضور په اړه له خبرېدو وروسته ویلي چې د وضعیت په اړه اندېښمن دی.

د دې توافق تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو ویاند د دوشنبې په ورځ د مارچ په نهمه نېټه اعلان وکړ چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر په څلور نیمو میاشتو کې له ۱۳ زرو څخه ۸۶۰۰ ته کمېږي.

امریکايي سناتور کریس مورفي ویلي چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو وتل تر وخت مخې اقدام دی او په دې اړه اندېښنه لري.

د دې سناتور په وینا د هغه څه پر اساس چې په سند کې یې لېدلی، ډونالد ټرمپ تېر ایستل شوی دی.

تر دې مخکې د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو ویلي وو چې له طالبانو سره په توافق کې دوه محرم اسناد شته.

د امریکا د کانګریس غړيو د دې توافق متن تر لاسه کړی او ویل کېږي چې په کانګریس کې به ورباندې بحثونه کېږي.

ویل کېدل بین الافغاني خبرې د سې شنبې په ورځ د مارچ په ۱۰مه پیل شي خو د نیوزویک مجلې په وینا، د حکومت او طالبانو تر منځ خبرې تر اوسه له ننګونو سره مخامخ دي.

له یوې خوا طالبانو له حکومت سره خبرې رد کړي او له بلې خوا د مجلې په باور، ټولې پروسې هغه مهال ماتې وخوړه چې امریکا له طالبانو سره پر دې سربېره موافقه لاسلیک کړه چې د طالب زندانیانو په اړه اختلافات وو.

د نیوزویک په لیکنه، تر اوسه د افغانستان په سیاسي راتلونکي کې د طالبانو رول نه دی مشخص شوی خو د ښځو د حقونو فعالان اندېښنه لري چې په حکومت کې د طالبانو شاملېدل به د دوی ۱۸ کلنې لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ کړي.

  • ډیفنس پوسټ

ډیفنس پوسټ خپرونې بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې لیکل شوي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې پر اساس د امریکا پوځ له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستل پیل کړي دي.

دا خبره د دوشنبې په ورځ د امریکا دفاع وزارت وکړه.

تر دې یو څه مخکې داعش سخت دريځې ډلې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې پر مراسمو د راکټي حملې مسئولیت ومانه.

اوسمهال په افغانستان کې شااوخوا ۱۲ زره امریکايي پوځيان دي.

په قطر کې د لاسلیک شوې موافقې له مخې به له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه په ۱۴ میاشتو کې وځي او په بدل کې طالبانو یو شمېر امنیتي ژمنې کړي دي.

مقاله د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر خبرو ته په اشاره لیکي چې د روانې میاشتې په لومړیو کې یې وویل چې د ځواکونو وتل مشروط دی خو دا یې ونه ویل چې ایا طالبانو توافق کړی چې پر افغان ځواکونو به حملې نه کوي که نه.

مقاله همداراز په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د ویاند له قوله لیکي چې وايي: "د امریکايي سرتېرو پر کمېدو سربېره به د تروريزم پر ضد د ناټو د مبارزې په ګډون د القاعده او داعش پر وړاندې عملیات او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ دوام وکړي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG