د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

امريکا: د دوحې هوکړه د افغان حکومت د کمزوري کېدو لامل شوه


د امريکا او طالبانو تړون
د امريکا او طالبانو تړون

په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې درې کاله پوره شول د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبانو په دغه هوکړه کې له متحده ایالاتو سره کړې ژمنې نه‌‌دي پوره کړي.

د دې وزارت ویاند نېد پرایس تېره ورځ ناوخته د دوحې هوکړې د درېیمې کلیزې پر مهال په یو خبري کنفرانس کې وویل، طالبانو له ترهګرو ډلو سره په تعامل، په ځانګړي ډول د القاعده پخواني مشر ایمن الظواهري ته د پناه ورکولو په برخه کې نامطلوب ګامونه اخیستي دي.

خو نوموړي د دوحې تړون د طالبانو د پیاوړي کېدو او افغان حکومت د کمزوري کېدو لامل وباله.

"طالبانو پر هغو ژمنو چې د دوحې په تړون کې یې کړې وې عمل نه‌دی کړی.

ښاغلي پرایس وویل، طالبانو په دې هوکړه کې همدا راز ژمنه کړې وه چې، د سیاسي مذاکراتو له لارې به یو توافق ته ورسېږي، دا کار باید وشي.

نوموړي ويلي: "طالبانو پر هغو ژمنو چې د دوحې په تړون کې یې کړې وې عمل نه‌دی کړی. دوی په افغانستان کې د ځانګړو ترورېستي ډلو په اړه نامطلوبه ګامونه اخیستي، دا څرګنده شوه چې طالبانو د القاعدې مخکيني مشر ایمن الظواهري ته پناه ورکړه، په داسې حال کې چې دا د هوکړې ضد دی. طالبانو د دوحې هوکړه کې همداراز ژمنه کړې وه چې د سیاسي مذاکراتو له لارې به یو توافق ته ورسېږي، دا کار باید وشي."

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نېد پرايس
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نېد پرايس

نېد پرایس له طالبانو وغوښتل چې، د دوحې هوکړې پر بنسټ له متحده ایالاتو او افغانانو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

نوموړي دغه شان د طالبانو د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا برادر د تېرې ورځې هغه څرګندونې هم رد کړې چې، متحده ایالات یې د دوحې د هوکړې له ځینو ژمنو په سرغړاوی تورن کړي وو.

ملا برادر ویلي وو چې، امریکا د افغانستان ښېګڼه نه‌غواړي.

ملا برادر د دوحې هوکړې د درېیمې کلیزې په ویاړ په کابل کې جوړې شوې غونډې ته وویل، امریکا د سولې د تړون په خلاف طالب بندیان په وخت ازاد نه‌کړل او دغه راز یې یو شمېر طالب مشران اوس هم په تور لېست کې ساتلي دي.

نوموړي وویل، امریکا د دې ترڅنګ د افغانستان شتمني کنګل کړې او د ده په خبره نور هېوادونه هم ګواښي چې له افغانستان سره باید نیک تعامل ونه‌کړي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړه درې کاله د ۲۰۲۰میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹ د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوه، چې پر بنسټ یې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل.

که څه هم طالبانو په دې تړون کې ژمنه کړې وه چې، له القاعده شبکې سره به اړیکې پرې کوي خو د تېر ۲۰۲۲ میلادي کال په جولای میاشت کې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل د القاعده او طالبانو ترمنځ د اړیکو په اړه اندېښنې را پیدا کړې.

د کارپوهانو په باور دغه تړون چې افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د بشپړ وتلو ته یې لاره هواره کړه، د تېر جمهوري نظام د کمزروي کېدو او په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو لامل شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG